حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 35

د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2 ”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه
3 او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د سعير غره زۀ ستا خلاف يم، او زۀ به ستا خلاف خپل لاس دروغزوم او تا به وران ويجاړ کړم.
4 زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
5 په هغه وخت کښې کله چې ما بنى اِسرائيلو له آخرى سزا ورکوله، نو ستاسو دائمى نفرت هغوئ قصابخانې ته ورسول، په هغه وخت کله چې په هغوئ افت نازل شوے وو.
6 نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى.
7 زۀ به د سعير غر وران ويجاړ کړم او څوک هم چې په دې ځى راځى ټول به مړۀ کړم.
8 زۀ به ستا غرونه د مړو نه ډک کړم، هغه څوک چې په تُوره مړۀ شوى دى، ستا په غونډو او ستا په درو او ستا په ټولو ګړنګونو کښې به پراتۀ وى.
9 زۀ به تا د تل دپاره خالى کړم، او ستا ښارونه به بيا آباد نۀ شى. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
10 ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم،
11 نو په دې وجه زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو سره د هغه قهر او کينې په مطابق سلوک وکړم، کوم چې تاسو د هغوئ نه په نفرت کولو کښې ښکاره کړو او زۀ به خپل ځان د هغوئ په مينځ کښې څرګند کړم کله چې زۀ ستاسو عدالت کوم.
12 نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو.
13 تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.
14 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې ټوله دُنيا د خوشحالۍ نه خوند اخلى، زۀ به تاسو شاړ کړم.
15 ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“