اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 12

سموئیل ټولو اسراییلو ته وویل: <هرڅه چې تاسو زما څخه وغوښتل ما هغه سرته ورسول او تاسو ته مې یو پادشاه وټاکه.
2 تاسو اوس د خپل مشر په توګه یو پادشاه لرئ. زه زوړ او سپین ږیری شوی یم او دا دی زما زامن ستاسو سره دي. زه د خپلې ځوانۍ څخه تر نن ورځې پورې ستاسو مشر وم.
3 زه حاضر یم، که چېرې ما کوم غلط کار کړی وي ماته د څښتن او د هغه غوره شوي پادشاه په مخ کې دا حقیقت ووایئ. آیا ما د چا څخه غویی یا خر اخیستی دی؟ آیا ما له چا سره ټګي کړې ده یا په چا باندې مې ظلم کړی دی؟ آیا ما د چا څخه رشوت اخیستی دی؟ که چېرې ما داسې کوم کار کړی وي، نو څه چې ما اخیستي وي هغه به بېرته ورکړم.>
4 قوم ځواب ورکړ: <نه! تا نه زمونږ سره ټګي کړې ده او نه دې په مونږ باندې ظلم کړی دی. د هیچا څخه دې څه نه دي اخیستي.>
5 سموئیل ځواب ورکړ: <څښتن او د هغه ټاکل شوی پادشاه نن شاهدان دي چې تاسو خلک پوه شوئ چې زه په بشپړه توګه بې ګناه یم.>هغوی ځواب ورکړ: <هو، څښتن زمونږ شاهد دی.>
6 سموئیل زیاته کړه: <دا څښتن ؤ چې موسیٰ او هارون یې وټاکل او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل.
7 اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. زه غواړم چې تاسو د خدای په وړاندې د شواهدو سره حاضر کړم او تاسو ته هغه ښېګڼې در په یاد کړم چې خدای د ستاسو او ستاسو د نیکونو د ژغورلو دپاره کړې دي.
8 کله چې یعقوب او د هغه کورنۍ مصر ته لاړل او مصریانو په هغو باندې ظلم کاوه، ستاسو نیکونو د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ. نو هغه موسیٰ او هارون ورواستول او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل او هغوی یې په دې خاوره کې ځای په ځای کړل.
9 مګر خلکو خپل څښتن خدای هېر کړ. نو هغه دوی فلسطینیانو، د موآب پادشاه او د حاصور د ښار د لښکر قوماندان سیسرا ته په لاس ورکړل او هغوی ورسره جنګ وکړ.
10 نو هغوی د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: مونږ ګناه کړې ده ځکه چې ای څښتنه، ستا څخه مونږ مخ اړولی دی او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت مو کړی دی. مونږ د خپلو دښمنانو څخه وژغوره نو مونږ به ستا عبادت وکړو!
11 بیا څښتن جدعون، باراق، یفتاح او په آخره کې یې زه راواستولم. تاسو یې د خپلو شاوخوا دښمنانو له لاسه وژغورلئ ترڅو په امن کې واوسېږئ.
12 خو کله چې تاسو ولیدل چې د عمون پادشاه ناحاش په تاسو باندې حمله کوي، تاسو ماته وویل: مونږ پادشاه غواړو چې په مونږ باندې حکومت وکړي. که څه هم څښتن ستاسو پادشاه ؤ خو هغه مو رد کړ.
13 اوس دا دی هغه پادشاه چې تاسو غوره کړی دی او غوښتی مو دی. وګورئ، څښتن تاسو ته پادشاه ټاکلی دی ترڅو په تاسو باندې حکومت وکړي.
14 که چېرې د خپل څښتن خدای درناوی وکړئ، د هغه خدمت وکړئ، هغه ته غوږ ونیسئ او د هغه حکمونو ته غاړه کېږدئ او که چېرې تاسو او ستاسو پادشاه د هغه پیروي وکړئ نو ستاسو هرڅه به ښه وي.
15 مګر که تاسو څښتن ته غوږ ونه نیسئ او د هغه د حکمونو څخه سرغړونه وکړئ هغه به ستاسو او ستاسو د پادشاه په ضد شي.
16 نو اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. تاسو به د څښتن هغه لوی کار ووینئ چې ستاسو په مخ کې به یې وکړي.
17 تاسو پوهېږئ چې د دې موسم په دوران کې چې د غنمو د لو وخت دی باران نه وریږي. زه به دعا وکړم چې څښتن تندر او باران راولېږي. څه وخت چې داسې وشي تاسو به پوه شئ چې د پادشاه په غوښتلو سره مو د څښتن په وړاندې لویه ګناه کړې ده.>
18 بیا سموئیل دعا وکړه او په هماغه ورځ څښتن تندر او باران راولیږه. نو ټول قوم د څښتن او سموئیل څخه ډېر ووېرېد
19 او هغوی سموئیل ته وویل: <ښاغلیه! مهرباني وکړه زمونږ په خاطر خپل څښتن خدای ته دعا وکړه چې مونږ مړه نه شو. اوس مونږ پوه شو چې مونږ په خپلو نورو ټولو ګناهونو برسېره د پادشاه په غوښتلو سره بله ګناه هم وکړه.>
20 سموئیل ځواب ورکړ: <مه وېرېږئ. که څه هم تاسو ډېر بد کار کړی دی، خو د څښتن څخه مخ مه اړوئ، بلکه د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ.
21 په خوشې بتانو پسې مه ګرځئ هغه تاسو ته ګټه نه رسوي او تاسو ژغورلی نه شي، ځکه چې هغه بې فایدې دي.
22 څښتن به د خپل لوی نوم په خاطر خپل قوم پرېنږدي، ځکه چې د هغه رضا وه چې ستاسو څخه خپل خاص قوم جوړ کړي.
23 باقي پاتې شوه زما خبره، څښتن دې داسې ونه کړي چې زه د هغه په وړاندې ګناه وکړم او ستاسو دپاره نوره دعا ونه کړم بلکه زه به تاسو ته سمه او ښه لاره دروښایم.
24 یوازې د څښتن څخه ووېرېږئ او په وفادارۍ سره د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ. د هغو لویو کارونو په باره کې فکر وکړئ چې ستاسو دپاره یې کړي دي.
25 مګر که چېرې تاسو خپلو بدو کارونو ته دوام ورکړئ تاسو به د خپل پادشاه سره له منځه لاړ شئ.>