اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 10

نو سموئیل د زیتونو د تېلو بوتل راواخیست او د شائول په سر یې تېل توی کړل، هغه یې ښکل کړ او ویې ویل: <ته څښتن د خپل قوم اسراییلو د مشر په توګه وټاکلې. ته به د هغه په خلکو پادشاهي کوې او د ټولو ګېرچاپېره دښمنانو نه به یې وژغورې. دا هغه نښه ده چې ته څښتن غوره کړی یې چې د هغه د خلکو پادشاه شې:
2 نن کله چې ته لاړ شې نو د بنیامین په سیمه یعنې په صلصح کې به د راحیل د قبر تر څنګه د دوه سړیو سره مخامخ شې. هغوی به تاته ووایي: هغه خرې چې ته د هغو د لټولو دپاره تللی وې پیدا شوې دي، اوس ستا پلار د خرو خبره پریښې ده او ستاسو دپاره اندېښنه کوي. هغه وایي: د خپل زوی په باره کې څه وکړم؟
3 بیا به له هغه ځایه لاړ شې ترڅو هغه غټې د څېړۍ ونې ته چې په تابور کې دی ورسېږې. هلته به د دریو سړیو سره مخامخ شې چې خدای ته د عبادت کولو دپاره بیت ئیل ته روان دي. د یو سره به درې سېرلي، د بل سره درې ډوډۍ او د دریم سره به د شرابو ژی وي.
4 هغوی به تاته سلام ووایي او تاته به دوه ډوډۍ درکړي، ته باید هغه قبولې کړې.
5 وروسته له هغې به په جبعه کې د خدای د عبادت غونډۍ ته لاړ شې چې هلته د فلسطینیانو پوځي پوسته ده. د ښار په دروازه کې به ته د نبیانو له یوې ډلې سره مخامخ شې چې د غونډۍ څخه راکوزیږي. نبیان به په جذبه کې نبوت کوي او نور خلک به د هغوی په وړاندې رڅپرکی، چمبه او شپېلۍ غږوي.
6 د څښتن روح به ناڅاپه په تا باندې نازل شي او ته به په ګډه د نبیانو سره نبوت کوې. ته به هغه شان نه یې لکه څنګه چې مخکښې وې.
7 هرکله چې دې دغه نښې ولیدلې هرڅه چې ته یې ښه ګڼې هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره دی.
8 زما څخه مخکې جلجال ته لاړ شه. زه به درشم چې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړم. مګر ته باید اووه ورځې هلته انتظار وباسې ترڅو زه راشم او تاته ووایم چې څه وکړې.>
9 څنګه چې شائول د سموئیل څخه رخصت شو، خدای د شائول شخصیت بدل کړ. هغه ټولې نښې په هماغه ورځ پوره شوې.
10 کله چې شائول او د هغه نوکر جبعې ته ورسېدل، شائول د نبیانو د یوې ډلې سره مخامخ شو. د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او د هغوی سره یې یوځای په نبوت پیل وکړ.
11 هغو خلکو چې هغه یې له پخوا څخه پېژانده ویې لیدل چې هغه نبوت کوي. یو د بل څخه یې پوښتنه وکړه: <د قیس په زوی شائول باندې څه وشول؟ آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟>
12 د هغه ځای یو اوسېدونکي پوښتنه وکړه: <د دې نورو نبیانو په هکله څه وایئ، ستاسو په فکر د هغوی پلرونه څوک دي؟> نو دا یو متل شو: <آیا شائول هم د نبیانو څخه دی؟>
13 وروسته له دې چې شائول نبوت پای ته ورساوه هغه د عبادت ځای ته وخوت.
14 څه موده وروسته چې د شائول کاکا هغه او د هغه نوکر ولیدل د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <تاسو چېرې وئ؟>شائول ځواب ورکړ: <خرې مو لټولې خو چې کله هغه مو پیدا نه کړې، نو سموئیل ته ورغلو.>
15 د شائول کاکا پوښتنه وکړه: <هغه تاسو ته څه وویل؟>
16 شائول ځواب ورکړ: <سموئیل مونږ ډاډه کړو چې خرې پیدا شوې دي.> مګر شائول هغه څه چې سموئیل د ده د پادشاه کېدو په اړه ویلي وو خپل کاکا ته څه ونه ویل.
17 سموئیل د اسراییلو قوم په مصفې کې د څښتن حضور ته راغونډ کړ
18 او ورته ویې ویل: <د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ او تاسو مې د مصریانو او د ټولو هغو قومونو څخه وژغورلئ چې په تاسو باندې یې ظلم کاوه.
19 مګر تاسو نن خپل خدای چې تاسو یې د ټولو مصیبتونو او سختیو څخه ژغورلي یاست، ردوئ او ورته وایئ چې مونږ ته پادشاه راکړه چې په مونږ باندې حکومت وکړي. ډېر ښه، نو اوس د خپلو قبیلو او خېلونو سره د څښتن په مخکې حاضر شئ.>
20 کله چې سموئیل د اسراییلو ټولې قبیلې د څښتن حضور ته راټولې کړې، د بنیامین قبیله یې د پچې په ذریعه غوره کړه.
21 بیا هغه د بنیامین قبیله د هغې د خېلونو سره وړاندې راوستله او د مطري خېل وټاکل شو. په پای کې د قیس زوی شائول غوره کړای شو، خو کله چې هغوی شائول ولټاوه هغه پیدا نه شو.
22 هغوی د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا هغه سړی تر اوسه دلته راغلی دی؟>څښتن وویل: <هو، هغه خپل ځان د بارونو په منځ کې پټ کړی دی.>
23 نو دوی په منډه لاړل، هغه یې راوست او څنګه چې هغه د خلکو په منځ کې ودرېد نو قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ.
24 سموئیل ټول قوم ته وویل: <دا هغه سړی دی چې څښتن غوره کړی دی، زمونږ په منځ کې د هغه په شان هیڅوک نشته.>خلکو چیغې کړې: <ژوندی دې وي پادشاه!>
25 سموئیل قوم ته د پادشاهۍ حقوق او فرایض بیان کړل. هغه یې په سند کې ولیکل او سند یې د عبادت په ځای کې کېښود. وروسته یې هر یو خپل کور ته رخصت کړ.
26 شائول هم خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ لاړ او د هغه سره ځینې زړور سړي چې خدای د هغوی زړونه بدل کړي وو لاړل.
27 مګر ځینو بېکاره خلکو وویل: <دغه سړی به څنګه مونږ وژغوري؟> هغوی شائول ته په سپکه سترګه وکتل او هغه ته یې سوغاتونه رانه وړل، مګر شائول غلی پاتې شو.