حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 17

د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه.
3 هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د طاقتورو وزرو او د اوږدو او رنګينه بڼو والا غټ باز لبنان ته راغلو. هغۀ د دِيار لوړه څوکه راونيوله.
4 هغۀ ځان سره د دې د سر نه کچه څانګه راپرې کړه او د سوداګرو مُلک ته يې يوړه، کومه چې هغۀ هلته د سوداګرو په ښار کښې وکَرله.
5 هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو.
6 نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه.
7 خو يو بل غټ باز وو چې طاقتور وزرونه يې وُو او په بڼو پټ وُو. هغه د انګور بوټے هغه ځائ نه چرته چې کَرلے شوے وو خپلې جرړې او څانګې د اوبو دپاره هغۀ ته وراوږدې کړې.
8 هغه په ښۀ خاوره کښې د ډېرو اوبو په خوا کښې کَرلے شوے وو چې څانګې وکړى، مېوه ونيسى او يو شاندار بوټے ترې جوړ شى.
9 هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ولې دا بوټے به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به د جرړو نه راونۀ باسى څۀ؟ او ولې هغه به د مېوو نه خالى نۀ کړى څۀ؟ د هغۀ ټولې څانګې به وچې شى. د دې د راويستلو دپاره د طاقتور لاس او ډېرو کسانو ضرورت نشته چې د جرړو نه يې راوباسى.
10 کۀ څۀ هم چې دا بل ځائ وکرلے شى، ولې دا به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به بلکل اوچ نۀ شى کله چې د مشرق بادونه دا ووهى؟ دا به په هغه پټى کښې اوچ نۀ شى چرته چې را لوئ شوے وو؟“
11 بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
12 ”دې سرکشه قوم ته ووايه چې، تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دې مثال څۀ مطلب دے؟ هغوئ ته ووايه چې، د څپرکیل بادشاه يروشلم ته لاړو او د هغې بادشاه او سپين روبى يې بوتلل، او د خپل ځان سره يې څپرکیل ته راوستل.
13 بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو،
14 نو چې د هغوئ بادشاهت کمزورے شى چې بيا د سر اوچتولو قابل نۀ شى. نو دغه شان اِسرائيل به په خپلې وفادارۍ ژوندى پاتې شى.
15 خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟
16 مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه به د څپرکیل په مُلک کښې مړ شى، د هغه بادشاه په مُلک کښې چا چې هغه په تخت کښېنولے وو، د چا قسم ته چې هغۀ سپک وکتل او چې د چا لوظ يې مات کړو.
17 فِرعون به د خپلو تکړه سپاهيانو او غټو لښکرو سره په جنګ کښې د هغۀ مدد ونۀ کړى، کله چې دشمن د ښار محاصره وکړى او د حملې دپاره د خاورو غونډۍ جوړې کړى د دې دپاره چې ډېر خلق تباه کړى.
18 هغۀ د لوظ په ماتولو سره د قسم سپکاوے وکړو، ځکه چې هغۀ د لوظ دپاره خپل لاس ورکړو او اوس يې دا ټول کارونه وکړل نو هغه به بچ نۀ شى.
19 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، چې هغۀ زما لوظ مات کړو او زما قسم ته يې سپک وکتل نو زۀ به د خپل هغه قسم نقصان د هغۀ په سر راولم.
20 زۀ به د هغۀ دپاره خپل جال خور کړم، او هغه به زما په دام کښې راګېر شى. زۀ به هغه څپرکیل ته راولم او خپل قضاوت به هلته په هغۀ باندې وکړم ځکه چې هغه ما سره بې‌وفائى وکړه.
21 د هغۀ د ټولو نه تکړه فوجيان به په تُوره مړۀ شى. او بچ پاتې شوى به په هوا کښې خوارۀ شى. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
22 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به په خپله د دِيار د لوړې څوکې نه يوه څانګه راواخلم او هغه به وکرم، زۀ به يوه نازکه څانګه د يو لوَړ دِيار د څوکې نه راپرې کړم او هغه به په يو لوړ او اوچت غر وکرم.
23 زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.
24 په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“