اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 13

شائول دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او دوه څلوېښت کاله یې په اسراییلو پادشاهي وکړه.
2 شائول د اسراییلو څخه درې زره نفره غوره کړل چې دوه زره نفره د هغه سره په مخماس او د بیت ئیل په غرنۍ سیمه کې وو او زر نفره د هغه د زوی یوناتان سره په جبعه کې وو کومه چې د بنیامین په سیمه کې ده. پاتې نفر یې بېرته خپلو کورونو ته ولېږل.
3 یوناتان په جبع کې د فلسطینیانو په پوسته باندې حمله وکړه او له منځه یې یووړه. فلسطینیانو دا خبره واورېدله. بیا شائول استازي ولېږل چې په ټول هېواد کې د سرني په غږولو سره عبرانیان جنګ ته راوغواړي.
4 ټول اسراییلیان خبر شول چې شائول د فلسطینیانو پوسته له منځه یووړه او فلسطینیانو د اسراییلو څخه کرکه وکړه. په دې خاطر د اسراییلو قوم راوغوښتل شو چې په جلجال کې د شائول سره یوځای شي.
5 فلسطینیان سره راغونډ شول چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. د هغوی سره دېرش زره جنګي ګاډۍ، شپږ زره د اس سپاره او د دریاب د غاړې د شګو په شان زیات پیاده عسکر وو. هغوی روان شول او په مخماس کې یې چې د بیت آون په ختیځ کې پروت دی خېمې ودرولې.
6 د اسراییلو عسکر پوه شول چې زمونږ شمېر ډېر کم دی او په دې خاطر به جنګ وبایلو. ځینې اسراییلیان په سمڅو، ونو بوټو، د ګټونو په منځ کې، په کندو او یا په څاه ګانو کې پټ شول.
7 نور د اردن د سیند څخه د جاد او جلعاد سیمو ته پورې وتل.شائول په جلجال کې پاتې ؤ او هغه خلک چې د هغه سره وو له وېرې څخه لړزېدل.
8 شائول اووه ورځې د سموئیل انتظار وکړ، لکه څنګه چې سموئیل ورته ویلي وو. مګر سموئیل جلجال ته رانغی او خلک د شائول څخه هرې خواته خپاره کېدل.
9 په دې خاطر شائول وویل: <سوزېدونکې نذرانه او د سولې نذرانې راته راوړئ> او شائول سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړه.
10 څنګه چې هغه د سوزېدونکې نذرانې د وړاندې کولو څخه وزګار شو، سموئیل راورسېد او شائول د هغه د هرکلي دپاره لاړ.
11 سموئیل پوښتنه وکړه: <څه دې وکړل؟>شائول په ځواب کې وویل: <خلک زما نه خپاره کېدل او ته په ټاکلي وخت رانغلې. برسېره پر دې، فلسطینیان په مخماس کې سره راغونډېدل.
12 نو ځکه ما فکر وکړ چې اوس به فلسطینیان دلته په جلجال کې پر ما حمله وکړي. څنګه چې ما د څښتن څخه مرسته ونه غوښتله، نو ما خپل ځان مجبور وګاڼه چې سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړم.>
13 سموئیل ځواب ورکړ: <تا احمقانه کار کړی دی او د خپل څښتن خدای امر دې په ځای کړی نه دی. هغه غوښتل چې ته او ستا اولاده د تل دپاره پادشاهي وکړي.
14 مګر اوس به ستا پادشاهي دوام ونه کړي. په دې خاطر چې تا د هغه د حکم څخه سرغړونه کړې ده، څښتن د خپلې خوښې یو سړی پیدا کړی دی چې د هغه په قوم باندې پادشاه شي.>
15 سموئیل جلجال پرېښود او په خپله لاره لاړ. شائول لاړ چې د خپلو عسکرو سره یوځای شي نو پاتې خلک د هغه پسې لاړل. هغوی د جلجال څخه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده لاړل. شائول خپل لښکر وشماره، د هغو شمېر شپږسوه تنه وو.
16 شائول، د هغه زوی یوناتان او هغه خلک چې د دوی سره وو په جبع کې چې د بنیامین په سیمه کې ده پاتې شول. په دې وخت کې فلسطینیانو په مخماس کې خېمې ودرولې وې.
17 یرغل کوونکي د فلسطینیانو د خېمو څخه په دریو ډلو کې راووتل، یوه ډله د عفرې خواته چې د شوعال په سیمه کې ده لاړه.
18 دوهمه ډله د بیت حورون خواته او درېمه ډله د هغې غونډیو سلسلې ته لاړه چې ورڅخه د صبوئیم دره او دښته ښکاره کیږي.
19 په هغو ورځو کې په اسراییلو کې آهنګر نه ؤ، ځکه چې فلسطینیانو دا پرېکړه کړې وه چې عبرانیان د تورو او نېزو د جوړولو څخه منع کړي.
20 (ټول اسراییلیان به فلسطیني آهنګرانو ته تلل چې خپلې یوې، تبرونه او رمبي تیرې کړي.
21 د ښاخۍ، تبر او د چوکې د څوکې د تېره کولو اجوره د یو مثقال دوه په دریو برخو وه او د یوې او رمبي د تېره کولو اجوره دوه برابره وه.)
22 په دې خاطر د جنګ په ورځ پرته د شائول او د هغه زوی یوناتان څخه هیڅ اسراییلي عسکر توره یا نېزه نه درلودله.
23 فلسطینیانو د خپلو عسکرو یوه ډله واستوله چې د مخماس د غاښي څخه دفاع وکړي.