حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 41

بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.
2 د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال ‎پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو.
3 بيا هغه دننه مقدس ځائ ته لاړو او د داخلېدو د لارې ستنې ‎يې ناپ کړې، او هره يوه درې نيم فټه پلنه وه. د داخلېدو لار لس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خواؤ دېوالونه ‎پاو باندې دولس فټه پلن وُو.
4 او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“
5 بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه.
6 دا کوټې درې منزله وې، او په هر منزل کښې دېرش کوټې وې. د خُدائ د کور د دېوال ګېرچاپېره پايې وې د دې دپاره چې دا د دې کوټو دپاره ټيک وې. نو چې د دې کوټو تيرونه دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.
7 د خُدائ د کور ګېرچاپېره د دوېم چت کوټې د اول چت نه غټې وې او د درېم چت کوټې د دوېم چت نه غټې وې. کومه ډانچه چې د خُدائ د کور ګېرچاپېره جوړه شوې وه د لاندې نه بره حالت کښې جوړه وه، نو هغه کوټې کولاو وې چې بره وې. د لاندې نه تر دريم چت پورې پوړۍ ختلې وې.
8 ما وليدل چې د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره اوچته چونتره وه، چې د کوټو بنياد وو. د دې ناپ تول لس نيم فټه اوچت وو.
9 د هغه کوټو بهرنے دېوال پاو کم نهۀ فټه پلن وو. د کوټو په مينځ کښې هغه کولاو ځائ وو.
10 او د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره د اِمامانو کوټې پينځۀ دېرش فټه پلنې وې.
11 د کولاو ځائ نه دې کوټو ته د ورننوتلو لارې ورغلې وې، يوه په شمال کښې او بله په جنوب کښې وه، او بنياد چې دا کولاو ځائ په خپلو کښې يو ځائ کوى پاو کم نهۀ فټه کولاو وو.
12 يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.
13 بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.
14 مشرق طرف ته د مالِک خُدائ د مقدس کور دربار د خُدائ د کور مخې سره يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو.
15 بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ،
16 او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې.
17 د دروازو دپاسه کومه لار چې د مالِک خُدائ د کور دننه مقدس ځائ ته ورغلې وه او د هغې په دننه او بهر دېوالونو باندې هم
18 د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو.
19 انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو.
20 د فرش نه تر د ننوتلو دروازې پورې پاس، او د بهرنى مقدس ځائ په دېوال باندې د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو.
21 د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.
22 هلته د لرګى يوه قربان‌ګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“
23 بهرنى دواړو مقدس ځايونو او ډېر زيات مقدس ځائ دوه دروازې وې.
24 هرې يوې دروازې دوه پلې لرلې او هرې يوې پلې ته دوه قبضې وې.
25 او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو.
26 د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.