اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 18

وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شائول سره پای ته ورسولې، د شائول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو.
2 له هماغې ورځې څخه شائول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل پلار کور ته لاړ شي.
3 یوناتان د داود سره د ملګرتوب تړون وکړ ځکه چې د هغه سره یې د خپل ځان په شان مینه کوله.
4 یوناتان هغه چپنه چې په تن کې یې وه وویستله او داود ته یې ورکړه، خپلې زغرې، حتیٰ خپله توره، لینده او کمربند یې هم هغه ته ورکړل.
5 هر چېرته چې به شائول داود د هر کار دپاره لېږه هغه به یې په بریالیتوب سره سرته رساوه. شائول هغه د اردو لوړ افسر وټاکه. په دې باندې ټول قوم او د شائول ماموران خوشاله شول.
6 کله چې داود جلیات وواژه او عسکر بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل، د اسراییلو د ټولو ښارونو څخه ښځې د خوشالۍ په سندرو ویلو، ګډېدلو او د چمبو او رڅپرکیونو په غږولو سره د شائول پادشاه د هرکلي دپاره راووتلې.
7 په داسې حال کې چې ښځې ګډېدلې هغوی به دا سندره ویله: <شائول زرګونه وژلي دي، خو داود یو په لس د هغه نه زیات وژلي دي.>
8 دا سندره د شائول خوښه نه شوه او هغه ډېر په قهر شو، ویې ویل: <هغوی داود ته د لسګونو زرو اعتبار ورکړی دی او ماته یوازې د زرګونو. په راتلونکي کې به د هغه څخه پادشاه جوړ کړي.>
9 نو له هماغه وخت څخه شائول په داود باندې بخیلي کوله او په هغه شکمن شو.
10 د هغې ورځې په سبا د خدای له خوا په شائول باندې بده ارواح نازله شوه او هغه په خپل کور کې لکه د لېوني په شان بدرد ویل. داود لکه د هرې ورځې په شان رڅپرکی غږاوه او د شائول په لاس کې نېزه وه.
11 شائول خپله نېزه د داود خواته ورګوزاره کړه، د خپل ځان سره یې وویل: <زه به داود د دېوال سره مېخ کړم.> مګر داود دوه ځلې خپل ځان بچ کړ.
12 شائول د داود څخه وېرېده، ځکه چې څښتن د داود سره ؤ خو شائول یې پریښی ؤ.
13 نو هغه داود د خپل ځان نه لېرې کړ او هغه یې په زرو تنو باندې قوماندان کړ. داود به په جنګي عملیاتو کې د خپلو لښکرو مشري کوله.
14 داود به په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ، ځکه چې څښتن د هغه سره مل ؤ.
15 کله چې شائول ولیدل چې داود دومره بریالی دی نو د هغه څخه نور هم ووېرېده.
16 مګر داود د اسراییلو او یهودا په ټولو خلکو باندې ګران ؤ ځکه چې هغوی ته به یې په جنګي عملیاتو کې لارښودنه کوله.
17 یوه ورځ شائول داود ته وویل: <میراب زما مشره لور ده. هغه به تاته په نکاح کړم په دې شرط چې ته به د یوه زړور او وفادار عسکر په توګه زما خدمت کوې او د څښتن په جنګونو کې به جنګېږې.> شائول د خپل ځان سره فکر کاوه: <زه به داود په خپله ونه وژنم پرېږده چې فلسطینیان دا کار وکړي.>
18 مګر داود شائول ته وویل: <زه څوک یم او زما د پلار کورنۍ څه ده چې زه د پادشاه زوم شم؟>
19 هغه وخت چې داود تیار شو چې د شائول د لور میراب سره واده وکړي، شائول خپله لور عدر ئیل ته چې د محولا د ښار څخه ؤ ورکړه.
20 خو د شائول بله لور میکال په داود باندې مینه وه، کله چې شائول دا خبره واورېده هغه خوشاله شو.
21 هغه د خپل ځان سره وویل: <زه به میکال داود ته ورکړم. زه به د هغې څخه کار واخلم چې داود په دام کې راګېر کړي او هغه به د فلسطینیانو په لاس ووژلی شي.> نو شائول د دوهم ځل دپاره داود ته وویل: <ته به زما زوم شې.>
22 نو بیا شائول خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ: <د داود سره په خصوصي ډول خبرې وکړئ او ورته ووایئ: پادشاه ستا څخه خوشاله دی او په مونږ ټولو باندې ګران یې. ولې نه غواړې د هغه زوم شې؟>
23 هغوی دا خبرې داود ته تکرار کړې، مګر داود ورته وویل: <آیا ستاسو په فکر د پادشاه زوم کېدل یوه کوچنۍ خبره ده؟ زه یو غریب او بې نومه سړی یم.>
24 د شائول خدمتګارانو هغه څه چې داود دوی ته ویلي وو شائول ته بیان کړل.
25 شائول هغوی ته حکم وکړ چې داود ته ووایي: <هغه څه چې پادشاه ستا څخه د مهر په توګه غواړي هغه د سلو فلسطینیانو د سنتۍ پوستکي دي چې د هغه د دښمنانو څخه بدل واخیستل شي.> دا د شائول پلان ؤ چې داود د فلسطینیانو په لاس ووژل شي.
26 د شائول خدمتګارانو چې داود ته دا خبرې وکړې هغه په دې خوشاله شو چې د پادشاه زوم شي. نو مخکې له دې چې ټاکلی وخت پوره شي،
27 داود د خپلو نفرو سره لاړ او دوه سوه فلسطینیان یې ووژل. د هغوی د سنتۍ پوستکي یې راوړل او پادشاه ته یې پوره حساب وړاندې کړ ترڅو هغه د پادشاه زوم شي. نو شائول خپله لور میکال هغه ته په نکاح کړه.
28 شائول په دې صفا پوه شو چې څښتن د داود سره دی او دا چې د هغه لور میکال په هغه مینه ده.
29 نو شائول د هغه څخه نور هم ووېرېده او د ژوند تر پایه پورې د هغه سره دښمن ؤ.
30 د فلسطینیانو قوماندانان به په دوامداره توګه راتلل او جګړه به یې کوله. مګر په هرې جګړې کې به داود د شائول د نورو عسکري منصبدارانو په پرتله بریالی ؤ او په ډېر درنښت یادېده.