اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 7

نو د قریه یعاریم خلکو د څښتن د لوظ صندوق راواخیست او هغه یې د ابیناداب کور ته چې د یوې غونډۍ د پاسه ؤ یووړ. د هغه زوی العازار یې وقف کړ چې د څښتن د لوظ صندوق وساتي.
2 د څښتن د لوظ صندوق د اوږدې مودې دپاره یعنې څه ناڅه شل کاله په قریه یعاریم کې پاتې شو. په دې موده کې ټولو اسراییلو ویر وکړ او د څښتن په لټون کې شول.
3 سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل: <که چېرې تاسو د زړه له کومي څښتن ته راګرځئ، نو تاسو باید پردي خدایان او د عشتاروت بتان له خپلو ځانونو څخه لېرې کړئ. خپل ځانونه په بشپړه توګه څښتن ته وقف کړئ او یوازې د هغه عبادت وکړئ، نو هغه به تاسو د فلسطینیانو څخه وژغوري.>
4 نو اسراییلو د بعل او عشتاروت بتان لېرې کړل او یوازې د څښتن عبادت یې کاوه.
5 بیا سموئیل ټول اسراییلیان راوغوښتل چې په مصفه کې سره راټول شي، ورته ویې ویل: <زه به څښتن ته ستاسو دپاره دعا وکړم.>
6 کله چې هغوی په مصفه کې سره راغونډ شول، له کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او د څښتن په وړاندې یې د نذرانې په توګه توی کړې. هغه ورځ یې روژه ونیوله او هلته یې دا اقرار وکړ: <مونږ د څښتن په وړاندې ګناه کړې ده.>سموئیل د اسراییلو مشر ؤ او خپل کار به یې په مصفه کې کاوه.
7 کله چې فلسطینیانو واورېدل چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي دي، د فلسطنیانو پنځه پادشاهان د خپلو نفرو سره روان شول چې په هغوی باندې حمله وکړي. څنګه چې اسراییلو دا واورېدل نو ووېرېدل.
8 هغوی سموئیل ته وویل: <زمونږ دپاره زمونږ څښتن خدای ته زاري کول مه پرېږده چې مونږ د فلسطینیانو څخه وژغوري.>
9 نو سموئیل یو شیدې رودونکی وری واخیست او هغه ټول یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړ. هغه د اسراییلیانو دپاره څښتن ته فریاد وکړ او څښتن د هغه فریاد واورېد.
10 په هغه شیبه کې چې سموئیل سوزېدونکې نذرانه قرباني کوله، فلسطینیان د جګړې دپاره اسراییلو ته رانژدې شول، مګر په هغه ورځ څښتن په فلسطینیانو باندې د اسمان څخه تندر راوغورزاوه. هغوی بېخي وارخطا شول او له وېرې وتښتېدل.
11 اسراییلیان د مصفې څخه ووتل او تر بیت کار پورې په فلسطینیانو پسې شول او په لاره کې یې هغوی ووژل.
12 په هغه وخت کې سموئیل یوه تیږه واخیسته او هغه یې د مصفې او شن ترمنځ ودروله. هغه یې <د مرستې د تیږې> په نوم یاده کړه او ویې ویل: <تر اوسه پورې څښتن زمونږ سره مرسته کړې ده.>
13 نو فلسطینیانو ډېره بده ماته وخوړله، تر ډېر وخته پورې یې بیا په اسراییلو باندې حمله ونه کړه. ترڅو چې سموئیل ژوندی ؤ، د څښتن لاس د هغوی په ضد اوچت ؤ.
14 د عقرون څخه تر جت پورې ټول هغه ښارونه چې فلسطنیانو د اسراییلو څخه نیولي وو بېرته اسراییلو ته ورکړل شول. اسراییلو د دغو ښارونو نژدې سیمې هم د فلسطینیانو څخه ازادې کړې. د اسراییلو او اموریانو ترمنځ هم سوله وشوه.
15 سموئیل د خپل ژوند تر پایه پورې د اسراییلو مشر ؤ.
16 هغه به هر کال په بیت ئیل، جلجال او مصفې باندې ګرځېده او په دې ځایونو کې به یې شخړې حل کولې.
17 بیا به هغه بېرته رامه ته ستنېده، ځکه چې هلته د هغه کور ؤ او په دې ځای کې هم هغه د قاضي په توګه خدمت کاوه. په رامه کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.