اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 5

وروسته له دې چې فلسطینیانو د خدای د لوظ صندوق ونیوه، هغه یې د ابن عزر څخه د اشدود ښار ته یووړ.
2 هغوی دا صندوق د خپل خدای یعنې د داجون بتخانې ته یووړ او د داجون په خوا کې یې کېښود.
3 کله چې د اشدود خلک په راتلونکې ورځ د وخته پاڅېدل ویې لیدل چې د داجون بت د څښتن د لوظ صندوق په مخکې په ځمکې باندې پړمخې پروت ؤ! نو دوی داجون راواخیست او بېرته یې په خپل ځای کې کېښود.
4 مګر کله چې دوی په راتلونکي سهار پاڅېدل داجون د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکې باندې بیا پړمخې لوېدلی ؤ! دا ځل د بت سر او لاسونه مات شوي وو او د دروازې په درشل کې پراته وو. یوازې د هغه بدن پاتې ؤ.
5 په همدې خاطر د داجون کاهنان او عبادت کوونکي تر نن ورځې پورې په اشدود کې د داجون د بت خانې د دروازې په درشل باندې پښه نه ږدي.
6 څښتن د اشدود خلکو ته درنه سزا ورکړه او هغوی یې سخت ووېرول. هغه د اشدود او د هغه د شاوخوا سیمو خلک د پړسوب په مرض اخته کړل.
7 کله چې د اشدود خلکو دا پېښه ولیدله هغوی وویل: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق باید نور زمونږ سره پاتې نه شي ځکه چې د هغوی خدای مونږ او زمونږ خدای داجون ته سزا ورکوي.>
8 نو هغوی استازي ولېږل او د فلسطینیانو ټول پادشاهان یې یوځای راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق سره څه وکړو؟>هغوی ځواب ورکړ: <هغه جت ته یوسئ> نو هغه یې د فلسطین بل ښار یعنې جت ته یووړ.
9 مګر وروسته له دې چې صندوق هلته ورسېد، څښتن هغه ښار ته هم سزا ورکړه او په هغوی باندې یې سخته وېره او وارخطایي راوستله. څښتن د هغه ښار ټول خلک د ځوانانو څخه نیولې تر زړو پورې د پړسوب په مرض اخته کړل.
10 نو دوی د خدای د لوظ صندوق د فلسطین یو بل ښار عقرون ته ولېږه، خو کله چې صندوق هلته ورسېده خلکو چیغې ووهلې: <هغوی د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق د دې دپاره دلته راوړی دی چې مونږ ټول ووژني.>
11 نو دوی د فلسطینیانو ټول پادشاهان بیا یوځای سره راوغوښتل او ویې ویل: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق ولېږئ، پرېږدئ چې هغه بېرته خپل ځای ته واستول شي، که نه، نو مونږ او زمونږ قوم به ووژني.> په ټول ښار کې وېره او وارخطایي وه ځکه چې خدای هغوی ته ډېره درنه سزا ورکوله.
12 هغه خلک چې مړه نه شول د پړسوب په مرض باندې اخته شول. خلکو د مرستې دپاره خپلو خدایانو ته چیغې ووهلې.