حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 15

د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
2 ”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟
3 آيا د دې لرګے د کوم شى د جوړولو دپاره استعمالولے شى؟ ولې هغوئ د دې نه موږى جوړوى چې څيزونه پرې راځوړند کړى؟
4 او کله چې هغه په اور کښې د سوزولو دپاره وغورزولے شى او اور د دې دواړه سرونه وسوزوى او مينځ يې په سکرو بدل شى، آيا دا بيا د څۀ شى دپاره په کار راځى؟
5 د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بې‌کاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟
6 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.
7 زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
8 زۀ به هغه زمکه ورانه ويجاړه کړم ځکه چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“