حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 11

نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل.
2 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، دا هغه کسان دى څوک چې بدې منصوبې جوړوى او خلقو ته په ښار کښې د شرارت مشورې ورکوى.
3 هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په ‎کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو.
4 نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“
5 نو بيا د مالِک خُدائ روح په ما نازل شو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې داسې ووايه، ”مالِک خُدائ فرمائى، اے د بنى اِسرائيلو قومه، ستاسو په سوچونو کښې چې څۀ دى زۀ په هغې پوهېږم.
6 تاسو په دې ښار کښې ډېر خلق وژلى دى او د دې لارې کوڅې مو په مړو ډکې کړې دى.
7 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو چې د مړو کوم لاشونه په دې ښار کښې وغورزول هغوئ هم هغه غوښه ده چې په دې دېګ کښې محفوظه ده، خو زۀ به تاسو د دې نه وباسم.
8 تاسو د تُورې نه يرېږئ، او هم دا تُوره به زۀ په تاسو باندې ستاسو خلاف نازله کړم، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.
9 زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم.
10 تاسو به په تُوره باندې ووژلے شئ، او زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه په تاسو خپله فېصله واوروم. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
11 دا ښار به ستاسو دپاره يو د اوسپنې دېګ نۀ وى، او نۀ به تاسو په دې کښې د غوښې په شان يئ، زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه تاسو له سزا درکړم.
12 نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، نۀ تاسو زما د شريعت پيروى وکړه او نۀ مو زما په اصُولو او شريعت عمل وکړو خو د دې په ځائ د خوا او شا مُلکونو رِواجونو پسې لاړئ.“
13 نو کله چې ما پېشګوئې کوله نو فلطياه د بناياه زوئ ناګهانه مړ شو. نو بيا زۀ پړمخې پرېوتلم او په زوره مې چغې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، ولې تاسو په اِسرائيل کښې په پوره توګه ژوندى پاتې شوى خلق تباه کوئ؟“
14 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
15 ”اے بنى آدمه، کوم خلق چې تر اوسه په يروشلم کښې پاتې شوى دى ستا او ستا د خپلوانو او د اِسرائيل قوم په حقله چې په جلاوطنۍ کښې دى ورپسې خبرې کوى. هغوئ دا وائى چې څوک چې جلاوطن شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ نه لرې شوى دى، ځکه اوس هغۀ د هغوئ زمکه مونږ له په ميراث کښې راکړې ده.
16 نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى.
17 نو بيا داسې ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راغوڼد کړم او د هغه مُلکونو نه به تاسو واپس راولم کومو ته چې ما خوارۀ کړى وئ او زۀ به بيا تاسو له د اِسرائيل مُلک درکړم.
18 کله چې دوئ دې ته واپس راشى نو د دې نه به هغه ټول بُتان او حرام تصويرونه لرې کړى.
19 زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم.
20 نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
21 خو د هغه چا چې زړونه پليتو تصويرونو او حرام کاره معبودانو ته وقف شوى وى، زۀ به د هغوئ په سر هغه څۀ راولم کوم چې دوئ کړى دى. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.“
22 نو بيا د وزرو والا مخلوق، چې په خوا کښې يې پايې وې خپل وزرونه خوارۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د هغوئ دپاسه وو.
23 نو د مالِک خُدائ جلال د ښار نه روان شو او د دې نمرخاتۀ طرف ته په غر ودرېدو.
24 نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په څپرکیل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،
25 او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.