حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 23

د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”اے بنى آدمه، دوه ښځې وې چې د يوې مور لوڼه وې.
3 هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.
4 د مشرې نامه اوحوله وه، او د هغې د خور نامه اوحوليبه وه. هغوئ زما وې او زامن او لوڼه يې راوړل. د اوحوله نه سامريه مطلب دے، او اوحوليبه نه يروشلم مطلب دے.
5 اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه.
6 سرکارى آفسران او کمانډران ټول ښکلى ځوانان وُو او شاندراې جامې يې اچولې وې او په آسونو سوارۀ وُو.
7 هغې خپل ځان د اسوريانو ټولو آفسرانو ته لکه د کنجرې په شان پېش کړو او خپل ځان يې د هغه هر چا ټولو بُتانو سره پليت کړو چا پسې چې د هغې شوق وو.
8 هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو.
9 نو په دې وجه ما هغه خپلو عاشقانو ته حواله کړه، اسوريانو ته چا سره چې د هغې شوق دے.
10 هغوئ هغه بربنډه کړه، د هغې نه يې زامن او لوڼه واخستل او هغه يې په تُوره ووژله. او هغه د نورو ښځو په مينځ کښې د عبرت مثال شوه، او سزا په هغې نازله شوه.
11 د هغې خور اوحوليبه دا وليدل خو اوس هغه په شهوت پرستۍ او کنجرتوب کښې د خپلې خور نه ډېره زياته تېزه وه.
12 اسورى مشرانو او آفسرانو او د ښائسته جامو جنګيالو ته او په آسونو سوارو آفسرانو ته، زياته په شوق کښې وه چې ښکلى ځوانان وُو.
13 نو ما وليدل چې هغې هم خپل ځان پليت کړو، او هغوئ دواړه په يوه لاره باندې لاړې.
14 خو هغې خپل کنجرتوب مخکښې جارى وساتلو. هغې د سړو تصويرونه په دېوال وليدل، د څپرکیليانو تصويرونه چې په سور رنګ نقش شوى وُو.
15 هغوئ ملابندونه تړلى وُو او په سرونو يې غټ پټکى تړلى وُو، هغوئ ټولو د څپرکیليانو د جنګى ګاډو د آفسرانو په شان لباس اغوستے وو.
16 څنګه چې هغې هغوئ وليدل، نو هغوئ ته يې ډېر شوق وشو او ورپسې يې څپرکیل ته قاصدان ورولېږل.
17 بيا څپرکیليان راغلل د هغې سره بستره کښې يو ځائ شول، او په خپل شهوت سره يې هغه پليته کړه. وروستو د دې نه چې هغه د دوئ په وجه پليته شوه، هغه د هغوئ نه بېزاره شوه او د هغوئ نه واوړېدله.
18 کله چې هغې په ښکاره توګه خپل کنجرتوب شروع کړو او خپل ځان يې ټولو ته لغړ کړو، زۀ د هغې نه بېزاره شوم او خپل مخ مې ترې نه واړولو لکه څنګه چې ما د هغې د خور نه اړولے وو.
19 خو هغه د پخوا نه هم ډېره زياته کنجره شوه لکه څنګه چې هغه په مِصر کښې د خپلې ځوانۍ په عمر کښې کنجره وه.
20 هغې هلته د خپلو عاشقانو سره شهوت بازى وکړه، د چا شرمګاه چې د خرونو په شان غټ وو او د چا انزال چې د آسونو په شان وُو.
21 نو تۀ د خپلې ځوانۍ د هغه مستۍ بيا خواهشمنده يې، لکه څنګه چې ستا په پېغلتوب کښې پردو سړو په مِصر کښې ستا د سينو سره لوبې وکړې.“
22 نو په دې وجه، اے اوحوليبه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”زۀ به ستا عاشقان ستا خلاف راپاڅوم، د چا نه چې تۀ اوړېدلې يې او نفرت ترې کوې، او زۀ به هغوئ ستا خلاف د هرې خوا نه راولم.
23 څپرکیليان او ټول د فقود او د شوع او د کوع خلق او هغوئ سره به ټول اسوريان، ښکلې ځوانان سړى، ټول آفسران او حاکمان، د جنګى ګاډو آفسران او د اوچت مقام خلق ټول په آسونو سوارۀ ستا خلاف راولم.
24 هغوئ به ستا خلاف د وسلو، جنګى ګاډو او ريړو او د ډېرو خلقو او لوئ لښکر سره راشى. هغوئ به ستا خلاف هرې خوا ته مورچه شى او د لويو او وړو ډالونو او جنګى ټوپۍ په سر به په تا حمله وکړى. او زۀ به تا هغوئ ته د سزا دپاره حواله کړم. او هغوئ به د خپل قانون په مطابق تاسو له سزا درکړى.
25 زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى.
26 هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى.
27 نو زۀ به ستا هغه فحاشى او کنجرتوب ختم کړم کوم چې تا په مصر کښې شروع کړے وو. تۀ به نور دې څيزونو ته د خواهش نظر نۀ کوې او نۀ به مِصر يادوې.
28 نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ تاسو هغه خلقو ته حواله کوم چې تاسو ترې نفرت کوئ، هغوئ ته چا نه چې تاسو په بېزارۍ سره مخ اړولے وو.
29 هغوئ به تاسو سره د نفرت سلوک وکړى او هر هغه څيز به درنه يوسى کوم دپاره چې تاسو محنت کړے دے. تاسو به بربنډ او لغړ پرېږدى، او ستا د زناکارۍ شرم به څرګند شى. ستا فحاشۍ او زناکارۍ
30 دا هر څۀ په تا باندې راوستل، ځکه چې تۀ نورو قومونو پسې بې‌قراره وې او خپل ځان دې د هغوئ په بُتانو پليت کړو.
31 تۀ د خپلې خور په لار لاړې، نو زۀ به د هغې پياله ستا په لاس کښې کېږدم.
32 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده.
33 تۀ به په خفګان او نشه اخته شې، د تباهۍ او د دهشت پيالۍ، يعنې ستا د خور سامريې پيالۍ.
34 تۀ به دا وڅښې او تشه به يې کړې، او په ماتو شوو ټوکړو به يې شخوند ووهې او خپله سينه به د غم نه ووهې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.
35 نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د کله نه چې تا زۀ هېر کړے يم او وروستو خپل شا ته دې غورزولے يم، په دې وجه تۀ به خامخا د خپلې شهوت پرستۍ او زناکارۍ سزا وزغمې.“
36 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د اوحوله او اوحوليبه عدالت وکړې؟ نو هغوئ تۀ د هغوئ حرام کارونه مخامخ کړه.
37 ځکه چې هغوئ زنا وکړه او د هغوئ لاسونه په وينو سرۀ دى. هغوئ خپلو بُتانو سره زنا وکړه، تر دې چې هغوئ خپل زامن هم بُتانو ته د خوراک دپاره قربانى کړل، کوم چې هغوئ زما دپاره پېدا کړى وُو.
38 هغوئ ما سره هم دا وکړل چې، په هم هغه وخت کښې هغوئ زما مقدس کور پليت کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه.
39 په هغه ورځ چې هغوئ خپل ماشومان خپلو بُتانو ته قربانى کړل، نو په هغه ورځ هغوئ زما مقدس کور ته ننوتل او د دې بې‌حرمتى يې وکړه. دا هغه څۀ دى چې هغوئ زما کور کښې وکړل.
40 تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو.
41 بيا تۀ په شانداره صوفې کښېناستلې چې مېز يې په مخکښې پروت وو په کوم چې تا هغه خوشبو او تېل اېښى وُو چې زما وُو.
42 د ګڼو خلقو شور د هغې سره نزدې وو، تر دې چې مست او عياش خلق يې د صحرا نه راوستل او هغوئ دغه دواړو خوېندو ته په مټو کښې بنګړى واچول او ښکلى تاجونه يې ورته په سر کړل.
43 نو ما بيا د هغه چا په حقله ووئيل څوک چې د زناکارۍ په وجه ستړې شوې وه، اوس پرېږده چې هغوئ دا لکه د يو کنجرۍ په شان استعمال کړى، ځکه چې هغه هم داسې ده.
44 او هغوئ د هغې سره زنا وکړه. لکه څنګه چې سړے د زناکارې سره څملى، نو هغوئ د هغه بې‌حيا ښځو اوحوله او اوحوليبه سره څملاستل.
45 خو صادقان به هغوئ ته د هغو ښځو سزا ورکړى څوک چې زنا او قتل کوى، ځکه چې هغوئ زناکارې دى او لاسونه يې په وينو سرۀ دى.“
46 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د هغوئ خلاف لوئ لښکر راوله او هغوئ يرې او لوټ مار ته حواله کړه.
47 د هغوئ دشمنان به هغوئ سنګسار کړى او په تُوره به يې ووژنى، هغوئ به د دوئ زامن او لوڼه مړۀ کړى او د هغوئ کورونه به وسوزوى.
48 نو زۀ به په دې مُلک کښې شهوت پرستى ختمه کړم، او ټولو ښځو ته به تنبيه مِلاو شى او هغوئ به نور ستا په نقش قدم نۀ ځى.
49 تاسو به د خپلې شهوت پرستۍ دپاره سزا وزغمئ او د خپلې بُت پرستۍ د ګناهونو سزا به برداشت کړئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“