اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 25

هغه وخت راورسېد چې سموئیل مړ شو. ټول اسراییلیان راغونډ شول او د هغه دپاره یې ویر وکړ. هغه یې په رامه کې په خپله ځمکه کې ښخ کړ. وروسته له هغه داود د فاران دښتې ته لاړ.
2 ‏-
3 په هغه ځای کې د کالیب د خېل څخه یو سړی ؤ چې نابال نومېده. هغه د معون د ښار څخه ؤ او د کرمل ښار ته نژدې یې خپله ځمکه درلودله. نابال ډېر شتمن سړی ؤ او درې زره پسونه او زر وزې یې درلودلې. د هغه ښځه ابیجایل ښکلې او هوښیاره وه مګر نابال سخت او بد خویه سړی ؤ.نابال په کرمل کې خپل پسونه سکولودل
4 او داود چې هغه وخت په دښته کې ؤ دا خبره یې واورېدله.
5 نو لس تنه ځوانان یې د دې امر سره واستول چې کرمل ته لاړ شي، نابال پیدا کړي او د ده سلامونه هغه ته ورسوي.
6 داود هغوی ته امر وکړ چې نابال ته ووایي: <خوشاله او ژوندی اوسئ! تاسو ته او ستاسو کورنۍ ته ښه روغتیا غواړم! هغو ټولو ته چې ستاسو سره دي هم روغتیا غواړم!
7 ما واورېدل چې د پسونو د سکولودلو وخت دی. کله چې ستاسو شپانه زمونږ سره وو، مونږ د هغوی سره بده رویه نه وه کړې. ټول وخت چې هغوی په کرمل کې وو د هغوی څخه هیڅ شی ورک نه شو.
8 د خپلو خدمتګارانو څخه پوښتنه وکړئ او دوی به درته ووایي. نن خاصه ورځ ده. له دې کبله زما د ځوانانو سره مهربانه اوسئ. لطف وکړئ څه چې راکولی شئ مونږ او خپل زوی داود ته یې ورکړئ.>
9 د داود نفر راورسېدل او د داود په نوم یې نابال ته پیغام ورکړ. بیا هغوی د ځواب دپاره منتظر شول.
10 نابال د داود خدمتګارانو ته په ځواب کې وویل: <داود څوک دی؟ د یسي زوی څه کار کوي؟ په دې ورځو کې ډېر نوکران د خپلو بادارانو څخه تښتي.
11 آیا هغه ډوډۍ، اوبه او غوښه چې د خپلو پسونو سکولودونکو دپاره مې تیار کړي دي واخلم او هغو خلکو ته یې ورکړم، چې زه یې نه پېژنم د کوم ځای څخه راغلي دي؟>
12 نو د داود خدمتګاران بېرته هغه ته ورغلل او هرڅه چې نابال ویلي وو ورته بیان یې کړل.
13 داود خپلو نفرو ته امر وکړ: <خپلې تورې له ملا وتړئ!> نو دوی خپلې تورې وتړلې او داود خپله توره وتړله. شاوخوا څلور سوه نفره د داود سره لاړل او دوه سوه نفره د لوازمو سره پاتې شول.
14 د نابال د خدمتګارانو څخه یو نفر د نابال ښځې ابیجایل ته وویل: <آیا تا اورېدلي دي؟ داود د دښتې څخه ځینې استازي زمونږ بادار ته رالېږلي وو چې د هغه سلامونه ورته ورسوي مګر نابال دوی سپک کړل.
15 بیاهم د داود سړي زمونږ سره ډېر ښه وو. هغوی زمونږ سره بده رویه نه ده کړې او ټوله موده چې په دښتې کې د هغوی سره نژدې وو زمونږ هیڅ شی ورک نه شو.
16 په ټوله موده کې چې مونږ د دوی تر څنګ رمې څرولې، لکه د دېوال په شان یې شپه او ورځ زمونږ ساتنه کوله.
17 اوس په دې باره کې فکر وکړه او وګوره چې ته څه کولای شې، ځکه چې زمونږ په بادار او د هغه په ټوله کورنۍ باندې مصیبت راروان دی. هغه دومره بد خویه سړی دی چې هیڅوک ورسره خبرې نه شي کولای.>
18 ابیجایل وخت له لاسه ورنه کړ، هغې دوه سوه دانې ډوډۍ، د شرابو دوه ژي، پنځه تیار شوي پسونه، پنځه پیمانې وریتې شوې غلې دانې، د ممیزو سل کلچې او د وچ شویو اینځرو دوه سوه کلچې یې واخیستلې او هغه یې په خرو باندې بار کړې.
19 وروسته بیا هغې خپلو خدمتګارانو ته وویل: <تاسو مخکې لاړ شئ او زه درپسې ځم.> مګر هغې خپل میړه نابال ته څه ونه ویل.
20 هغه په خپل خره باندې سپره وه او د غره لمنې ته راکوزېدله چې ناڅاپه یې داود او د هغه نفر ولیدل چې د هغې خواته راروان وو.
21 داود لږ مخکې ویلي وو: <دا بې فایدې وه چې د دې سړي شتمني مې په دې دښته کې وساتله، چې د هغه هیڅ شی ورک نه شو. هغه د ښو په بدل کې راسره بد وکړل.
22 خدای دې ما ووژني که چېرې زه د سهار څخه مخکې د نابال خلکو څخه آخري نارینه هم ونه وژنم.>
23 کله چې ابیجایل داود ولید، هغه په بیړه د خپل خره څخه راکوزه شوه او د هغه د درناوي په خاطر ځمکې ته ټیټه شوه.
24 هغه د داود پښو ته پرېوتله او ویې ویل: <ای زما باداره، پرېږدئ چې ملامتي یوازې په ما باندې وي. خپلې خدمتګارې ته اجازه ورکړئ چې خبرې درسره وکړم، واورئ چې ستاسو خدمتګاره څه وایي.
25 زما بادار دې دغه بې کاره سړي نابال ته توجه نه کوي، هغه کټ مټ د خپل نوم په شان احمق سړی دی! ای باداره، کله چې ستاسو خدمتګاران راورسېدل زه په هغه ځای کې نه وم.
26 دا څښتن دی چې تاسو یې د خپلو دښمنانو څخه د بدل اخیستلو او وژلو څخه منع کړي یئ. اوس زه تاسو ته د ژوندي څښتن په نوم او ستاسو په سر قسم خورم چې ستاسو دښمنان او هغوی چې غواړي تاسو ته زیان ورسوي لکه د نابال په شان به سزا ومومي.
27 مهرباني وکړئ، دغه سوغات چې تاسو ته مې راوړی دی قبول کړئ او خپلو سړیو ته یې ورکړئ.
28 ای ښاغلیه، هیله لرم کومه خطا چې زما څخه شوې ده هغه راته وبخښئ. څښتن به تاسو او همدارنګه ستاسو اولاده هم پادشاهان کړي، ځکه چې تاسو د هغه دپاره جنګېږئ او ترڅو پورې چې ژوندي یئ، بد کار به ونه کړئ.
29 که چېرې څوک په تاسو باندې حمله وکړي او ستاسو د وژلو هڅه وکړي، ستاسو څښتن خدای به تاسو داسې خوندي وساتي لکه څوک چې د یوې قیمتي خزانې ساتنه کوي. خو ستاسو دښمنان به لېرې ګوزار کړي لکه څنګه چې څوک تیږه په مچنوغزه باندې ګوزاروي.
30 او څه وخت چې څښتن هغه ټول ښه کارونه چې ستاسو سره یې وعده کړې سرته ورسوي او تاسو د اسراییلو مشر وټاکي،
31 نو باداره! ستاسو وجدان به د بې ځایه وژنې یا د بدلې اخیستلو د پښېمانۍ احساس نه کوي. او کله چې څښتن تاسو ته بری درکړي نو ما هېره نه کړئ.>
32 داود ابیجایل ته وویل: <د اسراییلو د څښتن خدای ثناه دې وي چې نن ورځ یې ته زما د لیدلو دپاره راواستولې!
33 ستا د ښه قضاوت دپاره دې د خدای شکر وي چې زه دې نن ورځ د وینې تویولو او زما په خپل لاس د بدلې اخیستلو څخه وساتلم.
34 څښتن پرېنښودم چې تاته زیان ورسوم. مګر زه د اسراییلو د ژوندي خدای په نوم قسم خورم چې که چېرې تا زما د لیدلو دپاره بیړه نه وای کړې، نو تر سهاره پورې به د نابال ټول نارینه وژل شوي وای!>
35 وروسته بیا داود هغه څه قبول کړل چې هغه ته یې راوړي وو او ورته ویې ویل: <په خیر سره خپل کور ته لاړه شه، ستا خبرې مې واورېدلې او ستا غوښتنه مې ومنله.>
36 ابیجایل بېرته نابال ته ورغله، هغه په کور کې ؤ او یوه داسې میلمستیا یې جوړه کړې وه لکه څنګه چې د پادشاه دپاره جوړیږي. هغه نېشه ؤ او خوشاله ؤ. نو هغې تر سبا سهاره پورې ده ته هیڅ څه ونه ویل.
37 نو وروسته له هغې چې نابال په سهار کې د نېشې څخه په حال شو، هرڅه چې پېښ شوي وو، هغې ورته وویل. په هغه باندې د زړه حمله راغله او هغه بېخي فلج شو.
38 نابال لس ورځې په همدې حال کې ؤ او وروسته څښتن د هغه ژوند پای ته ورساوه.
39 کله چې داود واورېدل چې نابال مړ شو، هغه وویل: <د څښتن ثناه دې وي! هغه د نابال څخه زما د سپکاوۍ بدله واخیسته او زه یې د بد کار څخه وساتلم. څښتن نابال ته د خپلو بدیو سزا ورکړه.> وروسته له هغې داود ابیجایل ته پیغام واستاوه او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د ده سره واده وکړي.
40 د هغه خدمتګاران کرمل ته لاړل او ابیجایل ته یې وویل: <داود مونږ تاته رالېږلي یو چې تا د ځان سره بوځو چې د هغه سره واده وکړې.>
41 ابیجایل په ځمکه باندې پړمخې پرېوتله او ویې ویل: <داود ته داسې ووایئ: زه ستاسو وینځه دې ته تیاره یم چې ستاسو خدمت وکړم او ستاسو د خدمتګارانو پښې ووینځم.>
42 هغه ژر پاڅېده او په خپل خره باندې سپره شوه. پنځه وینځې یې ورسره روانې شوې، هغه د داود د خدمتګارانو سره لاړله او په دې توګه د هغه ښځه شوه.
43 همدارنګه داود د اخینوعم سره چې د یزرعیل څخه وه هم واده کړی ؤ او دوی دواړه د هغه ښځې شوې.
44 خو شائول خپله لور میکال چې د داود ښځه وه فلتي د لایش زوی ته چې د جلیم څخه ؤ ورکړه.