حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 16

نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”اے بنى آدمه، يروشلم د خپل حرام کار په حقله خبر کړه.
3 او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه.
4 په هغه ورځ کله چې تۀ پېدا شوې، نو هيچا ستا نوم پرې نۀ کړو او نۀ چا په اوبو ولمبولې چې پاک دې کړى، او نۀ په تا چا مالګه ومږله او نۀ تۀ چا په اورڼى کښې ونغښتې.
5 نو چا هم تا ته د رحم په سترګه ونۀ کتل او په تا باندې چا زړۀ هم ونۀ سوزولو چې دا کارونه درته وکړى. ستا د پېدا کېدو د ورځې نه هغوئ تا نه نفرت کولو او تۀ يې په يو مېدان کښې وروغورزولې.
6 نو زۀ په دغه ځائ تېر شوم او ومې ليدلې چې په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې، نو کله چې تۀ په وينو کښې ککړ پروت وې نو ما درته وفرمائيل چې ژوندۍ اوسه.
7 ما تۀ لکه د بوټى په شان لويه کړې. تۀ لويه شوې او لوړه دنګه شوې او يوه پېغله درنه جوړه شوه، ستا سينې راوشوې، او ستا د سر وېښتۀ رالوئ شُو خو تۀ لا تر اوسه بربنډه او لغړه وې.
8 لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
9 تۀ ما په اوبو ولمبولې او ستا نه مې وينه صفا کړه او ستا په بدن مې تېل ولګول.
10 ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې.
11 ما تۀ په کالو سنګار کړې، ما ستا په لاس کښې بنګړى او په غاړه کښې مې درته اميل واچولو.
12 او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو.
13 نو تۀ په سپينو او سرو زرو سنګار شوې، تا د قيمتى کتان او ګُلکارۍ جامې واغوستې. ستا خوراک ښۀ اوړۀ، شات او د زيتُونو تېل وُو. تۀ ډېره ښکلې شوې او ستا نه مَلِکه جوړه شوه.
14 او ستا د ښُکلا مشهورتيا په نورو قومونو کښې ډنډوره شوه، ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
15 خو تا په خپله ښُکلا او شُهرت باندې بهروسه وکړه او خپل شُهرت دې د کنجرتوب دپاره استعمال کړو. ستا د کنجرتوب نه څوک هم په لار بچ نۀ شُو او خپل حسن دې باد کړو.
16 تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.
17 تا خپل ځان سره قيمتى کالى هم واخستل کوم چې ما تا له درکړى وُو، کوم چې ما د سرو او سپينو زرو نه جوړ کړى وُو، او تا د هغوئ نه ځانله نارينه بُتان جوړ کړل او د هغوئ سره په زنا کولو مصروفه شوې.
18 او تا په هغوئ باندې خپلې د کار جامې وغوړولې او تا هغوئ ته زما د تېلو او خوشبويۍ نذرانې پېش کړې.
19 کوم خوراک چې ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړے وو، لکه ښۀ اوړۀ، د زيتُونو تېل او شات ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړل، خو تاسو هغه بُتانو ته د خوشبويۍ د نذرانو په شکل وړاندې کړل. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.
20 او تاسو خپل زامن او لوڼه بوتلل کوم چې تاسو زما دپاره پېدا کړى وُو او هغوئ مو د خوراک په توګه بُتانو ته قربانى کړل. ولې ستا خپله زناکارى کافى نۀ وه څۀ؟
21 تا زما بچى حلال کړل او بُتانو ته دې قربانى کړل.
22 ستا په ټولو حرامو کارونو او ستا په زناکارۍ کښې تا ته خپل د ځوانۍ عمر ياد نۀ وو، کله چې تۀ بربنډه او لغړه وې او په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې.“
23 ”افسوس، افسوس دې وى په تاسو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د دې باوجود ستاسو د خپلو نورو ټولو شرارتونو سره،
24 تا په هر يو چوک کښې د ځان دپاره زيارتونه او بُت‌خانې جوړې کړې.
25 تا د سړک په هر يو ګوټ کښې بُت‌خانې جوړې کړې او خپله بې‌حرمتى دې وکړه او په لاره هر يو تېرېدونکى ته دې پښې ورتېرې کړې او هغوئ سره دې کنجرتوب وکړو.
26 تۀ د خپلو شهوت پرستو ګاونډيانو مِصريانو سره په زناکارۍ کښې آخته شوې، او تا د ډيرې زنا کولو په وجه زما قهر او غضب راوپارولو.
27 نو بيا ما خپل لاس ستا خلاف دراوږد کړو او ستا ملکيت مې کم کړو، او ما تۀ خپلو حرصناکو دشمنانو ته حواله کړې، يعنې د فلستيه لوڼو ته چا ته چې ستا د بې‌حيا کارونو نه حيا ورتله.
28 تۀ د اسوريانو سره هم په زناکارۍ کښې مصروفه شوې، ځکه چې ستا شوق نۀ پوره کېدو، بلکې د دې نه وروستو هم تۀ يخه نۀ شوې.
29 نو بيا تا خپله زناکارى د څپرکیليانو مُلک پورې اوږده کړه، چې د سوداګرو مُلک دے، خو هغوئ هم ستا شوق پوره نۀ کړو.
30 مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې تۀ د زړۀ نه څومره مجبوره يې چې تا لکه د بې‌حيا کنجرې په شان کارونه وکړل.
31 کله چې تا خپلې بُت‌خانې د کوڅې په هر ګوټ کښې جوړې کړې او په هر چوک کښې دې د خپل ځان دپاره زيارتونه جوړ کړل، تۀ د عام کنجرې په شان نۀ وې ځکه چې تا پېسې اخستل بد ګڼل.
32 تۀ هغه زناکاره ښځه يې چې د خپل خاوند په ځائ پردو سړو سره بدکارى کوې.
33 هره يوه کنجره پېسې اخلى، خو تۀ خپلو عاشقانو له تحفې ورکوې، هغوئ له خرچه ورکوې چې تا له د هرې خوا نه د ناروا کارونو دپاره راشى.
34 نو تۀ په خپلې زناکارۍ کښې د نورو نه بدله يې. ستا د شوق دپاره هيڅ څوک تا پسې نۀ ګرځى. تۀ بلکل د نورو نه بدله يې، ځکه چې تۀ خرچه ورکوې خو تۀ په خپله څۀ نۀ اخلې.
35 نو بيا تۀ اے زناکارې، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.
36 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې تا خپل مال دولت په خپلو عاشقانو خرچ کړو او خپله حيا دې د بدکارۍ په وخت کښې څرګنده کړه، ستا د ټولو خرابو بُتانو په وجه، ځکه چې تا هغوئ ته د خپلو بچو وينه پېش کړه،
37 نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى.
38 زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم.
39 نو بيا به زۀ تا خپلو عاشقانو ته حواله کړم، او هغوئ به ستا بُت‌خانې ورانې کړى او ستا زيارتونه به تباه کړى. او هغوئ به ستا نه جامې او قيمتى کالى کوز کړى او بربنډه او لغړه به دې پرېږدى.
40 هغوئ به ستا خلاف جلوس راوکاږى څوک چې به تا سنګسار کړى او تا به په خپلو تُورو سره ټوټه ټوټه کړى.
41 هغوئ به ستا کورونه وسوزوى او د ډېرو ښځو په وړاندې به تا له سزا درکړى. زۀ به ستا کنجرتوب بند کړم. او تۀ به نور خپلو عاشقانو له پېسې نۀ ورکوې.
42 نو بيا به زما غصه سړه شى او زما د غېرت قهر به سوړ شى، او زۀ به په آرام شم او نور به تا ته نۀ غصه کېږم.
43 ځکه چې تا ته د خپلې ځوانۍ ورځې يادې نۀ دى خو زۀ تا په دې څيزونو سره غصه کړم. تا چې کوم بد عملونه کړى دى زۀ به د هغې ټولو بدله ستا نه واخلم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ته د خپلې ټولې حرام کارۍ سره په شهوت پرستۍ کښې د حد نه تېره شوې.“يروشلم لکه د سدوم او سامريه په شان دے
44 ”هر څوک چې متلونه وائى نو دا متل به ستا په حقله وائى چې، څنګه يې مور وى هغسې يې لور وى.
45 تۀ د خپلې مور رښتينې لور يې، چا چې د خپل خاوند نه او د خپلو ماشومانو نه نفرت وکړو، او تۀ د خپلې خور رښتينې خور يې، چا چې د خپلو خاوندانو او ماشومانو نه کرکه کوله، ستا مور حِتى وه او ستا پلار امورى وو.
46 ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.
47 دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.
48 مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، تر دې چې ستا خور سدوم او د هغې لوريانو کله هم داسې بد کارونه نۀ وُو کړى کوم چې تا او ستا لوريانو وکړل.
49 نو د ستا د خور سدوم ګناه وه چې، هغې او د هغې لوڼو کبر کولو، او هغوئ خېټه ورې وې او د آرام ژوند يې تېرولو، خو د غريبو او ضرورتمندو سره يې امداد نۀ کولو.
50 هغوئ کبرژن وُو او حرام کارونه يې زما په وړاندې وکړل. نو په دې وجه ما هغوئ لرې کړل لکه څنګه چې تاسو وليدل.
51 سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې.
52 نو تۀ اوس په شرم وشرمېږه، ستا ګناهونه دومره خراب دى چې تا خپلې خوېندې وبخښلې او هغه دې صادقه وګرځولې.“د سدوم او سامريه بيا ودانول
53 ”خو زۀ به د سدوم او د هغې د لوريانو ژوندون دوباره بحال کړم او د سامريه او د هغې د لوريانو ژوندون به هم بحال کړم او ستا حالت به هم ورسره ښۀ کړم.
54 نو تۀ به په خپل شرم رسوا شې او په خپلو کړو به وشرميږې. سدوم او سامريه به خوشحاله شى چې هغوئ ستا په شان ګناهګار نۀ دى.
55 او ستا خوېندې، سدوم او د هغې لوڼه او سامريه او د هغې لوڼه، او تۀ او ستا لوڼه، به بيا دوباره په هغه حالت شئ لکه څنګه چې ټول د اول نه وئ.
56 د خپلې مغرورتيا په ورځو کښې تا خپلې خور سدوم پورې خندا کوله.
57 خو اوس ستا بدعملونه ټولې دُنيا ته څرګند شول. اوس تۀ په خپله په شرمونو کښې پټه شوې او ادوم او د هغوئ ګاونډيان او فلستيان ستا نه نفرت کوى.
58 تۀ به د خپلې عياشۍ او حرام کارونو سزا وزغمې، مالِک خُدائ فرمائى.“ابدى لوظ
59 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به تا سره هغه شان سلوک وکړم د کوم چې تۀ حقدار يې، ځکه چې د لوظ په ماتولو سره تا د قسم خوړلو سپکاوے وکړو.
60 خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.
61 نو تۀ به خپل هغه بد عملونه راياد کړې کوم چې تا کړى دى او په هغې به شرمنده شې کله چې تۀ خپلې مشرې او کشرې خوېندې سره مِلاو شې. زۀ به تا ته هغوئ لکه د لوڼو په شان درکړم خو په دې بنياد نۀ چې تا په لوظ عمل کړے دے.
62 نو زۀ به خپل لوظ تا سره تازه کړم، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
63 کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“