اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 2

نو حنا دعا وکړه او ویې ویل:<زما زړه کړ څښتن ډک له خوشالۍزیات کړ څښتن ځواک زماخاندمه په خپلو دښمنانو او خوشال یمهځکه وژغورلم خدای زه
2 هیڅوک د څښتن په شانتې پاک نه دينه شته دی بل خدای بې له هغه څخهنه شته بل ساتونکی زمونږ د خدای په شان
3 ډېرې د غرور خبرې مه کوئد خپلې خولې نه د غرور خبرې مه راباسئځکه څښتن دی هغه خدای چې په هرڅه پوهیږيهغه د خلکو په کارونو باندې کړي قضاوت
4 د زورورو لیندې ماتیږيمګر کمزوري قوي کیږي
5 چې وو ماړه د یو مړۍ ډوډۍ دپاره شو مزدورانخو چې وو وږي شو هغوی ماړههغه ښځه چې وه شنډه راوړل اووه یې اولادونهخو شوه کمزورې هغه ښځه چې یې ډېر لرل بچي
6 اخلي ژوند څښتن او ورکوي ژوندونکوزوي ګور ته خلک راپورته کوي یې هم
7 څوک غریبوي او ځینې نور شتمنوي څښتنځینې ټیټوي او ځینې نور سرلوړوي څښتن
8 غریبان پورته کوي د خاورو ځنېمحتاج خلک د بدبختۍ څخه ژغوريهغه دوی د شهزادګانو دوستويخاوندان هغوی د تخت وګرځويځکه چې بنسټ د ځمکې د څښتن دیپه هغې باندې یې ځمکه جوړه کړې
9 ژوند ساتي هغه د خپلو وفاداروخو ورکیږي به تیارو کې بدکارانانسان نه بریالی کیږي په خپل زور
10 ولاړ به شي د منځه هغه څوک مخالفت چې د څښتن کويد اسمان نه به هغه تندر راوارتوي په هغویکړي څښتن به عدالت په دنیا ټولېورکوي به خپل پادشاه لره قوتبریالی به کړي هغه خپل غوره کړي پادشاه>
11 بیا القانه خپل کور ته چې په رامه کې ؤ لاړ، مګر هغه هلک سموئیل په شیلوه کې پاتې شو او د عیلي کاهن تر نظر لاندې یې د څښتن خدمت کاوه.
12 ‏-
13 د عیلي زامن بدکاره وو، هغوی د څښتن درناوی نه کاوه، مذهبي اصول به یې تر پښو لاندې کول. په هغه وخت کې د قوم سره د کاهنانو داسې رواج ؤ چې کله به چا قرباني کوله څه وخت به چې غوښه لا په دېګۍ کې خوټېدله د کاهن نوکر به د درې غاښي پنجې سره راته.
14 هغه به دا پنجه په دېګۍ کې غوټه کوله او هرڅه به چې د پنجې سره راپورته شول هغه به کاهن د خپل ځان دپاره واخیستل. هغوی به د ټولو اسراییلیانو سره چې شیلوه ته راتلل همداسې رویه کوله.
15 برسېره پردې حتیٰ مخکې له دې چې دوی به وازګې سوزولې، د کاهن نوکر به راغی او هغوی چې قرباني کوله ورته ویل به یې: <د کاهن دپاره داسې غوښه راکړه چې کڅپرکی شي، هغه به جوش شوې غوښه قبوله نه کړي بلکه یوازې خامه غوښه به قبوله کړي.>
16 که قرباني کوونکي به ځواب ورکړ: <پرېږده چې اول وازګې وسوزل شي بیا هرڅه چې غواړې وایې خله>، نو د کاهن نوکر به ویل: <نه! اوس یې راکړه او که نه، نو په زور به یې در نه واخلم.>
17 د عیلي د زامنو ګناه د څښتن په نظر کې ډېره لویه وه ځکه چې دوی به هغو قربانیو ته په سپک نظر کتل چې څښتن ته به وړاندې کېدلې.
18 مګر سموئیل به د څښتن خدمت کاوه، په داسې حال کې چې هغه وړوکی ماشوم ؤ او مقدس کتاني پېشبند به یې اغوست.
19 مور به یې هر کال د هغه دپاره یوه وړه چپنه جوړوله او څه وخت چې به د خپل میړه سره د کلنۍ قربانۍ دپاره تلله هغه به یې سموئیل ته ورکوله.
20 عیلي القانه او د هغه ښځې ته برکت ورکاوه او القانه ته به یې ویل: <څښتن دې د دې ښځې څخه تاته نور اولادونه درکړي چې د هغه ځای ونیسي، هغه چې تا څښتن ته وقف کړی دی.> بیا به القانه او حنا خپل کور ته ستنېدل.
21 څښتن حنا ته برکت ورکړ او هغې ته یې نور درې زامن او دوه لورګانې ورکړې. په عین حال کې هغه هلک سموئیل د خدای په خدمت کې لوئیده.
22 په دې وخت کې عیلي ډېر زوړ شوی ؤ او هرڅه چې د هغه زامنو د اسراییلو سره کول هغه اورېدل او دا یې هم اورېدل چې څنګه هغوی د هغو ښځو سره څملاستل چې د مقدسې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه.
23 نو هغوی ته یې وویل: <تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ زه د ټول قوم څخه ستاسو د بدو کارونو په هکله خبرې اورم.
24 نور بس دی، زما زامنو! هغه څه چې د څښتن د قوم له خوا ستاسو په باره کې اورم ښه خبره نه ده.
25 که یو سړی د بل سړي په وړاندې ګناه وکړي نو خدای کولای شي چې د هغه څخه شفاعت وکړي، خو که څوک د څښتن په وړاندې ګناه وکړي نو څوک کولای شي چې د هغه شفاعت وکړي؟> مګر د عیلي زامنو د خپل پلار خبره وانه ورېدله، نو ځکه څښتن وغوښتل چې هغوی ووژني.
26 هغه هلک یعنې سموئیل لوئیده او په څښتن او خلکو باندې ګران ؤ.
27 نو یو نبي عیلي ته راغی او د څښتن له خوا یې دغه پیغام هغه ته راوړ: <کله چې ستا د نیکونو څخه هارون او د هغه کورنۍ د مصر د فرعون غلامان وو خپل ځان مې هغوی ته ښکاره کړ.
28 د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه مې هغه غوره کړ چې زما کاهن شي او زما د قربانۍ ځای ته لاړ شي، هلته خوشبویي وسوزوي او زما په مخکې مقدس پېشبند واغوندي. ما هغوی ته دا حق ورکړ ترڅو د هغه قربانیو یوه برخه د ځان دپاره وساتي چې د قربانۍ په ځای کې سوزیږي.
29 نو ولې زما د هغه قربانیو او نذرانو بې عزتي کوئ هغه چې زه یې د خپل کور دپاره غواړم؟ ولې خپلو زامنو ته زما څخه زیات عزت ورکوې؟ تاسو زما د قوم اسراییلو د ټولو نذرانو د ډېرو ښو برخو په وسیله خپل ځانونه چاغ کړي دي.
30 نو زه د اسراییلو څښتن خدای وایم: ما پخوا وعده کړې وه چې ستاسو کورنۍ او خېلخانه به تل ترتله د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي. مګر اوس وایم زه به داسې نور ونه کړم! هرڅوک چې زما عزت وکړي زه به د هغه عزت وکړم او هرڅوک چې زما بې عزتي کوي هغه به بې عزته کړم.
31 وګوره! داسې وخت به راشي چې زه به ستا د کورنۍ او ستا د خېل ټول ځوانان مړه کړم ترڅو چې ستا په کورنۍ کې هیڅوک هم د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي.
32 ته به پریشانه یې او په بخیلۍ سره به هغه برکتونه ووینې چې زه به یې د اسراییلو نورو خلکو ته ورکړم او ستا په کورنۍ کې به هیڅوک هیڅکله د سپین ږیرتوب عمر ته ونه رسیږي.
33 خو که چېرې څوک ستا په اولادې کې ژوندی پاتې شي او د کاهن په توګه هم زما خدمت کوي، په غم او درد کې به ژوند کوي. ستا ټوله نوره اولاده به په تاوتریخوالي باندې مړه شي.
34 کله چې ستا زامن حفني او فینحاس دواړه په یوه ورځ باندې مړه شي نو دا به تاته څرګنده شي چې څه چې ما ویلي وو هغه به رښتیا شي.
35 زه به داسې یو کاهن د ځان دپاره غوره کړم چې ماته وفادار وي او هغه کارونه سرته ورسوي چې زه یې غواړم. زه به هغه ته اولاده ورکړم او هغه به همېشه زما د غوره شوي پادشاه خدمت کوي.
36 ستا هر یو اولاد چې ژوندی پاتې شي هغه به کاهن ته ورځي، د پیسو او ډوډۍ دپاره به هغه ته سر ټیټوي او زارۍ به ورته کوي چې ماته د کاهن توب کار راکړه ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړم.>