اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 23

یوه ورځ داود ته خبر ورسېد چې فلسطینیانو د قعیلې په ښار باندې حمله کړې ده او درمندونه لوټوي.
2 نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه لاړ شم او په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟>څښتن ځواب ورکړ: <هو، په هغوی باندې حمله وکړه او قعیله وژغوره.>
3 مګر د داود نفرو هغه ته وویل: <مونږ دلته په یهودا کې وېرېږو، نو که د فلسطینیانو د ځواکونو مقابلې دپاره قعیلې ته لاړ شو نو زمونږ وېره به نوره هم زیاته شي.>
4 داود یو ځل بیا د څښتن څخه پوښتنه وکړه او څښتن هغه ته ځواب ورکړ: <قعیلې ته لاړ شه ځکه چې زه به فلسطینیان تاته تسلیم کړم.>
5 نو داود د خپلو سړیو سره قعیلې ته لاړ او د فلسطینیانو په ځواکونو باندې یې برید وکړ. د هغو څخه یې زیات ووژل او د هغوی څاروي یې یوړل. په دې ډول داود د قعیلې ښار وژغوره.
6 کله چې ابیاتار د اخیملک زوی وتښتېد او په قعیله کې د داود سره یوځای شو، مقدس پېشبند یې له ځان سره راوړ.
7 شائول ته خبر ورسېد چې داود قعیلې ته تللی دی، هغه وویل: <خدای هغه ماته راتسلیم کړ. داود خپل ځان د دېوال او د قوي دروازو په لرونکي ښار کې کلابند کړی دی.>
8 نو شائول خپل ټول ځواکونه د جګړې دپاره راوغوښتل چې قعیلې ته لاړ شي او داود او د هغه سړي محاصره کړي.
9 کله چې داود واورېدل چې شائول په هغه باندې د حملې کولو نیت لري، هغه ابیاتار کاهن ته وویل: <مقدس پېشبند دلته راوړه.>
10 داود دعا وکړه: <ای څښتنه! د اسراییلو خدایه، ما اورېدلي دي چې شائول نیت لري چې قعیلې ته راشي او ښار زما یعنې ستا د غلام په خاطر له منځه یوسي.
11 آیا د قعیلې ښاریان به ما شائول ته وسپاري؟ آیا لکه څنګه چې مې اورېدلي دي شائول به په رښتیا سره راشي؟ ای څښتنه، د اسراییلو خدایه، زه تاته زاري کوم چې ځواب راکړه!>څښتن ځواب ورکړ: <شائول به راشي.>
12 داود پوښتنه وکړه: <آیا د قعیلې ښاریان به ما او زما سړي شائول ته وسپاري؟>څښتن وویل: <هغوی به تاسو وسپاري.>
13 نو داود او د هغه سړي چې شمېر یې شپږسوه تنه وو د قعیلې څخه لاړل او د یو ځای څخه به بل ځای ته تلل. کله چې شائول ته خبر ورسېد چې داود د قعیلې څخه تښتېدلی دی، نو هغه خپل د تګ پلان پرېښود.
14 داود د زیف د دښتې په غرنۍ سیمه کې په محفوظو ځایونو کې اوسېده. شائول تل هڅه کوله چې هغه پیدا کړي، مګر خدای داود هغه ته په لاس نه ورکاوه.
15 کله چې داود په حورش کې د زیف په دښته کې ؤ، هغه پوه شو چې شائول د هغه د وژلو دپاره راوتلی دی.
16 د شائول زوی یوناتان حورش ته د داود لیدلو له ورغی او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې خدای ستا مل دی.
17 یوناتان وویل: <مه وېرېږه، زما پلار به ونه شي کولی چې تا پیدا کړي. ته به په اسراییلو باندې پادشاه شې او زه به په رتبه کې ستا نه دوهم یم، زما پلار شائول هم په دې باندې پوهیږي.>
18 هغوی دواړو د څښتن په حضور کې تړون وکړ. وروسته بیا یوناتان کور ته لاړ مګر داود په حورش کې پاتې شو.
19 د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او ورته ویې ویل: <داود زمونږ په سیمه کې، په حورش کې د حخیله په غره کې چې د یهودا د دښتې په جنوب کې پروت دی، پټ شوی دی.
20 اعلیحضرته! اوس نو کله چې ستاسو خوښه وي راشئ او مونږ د دې مسئولیت په غاړه لرو چې هغه تاسو ته وسپارو.>
21 شائول ځواب ورکړ: <څښتن دې تاسو ته برکت درکړي ځکه چې تاسو په ما باندې ډېره مهرباني کوئ.>
22 شائول زیاته کړه: <لاړ شئ، نور تیاری هم ونیسئ او معلومه کړئ چې داود د عادت له مخې چېرته ځي او چا دی په هغه ځای کې لیدلی دی. ما اورېدلي دي چې هغه ډېر مکرجن دی.
23 د هغه د پټېدلو ټول ځایونه معلوم کړئ او د واضیح معلوماتو سره بېرته ماته راشئ. وروسته له هغې به زه ستاسو سره لاړ شم، که چېرې د یهودا د سیمې په هر خېل کې وي زه به یې پیدا کړم.>
24 نو دوی رخصت شول او د شائول څخه مخکې زیف ته لاړل. داود او د هغه نفر د معون په دښته کې وو یعنې د یهودا د دښتې د جنوبي برخې په یوې درې کې.
25 شائول او د هغه نفرو په لټولو شروع وکړه، کله چې داود ته په دې هکله خبر ورسېد هغه یو لوی ګټ ته چې د معون په دښته کې ؤ لاړ او هلته پاتې شو. کله چې شائول دا واورېدل، داود پسې د معون دښتې ته لاړ.
26 شائول د یو غره یوه اړخ ته او داود او د هغه سړي د غره بل اړخ ته تلل او بیړه یې کوله چې د شائول څخه وتښتي. څنګه چې شائول او د هغه ځواکونه داود او د هغه سړیو ته نژدې کېدل چې دوی ونیسي،
27 یو استازی شائول ته راغی او ویې ویل: <ژر راشه! فلسطینیانو زمونږ په خاورې یرغل کړی دی.>
28 نو شائول د داود تعقیبول پرېښودل او لاړ چې د فلسطینیانو سره وجنګیږي. له دې کبله دا ځای د تېښتې د ګټ په نوم یاد شو.
29 داود لاړ او د عین جدي په محفوظ ځای کې اوسېده.