اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 1

یو سړی چې القانه نومېده او د افرایم د قبیلې څخه ؤ، د افرایم د غرنۍ سیمې په رامه کې اوسېده. پلار یې یروحام او نیکه یې الیهو ؤ. الیهو د توحو زوی او د صوف د کورنۍ څخه ؤ.
2 القانه دوه ښځې درلودلې، د یوې نوم حنا او د بلې نوم فنینه ؤ. فنینې اولادونه درلودل خو حنا اولاد نه درلود.
3 القانه به هر کال د مطلق قادر څښتن د عبادت او د قربانۍ د ادا کولو دپاره د خپل ښار څخه شیلوه ته تله. د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس هلته د څښتن کاهنان وو.
4 په کومه ورځ به چې القانه قرباني کوله، نو هغه به د غوښې یوه برخه خپلې ښځې فنینې ته او یوه یوه برخه به یې د هغې ټولو زامنو او لورګانو ته ورکوله.
5 څرنګه چې حنا پرې ګرانه وه، که څه هم هغې اولاد نه درلود، خو هغې ته به یې د یوې برخې څخه زیاته غوښه ورکوله.
6 د هغې بنې فنینې به هغه ځوروله او سپکوله به یې، ځکه چې څښتن هغه شنډه کړې وه.
7 هر کال به داسې کېدل، چې کله به حنا د څښتن کور ته تلله نو د هغې بنې فنینې به هغه دومره خفه کوله تر دې پورې چې هغې به ژړل او هیڅ شی به یې نه خوړل.
8 د هغې میړه القانه به له هغې څخه پوښتنه کوله: <ای حنا، ولې ژاړې؟ ولې څه نه خورې؟ ولې همېشه دومره خفه یې؟ آیا زه د ستا دپاره د لسو زامنو څخه ښه نه یم؟>
9 یو ځل کله چې هغوی په شیلوه کې د څښتن په کور کې د خوړلو او څښلو څخه وزګار شول، حنا پاڅېده. په دې وخت کې عیلي کاهن د څښتن د کور په دروازه کې په خپلې چوکۍ باندې ناست ؤ.
10 حنا ډېره خفه وه او ډېر سخت یې وژړل او څښتن ته یې دعا وکړه.
11 هغې نذر وکړ او ویې ویل: <ای مطلق قادر څښتنه، که چېرې ته په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دعا قبوله کړې او ماته یو زوی راکړې، نو زه وعده کوم ترڅو چې ژوندی وي هغه به تاته نذرانه کړم او د هغه سر به هیڅکله هم ونه خرایل شي.>
12 حنا د زیات وخت دپاره څښتن ته دعا کوله. عیلي کاهن ورته ځیر شو او ویې لیدل چې د هغې شونډې خوځېدلې.
13 هغې په خپل زړه کې دعا کوله، یوازې د هغې شونډې خوځېدلې خو اواز یې نه اورېدل کېده. نو عیلي ګمان کاوه چې هغه نېشه ده.
14 او هغې ته یې وویل: <ترڅو پورې به نېشه یې؟ شراب دې پرېږده.>
15 حنا ځواب ورکړ: <نه، باداره، زه نېشه نه یم. زه هغه ښځه یم چې ډېر کړاونه مې ګاللي دي، ما شراب نه دي څښلي، زه خپلې سختۍ د څښتن حضور ته وړاندې کوم.
16 دا فکر مه کوه چې زه خرابه ښځه یم، زه د ډېر غم او خفګان څخه دلته داسې دعا کوم.>
17 عیلي ځواب ورکړ: <په خیر لاړه شه، د اسراییلو خدای دې هغه څه درکړي چې تا ورڅخه غوښتي دي.>
18 هغې وویل: <په خپلې خدمتګارې باندې مهربانه شې.> بیا هغه په خپله لاره روانه شوه، یو څه یې وخوړل او نوره خفه نه وه.
19 القانه او د هغه کورنۍ سبا سهار وختي پاڅېدل، د څښتن عبادت یې وکړ او دوی خپل کور ته چې په رامه کې ؤ بېرته ستانه شول. القانه د خپلې ښځې حنا سره څملاست او خدای د هغې دعا قبوله کړه.
20 څه موده وروسته حنا امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو او په هغه باندې یې سموئیل نوم کېښود. هغې څرګنده کړه: <ځکه چې هغه مې د خدای څخه غوښتی ؤ.>
21 هغه وخت بیا راغی چې القانه او د هغه کورنۍ شیلوه ته لاړل چې څښتن ته کلنۍ قرباني او خپل نذر وړاندې کړي.
22 حنا لاړه نشوه. هغې خپل میړه ته وویل: <کله چې هلک د تي څخه بېل کړای شو زه به هغه د څښتن تعالیٰ کور ته بوځم او هغه به هلته ټول عمر پاتې شي.>
23 القانه هغې ته وویل: <څه چې ستا په نظر کې ښه ښکاري هغه وکړه. ترڅو چې هلک د تي څخه بېلیږي په کور کې پاتې شه، څښتن دې خپله وعده پوره کړي.> نو ښځه هلته پاتې شوه او خپل زوی ته یې شیدې ورکولې.
24 وروسته له هغې چې هغه د تي څخه بېل کړای شو، هلک لا وړوکی ؤ. هغه یې د ځان سره واخیست او د یو درې کلن غویي، لس کیلوګرامه اوړو او د یو ژي د انګورو د شرابو سره یې د څښتن کور ته چې په شیلوه کې ؤ یووړ.
25 کله چې هغوی غویی حلال کړ هلک یې عیلي ته راوست.
26 حنا هغه ته وویل: <ای صاحبه! ستا په نامه باندې قسم خورم چې زه هغه ښځه یم چې دلته ستا په څنګ کې ولاړه وم او څښتن ته مې دعا کوله.
27 ما د همدې ماشوم دپاره دعا کړې وه او څه چې مې د څښتن څخه غوښتی ؤ هغه یې راکړ.
28 نو اوس هغه څښتن ته وقفوم، ترڅو چې هغه ژوندی وي هغه به د څښتن وي.>نو هغوی هلته د څښتن عبادت وکړ.