اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 16

یوه ورځ څښتن سموئیل ته وویل: <ترڅو پورې به ته د شائول دپاره ویر کوې؟ هغه مې په اسراییلو باندې د پادشاه په توګه رد کړی دی. یو ښکر راواخله، د زیتون د تېلو څخه یې ډک کړه او په بیت لحم کې د یسي کور ته ورشه، ځکه چې د هغه د زامنو څخه مې یو تن غوره کړی دی چې پادشاه شي.>
2 مګر سموئیل پوښتنه وکړه: <زه څنګه لاړ شم؟ که شائول په دې هکله څه واوري ما به ووژني.>څښتن ځواب ورکړ: <یوه خوسۍ درسره واخله او ووایه: زه د دې دپاره راغلی یم چې د څښتن دپاره قرباني وړاندې کړم.
3 یسي ته بلنه ورکړه چې قربانۍ ته راشي، زه به دروښایم چې ته به څه کوې. هغه څوک چې زه یې درته ښایم زما دپاره به یې سر په تېلو غوړ کړې.>
4 هغه څه چې څښتن سموئیل ته ویلي وو هغه هماغسې وکړل. کله چې هغه بیت لحم ته ورسېد، د ښار سپین ږیري د وېرې او لړزې سره د هغه ملاقات ته راغلل. هغوی پوښتنه وکړه: <خیریت خو دی؟ په څه خاطر راغلی یې؟>
5 هغه ځواب ورکړ: <هو، زه راغلی یم چې څښتن ته قرباني وړاندې کړم، اودس وکړئ او زما سره راشئ.> هغه د اودس په کولو کې د یسي او د هغه د زامنو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې هم په قربانۍ کې بلنه ورکړه.
6 کله چې دوی راغلل، سموئیل د یسي زوی الیاب ولید او د خپل ځان سره یې وویل: <هغه سړی چې دلته د څښتن په حضور کې ولاړ دی په یقین سره دا هماغه دی چې هغه غوره کړی دی.>
7 مګر څښتن هغه ته وویل: <د هغه ښکلا او لوړ قد ته مه ګوره، ما هغه رد کړی دی، ځکه چې زه د انسان په شان قضاوت نه کوم. هغوی ظاهر ته ګوري مګر زه زړه ته ګورم.>
8 بیا یسي خپل زوی ابیناداب راوغوښت چې د سموئیل په مخکې تېر شي. مګر سموئیل وویل: <نه، څښتن دا هم نه دی غوره کړی.>
9 یسي بیا شمه راوغوښت چې د سموئیل په مخکې تېر شي، مګر هغه وویل: <څښتن دا هم نه دی غوره کړی.>
10 په دې ډول د یسي اووه زامن د سموئیل په مخ کې تېر شول، مګر سموئیل هغه ته وویل: <څښتن د دوی څخه یو هم نه دی غوره کړی.>
11 بیا سموئیل د یسي څخه پوښتنه وکړه: <آیا نور زامن لرې؟>یسي ځواب ورکړ: <کشر لا تر اوسه پاتې دی مګر هغه پسونه څروي.>سموئیل وویل: <هغه راوغواړه چې دلته راشي، ترڅو پورې چې هغه رانه شي مونږ به نه کښېنو.>
12 نو یسي هغه راوغوښت. هغه روغ رمټ، ښایسته ځوان ؤ او ښکلې سترګې یې درلودلې. څښتن سموئیل ته وویل: <هغه همدا دی، د هغه سر په تېلو غوړ کړه!>
13 سموئیل د زیتون د تېلو ښکر راواخیست او د هغه سر یې د خپلو ورونو په مخ کې غوړ کړ. د څښتن روح ناڅاپه د قدرت سره د هغې ورځې څخه په داود باندې نازل شو. وروسته له هغې سموئیل رامې ته ستون شو.
14 د څښتن روح د شائول څخه لېرې شو او د هغه په ځای بده ارواح د هغه د ځورلو دپاره د څښتن له خوا په هغه باندې نازله شوه.
15 د شائول خدمتګارانو هغه ته وویل: <وګوره، د خدای له خوا بده ارواح تا ځوروي.
16 نو باداره! مونږ ته حکم وکړه، مونږ به داسې یو سړی ولټوو چې د رڅپرکی په غږولو باندې ښه پوهیږي. نو کله چې بده ارواح په تا باندې راشي هغه سړی به رڅپرکی وغږوي او ستا حال به بېرته ښه شي.>
17 شائول ومنله او ویې ویل: <زما دپاره داسې یو سړی راپیدا کړئ چې ښه ساز غږوونکی وي او ماته یې راولئ.>
18 یو خدمتګار ځواب ورکړ: <ما د یسي یو زوی چې د بیت لحم څخه دی لیدلی دی چې هغه د موسیقۍ په غږولو باندې ښه پوهیږي. هغه زړور، ښکلی او هوښیار سړی او همدارنګه یو قوي عسکر دی. ښه صفت د هغه دا دی چې څښتن د هغه سره دی.>
19 نو شائول یسي ته استازي واستول چې ورته ووایې: <خپل زوی داود چې د پسونو ساتنه کوي ماته راولیږه.>
20 یسي داود د یو سېرلي، یو خر چې په ډوډیو باندې بار ؤ او د شرابو څخه ډک ژي سره یوځای شائول ته واستاوه.
21 داود شائول ته راغی او د هغه خدمت یې شروع کړ. په شائول باندې هغه ډېر ګران ؤ او هغه یې د خپل وسله وړونکي په توګه غوره کړ.
22 نو شائول یسي ته پیغام واستاوه: <داود مې ډېر خوښیږي پرېږده چې هغه زما خدمت وکړي.>
23 هرکله چې به بده ارواح د خدای له خوا په شائول باندې راتله، داود به رڅپرکی واخیست او غږاوه به یې. نو په شائول باندې به ارام راته، هغه به خپل ځان ښه احساساوه او د هغه څخه به بده ارواح لېرې کېده.