اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 31

فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جنګ وکړ. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شائول پادشاه او د هغه زامن هم شامل وو وتښتېدل.
2 مګر فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شائول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل.
3 د شائول شاوخوا جګړه ډېره سخته شوه او کله چې غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل نو هغه یې ډېر سخت ټپي کړ.
4 شائول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې انتقالوله وویل: <خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان راباندې نه ملنډې ووهي، نه مې په عذاب کړي او نه مې ووژني.> مګر هغه ځوان د دې کار څخه ډېر ووېرېد. نو شائول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورزاوه.
5 کله چې هغه ځوان ولیدل چې شائول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورزاوه او د شائول سره یوځای مړ شو.
6 نو په دې ډول شائول، د هغه درې زامن، هغه ځوان عسکر او د هغه ټول جنګیالي په هغه ورځ یوځای سره مړه شول.
7 کله چې د یزرعیل د درې د بلې خوا او د اردن د سیند د ختیځې خوا اسراییلیانو واورېدل چې د اسراییلو لښکر تښتېدلی دی او دا چې شائول او د هغه زامن وژل شوي دي، دوی خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.
8 د جنګ څخه یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټ کولو دپاره ورغلل، نو هغوی د شائول او د هغه د درې زامنو مړي پیدا کړل چې د جلبوع په غره کې پراته وو.
9 دوی د شائول سر پرې کړ، د هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری په خپلو بتخانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي.
10 دوی د شائول وسلې د عشتاروت په بتخانه کې کېښودلې او د هغه مړی یې د بیت‎ شان په دېوال باندې مېخ کړ.
11 کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار خلکو د هغه څه په باره کې چې فلسطینیانو په شائول باندې کړي وو، واورېدل،
12 د هغوی ترټولو زړور سړي ووتل او ټوله شپه یې بیت شان ته سفر وکړ. هغوی د شائول او د هغه د زامنو مړي د دېوال څخه راکوز کړل، یابیش ته یې راوړل او هلته یې وسوزول.
13 وروسته بیا هغوی د دوی هډوکي راواخیستل، هغه یې په ښار کې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او د اوو ورځو دپاره یې روژه ونیوله.