اول سموئيل
څپرکی 4
سموئیل به د اسراییلو ټول قوم ته د خدای خبرې رسولې.اسراییلیان د فلسطینیانو سره د جنګ دپاره روان شول، اسراییلیانو په ابن عزر او فلسطینیانو په افیق کې خپلې خېمې ودرولې.
2 فلسطینیانو خپل ځواکونه د اسراییلو سره د مقابلې دپاره ځای په ځای کړل. څنګه چې جګړه خپره شوه نو اسراییلیانو د فلسطینیانو له خوا ماتې وخوړه، د جنګ په ډګر کې نژدې څلور زره اسراییلیان ووژل شول.
3 کله چې ژوندي پاتې شوي نفر بېرته کمپ ته راستانه شول نو د اسراییلو سپین ږیرو وویل: <ولې نن ورځ څښتن فلسطینیان پرېښودل چې مونږ ته ماتې راکړي؟ راځئ چې د شیلوه څخه د څښتن د لوظ صندوق راوړو ترڅو هغه زمونږ سره لاړ شي او مونږ د دښمنانو څخه وژغوري.>
4 نو عسکرو شیلوه ته خپل استازي ولېږل چې د مطلق قادر څښتن د لوظ صندوق راوړي چې هغه د کروبیانو د پاسه په تخت باندې ناست دی. او د عیلي دوه زامن حفني او فینحاس د لوظ د صندوق سره راغلل.
5 کله چې د لوظ صندوق راورسېده اسراییلیانو په داسې لوړ اواز سره د خوشالۍ چیغې ووهلې چې ځمکه ولړزېدله.
6 څنګه چې فلسطینیانو دا چیغې واورېدلې پوښتنه یې وکړه: <د عبرانیانو په کمپ کې دا چیغې د څه دپاره دي؟> کله چې فلسطینیان پوه شول چې د څښتن د لوظ صندوق د عبرانیانو کمپ ته راوړل شو،
7 هغوی ووېرېدل او ویې ویل: <یو د خدایانو څخه کمپ ته راغی. مونږ په کړاو کې اخته کېږو! د دې څخه مخکې هیڅکله داسې پېښه نه وه شوې.
8 افسوس زمونږ په حال! څوک به مونږ د دې قدرتمندو خدایانو د لاسونو څخه خلاص کړي؟ دا هغه خدایان دي چې مصریان یې په دښته کې په ډول ډول بلا ګانو باندې ووهل.
9 ای فلسطینیانو زړور اوسئ! د مېړنو په شان وجنګېږئ هسې نه چې مونږ د عبرانیانو غلامان شو، لکه څنګه چې دوی زمونږ غلامان وو. نو د مېړنو په شان جنګ وکړئ!>
10 نو فلسطینیانو سخت جنګ وکړ. اسراییلو ماتې وخوړله او هر یو خپل کور ته وتښتېد. دا ډېره لویه وژنه وه یعنې دېرش زره اسراییلي عسکر ووژل شول.
11 د خدای د لوظ صندوق ونیول شو او د عیلي زامن حفني او فینحاس دواړه ووژل شول.
12 په هماغه ورځ د بنیامین د قبیلې یو سړی د جنګ د میدان څخه وتښتېد او شیلوه ته لاړ. د هغه کالي شلېدلي وو او په خپل سر باندې یې خاورې اچولې وې.
13 کله چې هغه راورسېد عیلي په خپلې چوکۍ باندې د سرک په غاړه ناست ؤ. په ځیر یې کتل ځکه چې د هغه زړه د خدای د لوظ صندوق دپاره لړزېده. کله چې هغه سړی ښار ته ورننوت او څه چې پېښ شوي وو بیان یې کړل نو په ټول ښار کې چیغې شوې.
14 -
15 عیلي اته نوي کلن ؤ او ړوند ؤ، خو د خلکو چیغې یې واورېدلې بیا یې پوښتنه وکړه: <دا شورماشور د څه دپاره دی؟> بنیامینی سړی ژر عیلي ته ورغی. هغه ته یې وویل:
16 <زه همدا اوس د جنګ له میدان څخه راغلم او همدا نن له هغه ځایه راتښتېدلی یم.>عیلي پوښتنه وکړه: <ای زویه! څه پېښه شوې ده؟>
17 هغه سړي چې دا خبر یې راوړی ؤ ځواب ورکړ: <اسراییلیان د فلسطینیانو څخه تښتېدلي دي او لښکرو ته دروند زیان رسېدلی دی، ستا دواړه زامن حفني او فینحاس هم وژل شوي دي او د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی.>
18 کله چې هغه سړي د لوظ د صندوق یادونه وکړه، عیلي د خپلې چوکۍ څخه چې د ښار د دروازې په څنګ کې وه په شا وغورزېد. څرنګه چې هغه سپین ږیری او دروند سړی ؤ اورمېږ یې مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د اسراییلو مشر ؤ.
19 د عیلي نږور یعنې د فینحاس ښځه امیدواره وه او د هغې د اولاد د زېږېدلو وخت نژدې ؤ. کله چې هغې دا خبر واورېد چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی او د هغې خسر او میړه مړه شوي دي، په هغې باندې د اولاد د زېږونې درد راغی او اولاد یې وزېږاوه.
20 څنګه چې هغه د مرګ په حال کې وه، هغو ښځو چې د هغې سره وې ویې ویل: <مه نا امیده کېږه، تا زوی وزېږاوه.> مګر هغې ورباندې پروا ونه کړه او ځواب یې ورنه کړ.
21 هغې په هغه هلک باندې ایخابود نوم کېښود او دا یې څرګنده کړه: <د خدای جلال د اسراییلو څخه لاړ.> دا یې ځکه وویل چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی ؤ او د هغې خسر او میړه مړه شوي وو.
22 هغې وویل: <د خدای جلال د اسراییلو څخه لاړ ځکه چې د خدای د لوظ صندوق نیول شوی دی.>