حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43


څپرکی 31

د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”اے بنى آدمه، د مِصر بادشاه فِرعون او د هغۀ ټولو ګڼو خلقو ته داسې ووايه، په لويئ کښې تۀ خپل ځان چا سره برابر ګڼې؟
3 تاسو د تکړه اسور په شان يئ، کوم چې يو وخت د لبنان د دِيار د ونې په شان وو، چې څانګې يې ښائسته وې او په ټول ځنګل يې سورے خور وو، او لوړوالے يې وريځو ته رسېدو.
4 هغه اوبو غټ کړو، او په زمکه کښې لاندې چينو هغه لوړ کړے وو، او د هغوئ نِهرونه د هغه ونې ګېرچاپېره بهېدل، او د اوبو لختى يې د پټى ټولو ونو ته ورغلى وُو.
5 نو دا د پټى د نورو ټولو ونو نه ډېره اوچتېدله، او د دې څانګې ډيرې پلنې اوږدې شوې وې ځکه چې جرړو ته زياتې اوبۀ رسېدلې وې.
6 د هوا ټولو مارغانو د دې په څانګو کښې جالې جوړې کړې، او ټولو ځنګلى ځناورو د هغې د څانګو لاندې بچى راوړل، او د دُنيا ټول لوئ قومونه د هغې د سورې لاندې کښېناستل.
7 د خپل اوچتوالى او ګڼو څانګو په وجه هغه ډېره زياته سيرابه وه، ځکه چې جرړو ته يې زياتې اوبۀ رسېدلې وې.
8 د خُدائ پاک په باغ کښې د دِيار نورې ونې هغې ته نۀ شوې رسېدلے. د نختر ونو د هغې د څانګو د ګڼوالى مقابله نۀ شوه کولے، او د چنار ونو يې په څانګو کښې برابروالے نۀ شو کولے. د خُدائ پاک په باغ کښې بله يوه ونه هم دومره ښکلې نۀ وه.
9 ما هغه په ګڼو څانګو ښکلې کړې وه، د خُدائ پاک په باغِ عدن کښې ټولو ونو ورسره سيالى کوله.
10 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغه دومره اوچته شوې ده، او سر يې بره وريځو سره لګيږى، او هغه خپل لوړوالى ته مغروره شوې وه،
11 نو ځکه ما هغه د غېرو مُلکونو بادشاهانو ته حواله کړه چې د هغې د ګناهونو په مطابق ورسره رفتار وکړى. ما هغه يوې خوا ته وغورزوله،
12 او د ټولو نه بې‌رحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده.
13 د هوا ټولو مارغانو په دې غورزېدلې ونه کښې جالې جوړې کړې او د زمکې ځناور يې په څانګو کښې اوسېدل.
14 پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى.
15 نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې هغه ونه لاندې قبر ته ښکته شى نو هغه د اوبو چينې به ورباندې ماتم او وير وکړى. ما د هغې نِهرونه بند کړل، او د هغې بې‌حسابه اوبو بهېدل بند شول. نو د دې په وجه ما لبنان ته د ماتم کپړې واغوستې، او د زمکې ټولې ونې وچې شوې.
16 ما د هغې د راپرېوتو په آواز دُنيا په لړزان کړه کله چې هغه ما د هغوئ سره لاندې د مړو دُنيا ته ښکته کړه څوک چې قبر ته روان وُو. بيا د عدن ټولې ونې او د لبنان ټولې غوره شوې ونې، او هغه ټولې ونې چې ښې سيرابه شوې وې، هغه لاندې زمکې ته ولېږلے شوې.
17 د هغوئ د نورو مُلکونو اِتحاديان هغه څوک چې د دې په سورى کښې اوسېدل هم د هغوئ سره قبر ته لاړل څوک چې په تُوره قتل شوى وُو.
18 د باغِ عدن کومه يوه ونه تا سره په شان او شوکت کښې مقابله کولے شى؟ خو تۀ به هم د عدن د نورو ونو سره لاندې زمکې ته راوغورزولے شې، تۀ به د ناسنتو په مينځ کښې څملې، د هغوئ سره څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. دا به د فِرعون او د هغۀ د ټولو ګڼو خلقو اَنجام وى، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“۔