حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 18

د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”ستاسو خلقو د اِسرائيل د مُلک په حقله د دې متل د وئيلو نه څۀ مطلب دے چې وائى، تراوۀ انګور يې پلار وخوړل، او غاښونه يې د بچو په برېښ شُو؟
3 زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، تاسو به په اِسرائيل کښې نور دا متل ونۀ کړئ.
4 ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.
5 کۀ يو صادق سړے هغه څۀ کوى څۀ چې صحيح وى او د اِنصاف په مطابق وى.
6 نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.
7 هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.
8 هغه قرض د سود دپاره نۀ ورکوى او ناروا ګټه هم نۀ کوى، بدو کارونو نه ځان ساتى او د دوو کسانو په لانجه کښې د صحيح اِنصاف فېصله کوى.
9 هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
10 نو بيا فرض کړئ چې د دۀ يو ظالم زوئ دے چې هغه قتل و غارت او نور داسې خراب کارونه هم کوى،
11 پلار يې داسې کارونه نۀ وُو کړى چې زوئ يې کوى. هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې هم خوراک کوى او د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا هم کوى.
12 هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.
13 هغه په سود پېسې ورکوى او ډېره زياته ګټه اخلى. آيا داسې کس به ژوندے پاتې شى څۀ؟ نه هغه به پاتې نۀ شى. ځکه چې هغۀ دا ټول حرام کارونه وکړل، په يقين سره هغه به مړ شى او د هغۀ خون به د هغۀ د خپلې غاړې وى.
14 خو فرض کړئ چې د دې زوئ يې يو زوئ وى څوک چې د خپل پلار ټول ګناهونه وينى، کۀ څۀ هم چې هغه دا وينى خو بيا هم هغه د خپل پلار غوندې کارونه نۀ کوى.
15 هغه په غرونو د بُت‌خانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى.
16 هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.
17 هغه خپل لاس په بدو کارونو نۀ پليتوى او سود نۀ اخلى او په ګټه پېسې نۀ ورکوى، هغه زما په شريعت عمل کوى او زما د تعليماتو پيروى کوى. داسې سړے به د خپل پلار د ګناه په وجه مړ نۀ شى، يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى.
18 بلکې د هغۀ پلار به ضرور د خپلو ګناهونو دپاره مړ شى، ځکه چې هغۀ ظلم کولو، د خپلو وروڼو نه يې غلا کوله او هغه کارونه يې کول کوم چې د هغۀ د قوم په مينځ کښې غلط وُو.
19 خو بيا تاسو تپوس کوئ چې زوئ يې ولې د خپل پلار په جرم کښې شريک نۀ دے؟ ځکه چې زوئ يې هغه څۀ کړى دى څۀ چې صحيح دى او د اِنصاف په مطابق دى او زما په حکمونو په وفادارۍ سره عمل کوى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.
20 کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.
21 خو کۀ يو بدعمله کس د خپلو ټولو ګناهونو نه مخ واړوى کوم چې هغۀ کړى دى او زما په ټول قانون عمل وکړى او هغه کارونه کوى څۀ چې د اِنصاف او صحيح وى، نو په يقين سره به هغه ژوندے پاتې شى، هغه به مړ نۀ شى.
22 هغه ګناهونه چې د هغۀ نه شوى دى يو به هم د هغوئ خلاف نۀ حسابوم. د هغه ښۀ کارونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، هغوئ به ژوندى پاتې شى.
23 مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ د شريرانو په هلاکت خوشحالېږم؟ بلکل نه، زۀ غواړم چې هغه د خپلو خرابو لارو نه واوړى او ژوندے پاتې شى.
24 خو کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو نېکو کارونو نه واوړى او ګناه وکړى او حرام کارونه وکړى کوم چې يو بدعمله کس کوى ولې هغه به ژوندے پاتې شى؟ يو صادق کار به يې هم حساب نۀ شى کوم چې هغۀ کړى دى. د هغه بې‌ايمانۍ په وجه کومه چې هغۀ کړې ده او کوم ګناهونه يې چې کړى دى د هغې په بدله کښې به هغه مړ شى.
25 خو بيا تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ما ته غوږ شئ، آيا تاسو دا خيال کوئ چې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ خو دا ستاسو عملونه دى چې بې‌اِنصافه دى.
26 کۀ چرې يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او ګناهونه شروع کړى، هغه به د دې په وجه مړ شى. د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغۀ وکړل.
27 خو کۀ چرې يو بدعمله انسان د خپلو ګناهونو نه واوړى کوم چې هغۀ کړى دى او هغه څۀ کوى چې صحيح او د اِنصاف په مطابق دى، هغه به خپل ‎ژوند بچ کړى.
28 کۀ هغه په خپلو ګناهونو غور وکړى او هغه پرېږدى کوم چې هغۀ کړى دى، نو يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى او مړ به نۀ شى.
29 خو د بنى اِسرائيلو قوم وائى چې د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى. اے د بنى اِسرائيل قومه، ولې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ ولې ستاسو کارونه بې‌اِنصافه نۀ دى؟
30 نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو قومه، زۀ به ستاسو د هر يو کس د اعمالو په مطابق ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ. د خپلو ټولو ګناهونو نه واوړئ، نو بيا به ګناه ستا د هلاکت سبب نۀ وى.
31 خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟
32 زۀ د هيچا په هلاکت نۀ خوشحالېږم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ او ژوندى پاتې شئ.“