اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 8

کله چې سموئیل زوړ شو خپل زامن یې د قاضیانو په توګه د اسراییلو دپاره وټاکل.
2 د هغه د مشر زوی نوم یوئیل او د کشر زوی نوم ابیاه ؤ. هغوی په بئرشبع کې قاضیان وو.
3 خو هغوی د خپل پلار په لار روان نه وو. د هغوی شوق صرف پیسې پیدا کول ؤ، نو رشوت به یې اخیست او انصاف به یې تر پښو لاندې کاوه.
4 نو د اسراییلو ټول سپین ږیري سره راغونډ شول او رامې ته لاړل، ترڅو د سموئیل سره وګوري.
5 سموئیل ته یې وویل: <ګوره، ته زوړ شوی یې او ستا زامن ستا په لاره نه ځي. اوس زمونږ دپاره پادشاه وټاکه چې په مونږ باندې حکومت وکړي ترڅو مونږ هم د نورو ټولو قومونو په شان پادشاه ولرو.>
6 سموئیل د هغوی په دې غوښتنه خوشاله نه ؤ. نو هغه څښتن ته دعا وکړه.
7 څښتن هغه ته وویل: <سموئیله! هرڅه چې قوم در نه غواړي هماغسې وکړه. هغوی ته نه یې رد کړی، بلکه زه یې د خپل پادشاه په توګه رد کړی یم.
8 د هغه وخت څخه چې ما دوی د مصر څخه راوویستل، زه یې پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت یې وکړ. هغوی اوس ستا سره هغه کار کوي کوم چې هغوی تل زما سره کړی دی.
9 نو بیا څه چې هغوی در نه غواړي هماغسې وکړه، مګر هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړه او ورته وښایه چې پادشاهان به د دوی سره څنګه رویه کوي.>
10 سموئیل د څښتن ټولې خبرې هغه خلکو ته بیان کړې چې د هغه څخه یې د پادشاه غوښتنه کړې وه.
11 سموئیل څرګنده کړه: <ستاسو پادشاه به ستاسو سره داسې رویه وکړي: هغه به ستاسو زامن واخلي او د هغو څخه به عسکر جوړ کړي. ځینې به یې په جنګي ګاډیو کې خدمت کوي، نور به د هغه سپاره عسکر وي او ځینې به د هغه د ګاډیو په مخکې ځغلي.
12 ځینې به د زر کسیزه ډلې او ځینې به د پنځوس کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي. ستاسو زامن به د پادشاه ځمکه قلبه کوي، د هغه حاصلات به راغونډوي او د وسلې او د جنګي ګاډیو دپاره به سامان جوړوي.
13 هغه به ستاسو لورګانې بوځي او هغه ته به عطر جوړوي، پخلی به ورته کوي او ډوډۍ به ورته پخوي.
14 هغه به ستاسو څخه ډېر ښه پټي او د انګورو او زیتونو باغونه واخلي او خپلو افسرانو ته به یې ورکړي.
15 هغه به ستاسو د غلو دانو او انګورو لسمه برخه واخلي او خپلو درباریانو او افسرانو ته به یې ورکړي.
16 هغه به ستاسو څخه غلامان، وینځې او ستاسو ډېرې ښې پادې او خره د خپل کار دپاره واخلي.
17 هغه به ستاسو د رمو څخه لسمه برخه اخلي او تاسو په خپله به د هغه غلامان شئ.
18 هغه ورځ به راشي کله چې تاسو د خپل پادشاه له لاسه چې د خپل ځان دپاره مو غوره کړی دی سخت شکایتونه وکړئ. خو څښتن به ستاسو شکایتونو ته غوږ ونه نیسي.>
19 مګر قوم د سموئیل د خبرو د اورېدلو څخه انکار وکړ او ویې ویل: <نه! مونږ پادشاه غواړو.
20 مونږ هیله لرو چې د نورو ټولو قومونو په شان شو. پادشاه به په مونږ باندې حکومت وکړي او په جګړې کې به زمونږ لارښوونه کوي.>
21 سموئیل د هغوی خبرې واورېدلې، بیا یې دا هرڅه څښتن ته وړاندې کړل.
22 څښتن ځواب ورکړ: <څه چې دوی غواړي هغه وکړه، ورته یو پادشاه وټاکه.> بیا سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل: <هر یو دې خپل کور ته لاړ شي.>