حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 40

زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.
2 د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.
3 کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
4 هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“
5 ما وليدل چې هلته د مالِک خُدائ د کور نه ګېرچاپېره دېوال راتاو وو. د هغه سړى په لاس کښې د ناپ کولو لرګے لس نيم فټه وو چې دېوال يې ناپ کړو، او دېوال غټوالے لس نيم فټه پلن وو او لس نيم فټه اوچت وو.
6 نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه.
7 هلته په دروازه کښې ښې طرف ته او ګس طرف ته درې د څوکيدارانو کوټې جوړې شوې وې چې د هرې يوې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو او د څوکيدارانو د کوټو په مينځ کښې د دېوال پلنوالے پاو کم نهۀ فټه وو. او د څوکيدارانو د کوټو شاته د تېرېدو لاره وه چې لس نيم فټه ژوره وه او د دې کمرو نه وروستو يوه بله درشل وه چې لس نيم فټه وه او د مالِک خُدائ کور ته تللې وه.
8 نو بيا هغۀ د دروازې دننه ډيوډۍ ناپ کړه،
9 نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو.
10 د مشرق خوا ته دروازه کښې په دواړو طرفونو ته درې کوټې وې، او ټولې په يو ناپ تول وې او د دې په مينځ کښې ټول دېوالونه هم يو شان پلن وُو.
11 نو بيا هغۀ د دروازې سره د داخلېدو د ځائ پلنوالے ناپ کړو، کوم چې اوولس نيم فټه پلن وو او د دروازې سره لاره پاو کم درويشت فټه وه.
12 د څوکيدارانو د هرې کوټې مخکښې يو دېوال وو چې يوويشت اِنچه وو او د هرې کمرې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو.
13 نو بيا هغۀ په دې دروازه د څوکيدار د کوټې د شا د دېوال نه واخله د مخامخ کوټې د شا د دېوال پورې فاصله ناپ کړه، هغه پاو کم څلور څلوېښت فټه وه.
14 هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو.
15 د دروازې د داخلېدو نه واخله د دربار تر آخر سر پورې فاصله اووۀ اتيا نيم فټه وه.
16 د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.
17 نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى.
18 دا پخه لار تر دروازو پورې جوړه شوې وه او د دېوالونو نه تر دربار پورې غزېدلې وه او هم دومره فاصله يې د عمومى دروازې پورې وه.
19 نو بيا هغۀ د دننه نه د ښکته دروازې د دربار داخل نه بهر طرف ته فاصله ناپ کړه، دا د مشرق خوا ته يو سل او پينځۀ اويا فټه او شمال خوا ته هم يو شان فاصله وه.
20 نو بيا هغۀ شمال خوا ته د دروازې اوږدوالے او پلنوالے ناپ کړو، کوم چې بهر صحن طرف ته ځى.
21 د دروازې د داخلېدو په لار کښې دواړو خواو د څوکيدارانو درې درې کوټې وې، د هغوئ په مينځ کښې دېوالونه او د هغوئ دننه کوټې ټولې د هغې وړومبې مشرقى دروازې په اندازه وې. د دروازې ډيوډۍ اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.
22 د مشرق دروازې په شان، د هغې د داخلېدو کوټه او کړکۍ او د کجورو د ونو ګُلکارى هم هغه شان په يوه اندازه شوې وې. او اووۀ پوړۍ هم ورته ختلې وې، چې مخامخ ورته ډيوډۍ وه چې دربار ته تللې وه.
23 هلته دننه د دربار طرف چې د شمال خوا نه يوه دروازه وه، بلکل لکه د هغه دروازې په شان لکه څنګه چې په مشرق کښې وه. هغۀ د يوې دروازې بلې دروازې ته مخامخ فاصله ناپ کړه، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وه.
24 نو بيا هغه سړى زۀ د جنوب خوا ته بوتلم او ما بيا هلته يوه دروازه وليده چې د جنوب خوا ته يې مخ وو. هغۀ بيا د دې دېوالونه او کوټې ناپ کړې چې بلکل د هغه نورو دروازو په ناپ تول وې.
25 د دروازې او د هغې د چوکيدارانو د کوټو ګېرچاپېره وړې وړې کړکۍ وې، د هغې کړکۍ د نورو کړکو په شان وې. د تېرېدو لار اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.
26 د هغه کوټو مخامخ هغې ته د بهر نه يوه لار ورختلې وه چې اووۀ پوړۍ يې وې، او د هغې په دېوالونو باندې په دواړو خواؤ د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.
27 د دننه دربار هم يوه دروازه وه چې جنوب خوا ته يې مخ وو، او هغۀ بيا د دې دروازې نه د بهر د جنوب دروازې خوا ته ناپ تول وکړو، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.
28 نو بيا هغه سړى زۀ دننه دربار ته په جنوبى دروازه باندې راوستلم، او هغۀ جنوبى دروازه ناپ کړه، هغه هم د نورو دروازو په ناپ وه.
29 د هغې د څوکيدارانو کوټې، او مينځنى دېوالونه او ډيوډۍ د هغه نورو دروازو سره په ناپ کښې يو شان وې. دروازه او د هغې د کوټو کړکۍ ګېرچاپېره وې، هغه اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.
30 د دروازې د داخلېدو د کوټې ناپ تول کومه چې دننه د دربار صحن ته ورغلې وه څوارلس فټه اوږده او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.
31 د هغې د کوټې مخ بهر دربار خوا ته وو، د هغې په ستنو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورته ورختلې وې.
32 نو بيا هغۀ زۀ په مشرقى لار دننه دربار ته راوستلم، او هغۀ هغه دروازه ناپ کړه، د هغې ناپ هم د نورو سره يو شان وو.
33 د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او د برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.
34 د هغې د ډيوډۍ مخ دننه د دربار طرف ته وو، او د دواړو طرفو په ستنو يې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورختلې وې.
35 نو بيا هغۀ زۀ د شمال دروازې طرف ته راوستلم او هغۀ د هغې ناپ واخستو. او هغه لار هم د هغه نورو په شان په يو ناپ وه.
36 د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.
37 ډيوډۍ بهرنى دربار ته مخامخ وه. د تېرېدو د ځائ په دېوالونو باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. دې دروازې ته اتۀ پوړۍ ختلې وې.
38 د شمال د طرف نه دننه يوه دروازه وه چې د داخلېدو د کوټې د لارې نه دننه دربار ته تللې وه چې هلته به په هغې کښې د سوزولو قربانۍ څاروى وينځلے کېدل.
39 د دروازې د ډيوډۍ سره په دواړه خواو کښې دوه مېزونه وُو، په کومو به چې د سوزولو د نذرانو، د ګناه د نذرانو او د ګناه د تاوان د نذرانو څاروى حلالولے شول.
40 د کوټې دروازې د کوټې د بهرنى دېوال سره، د پوړو سره نزدې د شمال دروازې ته د داخلېدو په لار هلته هم دوه مېزونه وُو، او د پوړو په بل طرف هم دوه مېزونه وُو.
41 نو بيا د دروازې په يوې خوا کښې هم څلور مېزونه وُو او په بله خوا کښې هم څلور مېزونه وُو. دا ټول اتۀ مېزونه وُو په کومو به چې د قربانۍ څاروى حلالېدل.
42 نو هلته هم څلور مېزونه د تراشلے شوو کاڼو نه د سوزېدونکې قربانۍ دپاره جوړ شوى وُو چې يو دېرش نيم اِنچه اوږدۀ او پلن وُو او يوويشت اِنچه لوړ وُو. په دې مېزونو باندې د قربانۍ د څاروو د حلالېدلو دپاره د قصابانو چړې او نور څيزونه پراتۀ وُو.
43 په ګېرچاپېره دېوال کښې د دوو خُلو والا کُنډې راځوړندې وې چې يو څپک اوږدې وې. دا مېزونه د نذرانو د څاروو دپاره وُو.
44 نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو.
45 هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.
46 او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربان‌ګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.
47 نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربان‌ګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه.
48 بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو.
49 د داخلېدو د کوټې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو، او اوږدوالے يې يوويشت فټه وو. او دې کوټې ته لس پوړۍ ورختلې وې، د دروازې په دواړو خواو دېوالونو کښې ستنې ولاړې وې.