حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 20

د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو.
2 نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
3 ”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى.
4 اے بنى آدمه، ولې تۀ غواړې چې د هغوئ عدالت وکړې؟ نو کۀ تۀ داسې کوې نو بيا هغوئ ته د هغوئ د پلار نيکۀ حرام کارونه وروښايه.
5 او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په کومه ورځ چې ما بنى اِسرائيل غوره کړل، ما د يعقوب د اولاد سره قسم وکړو او خپل ځان مې هغوئ ته په مِصر کښې ښکاره کړو. په قسم سره ما هغوئ ته وفرمائيل، زۀ ستاسو مالِک خُدائ پاک يم.
6 په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.
7 او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.
8 خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.
9 خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.
10 نو په دې وجه هغوئ ما د مِصر نه راوويستل او بيابان ته مې راوستل.
11 ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.
12 ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.
13 خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بې‌عزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.
14 بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.
15 خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،
16 په دې وجه چې هغوئ زما شريعت رد کړو او زما د حکمونو پيروى يې ونۀ کړه او زما د سبت سپکاوے يې وکړو. ځکه چې د هغوئ زړونه خپلو بُتانو ته وقف شوى وُو.
17 خو بيا هم ما دوئ ته د رحم په سترګه وکتل او تباه مې نۀ کړل او نۀ مې هلته په صحرا کښې ختم کړل.
18 ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ.
19 زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ.
20 زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.
21 خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.
22 خو ما خپل لاس ترې ونيولو، بلکې د خپل نوم د خاطره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.
23 خو ما هم په صحرا کښې دوئ سره قسم وخوړلو چې زۀ به هغوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ کړم،
24 ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې.
25 ما هغوئ فضول قانون او اصُولو ته حواله کړل کوم چې د ژوند طرف ته نۀ وُو روان.
26 ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
27 نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه.
28 کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.
29 ما بيا هغوئ ته وفرمائيل، نو دا کوم اوچت ځائ دے چرته چې تاسو ځئ؟ تر نن ورځې پورې ورته بامه يعنې اوچت ځائ وائى.
30 په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې ولې تاسو خپل ځانونه پليتوئ لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ کړى وُو او د هغه ناپاکه بُتانو سره په زنا کولو خپل ځانونه ګمراه کوئ؟
31 کله چې تاسو خپلې نذرانې پېش کړئ او خپل زامن په اور قربانى کړئ او تاسو خپل ځانونه تر نن ورځې پورې په خپلو ټولو بُتانو پليتوئ، نو ولې زۀ تاسو، اے د بنى اِسرائيلو قومه، پرېږدم چې زما په حقله معلومات وکړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو پرې نۀ ږدم چې زما معلومات وکړئ.
32 تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“
33 ”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم.
34 زۀ به په خپل زورَور او غزېدلى لاس او راپارېدلى غضب سره تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوى وئ.
35 زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم.
36 لکه څنګه چې ما ستاسو د پلار نيکۀ د مِصر په بيابان کښې عدالت کړے وو، نو هم هغه شان به زۀ ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
37 چې زۀ به ستاسو سره حساب کوم چې تاسو خپل لوظ پوره کړے دے کۀ نه.
38 زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
39 تر څو پورې چې ستاسو خبره ده اے د بنى اِسرائيلو قومه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو ټول لاړ شئ او د خپلو بُتانو عبادت وکړئ، خو د دې نه وروستو به تاسو په يقين سره ما ته غوږ ونيسئ او په خپلو نذرانو او د بُتانو په وجه به نور زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوئ.
40 زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه.
41 زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم.
42 نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم کله چې زۀ تاسو د بنى اِسرائيلو مُلک ته واپس راولم، هغه مُلک ته چې ما په اوچتو لاسونو ستاسو پلار نيکۀ ته د ورکولو قسم کړے وو.
43 نو هلته به تاسو ته خپل ټول چال چلن او عملونه درياد شى د کومو په کولو چې تاسو خپل ځان پليت کړے دے، او د خپل ځان نه به نفرت کوئ د هغه اعمالو په وجه کوم چې تاسو کړى دى.
44 تاسو به په دې پوهه شئ ‎چې زۀ مالِک خُدائ يم، اے د بنى اِسرائيلو قومه، کله چې زۀ تاسو سره د خپل نوم د خاطره نرم سلوک وکړم او ستاسو د خرابو کارونو او ستاسو د غلطو اعمالو په مطابق سلوک ونۀ کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
45 نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
46 ”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه.
47 جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى.
48 هر يو به يې وګورى چې ما مالِک خُدائ دا اور لګولے دے، دا به مړ نۀ شى.“
49 بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“