اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 3

په هغو ورځو کې چې سموئیل د عیلي تر لارښودنې لاندې د څښتن خدمت کاوه د څښتن له طرفه پیغامونه او رویاګانې ډېرې لږې وې.
2 یوه شپه عیلي چې سترګې یې ډېرې کمزورې شوې وې او په سختۍ سره یې لیدلی شول په خپل ځای کې ویده ؤ.
3 څراغ لا مړ شوی نه ؤ خو سموئیل د خدای په کور کې ویده ؤ او هلته د خدای د لوظ سپېڅلی صندوق ایښودل شوی ؤ.
4 په دغه وخت کې څښتن غږ وکړ: <سموئیله! سموئیله!>سموئیل ځواب ورکړ: <زه دلته یم.>
5 هغه عیلي ته ورمنډه کړه او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>مګر عیلي ځواب ورکړ: <ما غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.> نو هغه لاړ او څملاست.
6 څښتن بیا ورباندې غږ وکړ: <ای سموئیله!> او سموئیل راپاڅېده، عیلي ته ورغی او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>عیلي وویل: <ای زما زویه، ما تاته غږ نه دی کړی، بېرته لاړ شه او څمله.>
7 سموئیل لا تر دې وخته پورې څښتن نه پېژنده یعنې د څښتن پیغام ورته نه ؤ رسېدلی.
8 څښتن د دریم ځل دپاره په سموئیل باندې غږ وکړ. سموئیل پاڅېد، عیلي ته ورغی او ویې ویل: <تا ماته غږ وکړ، زه دلته یم.>نو بیا عیلي پوه شو چې څښتن په هلک باندې غږ کوي.
9 نو بیا عیلي سموئیل ته وویل: <لاړ شه، څمله او که چېرې هغه غږ وکړ ووایه: خبره وکړه ای څښتنه، ځکه ستا غلام یې اوري.> نو سموئیل لاړ او په خپل ځای کې څملاست.
10 څښتن راغی، ودرېد او د مخکې په شان یې غږ وکړ: <ای سموئیله! ای سموئیله!>سموئیل وویل: <خبره وکړه ځکه چې ستا غلام یې اوري.>
11 څښتن هغه ته وویل: <زه به اوس د اسراییلو په قوم باندې داسې کار وکړم چې هغه به ډېر هیبتناکه وي او هرڅوک یې چې واوري هغه به هک حیران شي.
12 زه به هغه ټولې خبرې چې د عیلي د کورنۍ په ضد مې کړې دي د اول نه تر اخره پورې سرته ورسوم.
13 ما پخوا هغه ته ویلي وو چې زه به تر ابده پورې د هغه کورنۍ ته سزا ورکوم په دې خاطر چې زامنو یې زما په ضد کفر ویلی دی. عیلي پوهېده چې هغوی دا کار کوي خو د هغوی مخنیوی یې نه کاوه.
14 له دې کبله د عیلي د کورنۍ دپاره مې قسم خوړلی چې د هغه د کورنۍ ګناه به هیڅکله د قربانۍ او یا نذرانو په ورکولو سره لېرې نه شي.>
15 سموئیل تر سبا پورې پروت ؤ او بیا هغه پاڅېده او د څښتن د کور دروازې یې خلاصې کړې. هغه ووېرېده چې عیلي ته د خپلې رویا په باره کې ووایي.
16 مګر عیلي په هغه باندې غږ وکړ او ویې ویل: <ای سموئیله! زما زویه!>سموئیل ځواب ورکړ: <زه دلته یم.>
17 عیلي پوښتنه وکړه: <څښتن تاته څه وویل؟ زما څخه یې مه پټوه، که چېرې هغه څه چې خدای تاته ویلي دي ماته ونه وایې نو خدای دې تاته سخته سزا درکړي.>
18 نو سموئیل هغه ته هرڅه وویل، د هغه څخه یې هیڅ شی پټ نه کړ. عیلي وویل: <هغه څښتن دی. هرڅه چې د هغه په نظر کې ښه ښکاري هغه دې وکړي.>
19 سموئیل لوئیده او څښتن د هغه سره ؤ. هرڅه وړاندوینه به یې چې کوله هغه رښتیا کېدله.
20 ټول اسراییلیان د دان څخه په شمال کې او تر بئرشبع په جنوب کې په دې پوه شول چې سموئیل په رښتیا سره د څښتن نبي شو.
21 څښتن به په شیلوه کې سموئیل ته ځان ښکاره کاوه او خپل پیغام به یې ورته رساوه.