حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 29

زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف خپل مخ ورواړوه. د هغۀ او د ټول مِصر خلاف پېشګوئې وکړه.
3 هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.
4 زۀ به ستا په خولۀ کښې کُنډه واچوم او د هغه نِهرونو ټول کبان به ستا څرمن پورې ونښلوم. او زۀ به تا سره د هغه ټولو کبانو د نِهرونو نه راوکاږم کوم چې ستا څرمن پورې انښتى وى.
5 زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم.
6 نو بيا به هغوئ ټول په دې پوهه شى څوک چې په مِصر کښې اوسيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم. تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره صرف د لوخې امسا په شان وې.
7 کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه.
8 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ستاسو خلاف تُوره راواخلم او ستاسو سړى او د هغوئ ځناور به قتل کړم.
9 نو مِصر به په صحرا او شاړه زمکه بدل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ځکه چې تا وئيل چې، دريائے نيل زما دے، هغه ما جوړ کړے دے.
10 نو په دې وجه زۀ ستا او ستا د نِهرونو خلاف يم، او زۀ به د مِصر مُلک تباه او وران ويجاړ کړم د مجدال نه تر اسوان پورې، او د ايتهوپيا د سرحدونو پورې.
11 نۀ به د انسان او نۀ به د ځناورو قدم په تا تېر شى، او د څلوېښتو کالو پورې به په کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى.
12 زۀ به د مِصر حال د خوا او شا ورانو مُلکونو نه بدتر کړم. او د هغۀ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې د څلوېښتو کالو پورې تباه پراتۀ وى. او زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.
13 نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به مِصريان د څلوېښتم کال په آخر کښې د هغه مُلکونو نه رايوځائ کړم کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو.
14 زۀ به هغوئ بيا بحال کړم او خپل اصلى او د پلار نيکۀ مُلک جنوبى مِصر ته راولم. او هلته به د هغوئ يو کمزورے بادشاهت وى.
15 دا به د نورو بادشاهتونو په مينځ کښې د ټولو نه کمزورے بادشاهت وى او کله به هم په نورو بادشاهتونو خپل ځان اوچت نۀ کړى. زۀ به دا دومره کمزورے کړم چې دا به هيڅکله هم په نورو قومونو حکومت ونۀ کړى.
16 بنى اِسرائيل به نور په مِصر تکيه نۀ کوى خو دا به هغوئ ته د خپلې هغه ګناه کولو يو يادګار وى چې کله به دوئ د هغوئ نه مدد غوښتلو. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
17 په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
18 ”اے بنى آدمه، د څپرکیل بادشاه خپل فوجيان د صور خلاف د حملې دپاره ورولېږل، تر دې چې د سخت جنګ په وجه ګنجيان شول او د هغوئ اوږې پولۍ شوې، خو د دې ټول تکليف باوجود بادشاه او هغوئ تش لاس راغلل.
19 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى.
20 ما هغۀ ته په انعام کښې مِصر ورکړو د هغه کار په بدل کښې کوم چې هغۀ او د هغۀ فوجيانو زما دپاره کړے دے. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
21 چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقى‌ايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“