اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 14

یوه ورځ یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: <راځه چې د فلسطینیانو پوستې ته چې هغه بلې غاړې ته پرته ده ورشو.> مګر خپل پلار شائول یې خبر نه کړ.
2 شائول په مغرون کې د انار د ونې لاندې چې د جبعې څخه دومره لېرې نه وه خېمه درولې وه. نژدې شپږسوه نفره د هغه سره وو.
3 (د هغوی په منځ کې اخیا کاهن هم ؤ، چې مقدس پېشبند یې اغوستی ؤ. هغه د ایخابود د ورور اخیطوب زوی ؤ. اخیطوب د فینحاس زوی او د عیلي لمسی ؤ، هغه عیلي چې په شیلوه کې د څښتن کاهن ؤ.) خلک خبر نه وو چې یوناتان تللی دی.
4 د غاښي په هره خوا باندې چې یوناتان غوښتل د هغې لارې څخه د فلسطینیانو پوستې ته ور تېر شي دوه لوړ او ښویه ګټونه وو چې یو یې د بوصیص او بل یې د سنه په نوم یادېده.
5 یوه د غاښي شمال خواته وه چې مخماس ته نژدې وه او بله یې د جنوب خواته وه چې جبع ته نژدې وه.
6 یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: <راځه چې د دغو کافرو فلسطینیانو کمپ ته ورواوړو، کېدای شي چې څښتن زمونږ سره مرسته وکړي. که چېرې څښتن داسې وکړي، هیڅ شی د هغه مخه نه شي نیولی چې مونږ ته بری راکړي، پروا نه لري چې زمونږ شمېر څومره لږ وي.>
7 د هغه وسله وړونکي وویل: <هرڅه چې غواړې هغه وکړه. مخکې شه، زه د زړه له کومي ستا سره یم.>
8 یوناتان وویل: <واوره! مونږ به د دې خلکو خواته ورشو او ځان به هغوی ته وروښایو.
9 که چېرې دوی مونږ ته ووایي: ودرېږئ ترڅو مونږ درشو، نو مونږ به په خپل ځای باندې ودرېږو او هغوی ته به نه ورځو.
10 خو که چېرې دوی ووایي چې پورته زمونږ خواته راشئ نو مونږ به وروخېژو. ځکه چې دا به زمونږ دپاره یوه نښه وي چې څښتن هغوی مونږ ته راتسلیم کړي دي.>
11 نو دوی دواړو خپل ځانونه د فلسطینیانو پوستې ته ورښکاره کړل. فلسطینیانو وویل: <وګورئ! ځینې عبرانیان د هغو سوریو څخه راوزي په کومو کې چې پټ شوي وو.>
12 بیا هغوی یوناتان او هغه ځوان ته نارې کړې او ویې ویل: <دلته راوخېژئ! مونږ به تاسې ته څه دروښایو!>یوناتان هغه ځوان ته چې وسلې یې وړلې وویل: <ما پسې راځه، فلسطینیان څښتن اسراییلو ته په لاس ورکړي دي.>
13 یوناتان په خاپوړو باندې د غاښي څخه وروخوت او د ده وسله وړونکی ورپسې ؤ. یوناتان په فلسطینیانو باندې حمله وکړه او د هغه وسله وړونکي هغوی ووژل.
14 په دې اولنۍ حمله کې یوناتان او د هغه وسله وړونکي شل نفره په نژدې یو جریب ځمکه کې ووژل.
15 نو په ټول لښکر کې چې په کمپ، میدان، پوستو او یا د حمله کوونکو په منځ کې وو وېره راپیدا شوه او ځمکه ولړزېدله. هلته یوه لویه وارخطایي وه.
16 د شائول پیره دارانو چې د بنیامین د سیمې په جبعه کې وو ولیدل چې فلسطینیان خپاره شول او اخوا او دېخوا یې منډې وهلې.
17 نو شائول خپلو نفرو ته وویل: <ځواکونه راغونډ کړئ او وګورئ چې څوک غیرحاضر دي.> کله چې هغوی دا کار وکړ، نو یوناتان او د هغه وسلې وړونکی ځوان عسکر حاضر نه وو.
18 شائول اخیا ته وویل: <د خدای د لوظ صندوق راوړه.> (په هغه وخت کې هغه صندوق د اسراییلو سره ؤ.)
19 په داسې حال کې چې شائول د کاهن سره خبرې کولې د فلسطینیانو په کمپ کې ګډوډي مخ په زیاتېدو شوه، نو شائول هغه ته وویل: <اوس صبر وکړه!>
20 هغه وخت شائول او د هغه ټول خلک سره راغونډ شول او د فلسطینیانو په ضد د جګړې دپاره روان شول. هغوی ولیدل چې فلسطینیان په وارخطایۍ سره یو او بل وژني.
21 یو شمېر عبرانیان چې مخکې د فلسطینیانو سره وو او د هغوی سره کمپ ته تللي وو هم بېرته راستانه شول او د شائول او یوناتان سره یوځای شول.
22 نورو چې خپل ځانونه یې د افرایم په غونډیو کې پټ کړي وو، واورېدل چې فلسطینیان د تېښتې په حال کې دي نو هغوی هم په تعقیبولو کې یوځای شول.
23 نو جنګ د بیت آون پورې خواته ورسېده. په هغه ورځ څښتن اسراییل وژغورل.
24 په هغه ورځ اسراییلیان په مصیبت کې ؤ، ځکه چې شائول قوم ته قسم ورکړ، ویې ویل: <د ماښام د رارسېدو پورې زه غواړم چې د فلسطینیانو څخه غچ واخلم. نو لعنت دې وي په هغه چا چې د هغې نه مخکې ډوډۍ خوري.> نو هیچا ډوډۍ ونه خوړله.
25 ټول عسکر ځنګلي سیمې ته راورسېدل او وې لیدل چې په ځمکه باندې شات پراته دي.
26 کله چې هغوی ځنګل ته ننوتل، ویې لیدل چې شات څڅیږي مګر هیچا لاس خپلې خولې ته ورنه وړ، ځکه چې هغوی ټول د شائول له لعنت څخه وېرېدل.
27 مګر یوناتان اورېدلي نه وو چې د هغه پلار خلکو ته قسم ورکړی ؤ، نو د خپلې امسا څوکه یې چې د ده په لاس کې وه اوږده کړه او د شاتو په ګبین کې یې غوټه کړه. هغه لږ څه شات وخوړل او په سترګو یې رڼایي شوه.
28 د عسکرو څخه یو تن هغه ته وویل: <ستا پلار لښکرو ته سخت قسم ورکړ ویې ویل: لعنت دې وي په هغه چا چې نن ورځ ډوډۍ وخوري! په دې خاطر خلک کمزوري شوي دي.>
29 یوناتان ځواب ورکړ: <زما پلار زمونږ قوم ته څومره ناحقه زحمت ورکړی دی! وګورئ زه خپل ځان څومره ښه احساسوم، ځکه چې ما یو څه شات وخوړل!
30 څومره به ښه وای، که چېرې نن ورځ هغه څه چې خلکو د دښمنانو څخه لوټ کړي دي خوړلي وای. فکر وکړئ چې څومره نور فلسطینیان به هغوی وژلي وای!>
31 په هغه ورځ اسراییلو د مخماس څخه تر ایالون پورې فلسطینیان ووژل او هغوی ډېر ستړي شول.
32 هغوی د غنیمت په مال باندې حمله وکړه. پسونه، غوایان او خوسي چې یې نیول، په هماغه ځای باندې یې حلالول او هغه یې د وینو سره خوړل.
33 چا شائول ته خبر ورکړ: <ګورئ! خلک د څښتن په مقابل کې ګناه کوي ځکه چې هغوی غوښه د وینو سره خوري.>هغه ځواب ورکړ: <تاسو خیانت وکړ. یوه غټه تیږه په دې ځای کې زما خواته راورغړوئ.>
34 په دې وخت کې هغه وویل: <ورشئ خلکو ته ووایئ: هر یو دې دلته خپل پسه او غویی راولي، حلال دې کړي او ودې خوري. د څښتن په مقابل کې ګناه مه کوئ او غوښه د وینې سره مه خورئ.> نو په هغه شپه هر یو خپل څاروی راوست او هلته یې حلال کړ.
35 شائول د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ، دا اول ځل ؤ چې هغه دا کار وکړ.
36 شائول خپلو خلکو ته وویل: <راځئ چې کوز شو، د شپې له خوا په فلسطینیانو باندې حمله وکړو، د سهار تر رڼایۍ پورې هغوی لوټ کړو او هیڅوک هم ژوندی پرېنږدو.>هغوی ځواب ورکړ: <څه چې تاته ترټولو ښه ښکاري هماغه وکړه.>مګر کاهن وویل: <راشئ چې اول د خدای سره مشوره وکړو.>
37 نو شائول د خدای څخه پوښتنه وکړه: <آیا زه په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ آیا مونږ به په هغوی باندې بریالي کړې؟> مګر په هغه ورځ خدای ځواب ورنه کړ.
38 له دې کبله شائول د قوم مشرانو ته وویل: <دلته راشئ او معلومه کړئ چې نن څه ګناه شوې ده.
39 زه د ژوندي څښتن په نامه چې اسراییل ژغوري قسم خورم چې ګناهکار به ووژلی شي که هغه زما زوی یوناتان هم وي.> مګر هیچا څه ونه ویل.
40 بیا شائول هغوی ته وویل: <تاسو ټول هلته ودرېږئ او یوناتان او زه به دلته ودرېږو.>هغوی ځواب ورکړ: <څه چې تاته ترټولو ښه ښکاري هماغه وکړه.>
41 شائول د اسراییلو څښتن خدای ته دعا وکړه وویل: <ای څښتنه، ولې دې نن ماته ځواب رانکړ؟ ای د اسراییلو څښتن خدایه، ماته د سپېڅلو تیږو په وسیله ځواب راکړه. که چېرې ګناه د یوناتان یا زما وي د اوریم په وسیله ځواب راکړه، مګر که ګناه ستا په قوم اسراییلو کې وي د تمیم په وسیله ځواب راکړه.> په ځواب کې یوناتان او شائول ته اشاره وشوه او قوم بې ګناه ؤ.
42 نو شائول وویل: <زما او زما د زوی یوناتان ترمنځ پچه واچوئ.> پچه د یوناتان په نامه وختله.
43 بیا شائول یوناتان ته وویل: <ماته ووایه چې څه دې کړي دي.>نو یوناتان هغه ته ځواب ورکړ: <د خپلې امسا په څوکه مې یوازې لږ څه شات وڅکل. که زما دا کار ګناه وي، زه مرګ ته چمتو یم.>
44 شائول هغه ته وویل: <خدای دې ما ووژني، که چېرې ته ونه وژل شې.>
45 مګر خلکو شائول ته وویل: <آیا یوناتان چې د اسراییلو دپاره یې دا لوی بری ګټلی دی باید ووژل شي؟ دا ناممکنه ده چې هغه ووژل شي! مونږ د ژوندي څښتن په نامه قسم خورو چې د هغه د سر یو ویښته به هم کم نه شي. ځکه چې نن ورځ هغه دا کار د خدای په مرسته کړی دی.> نو قوم یوناتان د مرګ څخه خلاص کړ.
46 له هغې وروسته شائول د فلسطینیانو تعقیبول بس کړل او فلسطینیان بېرته خپلې سیمې ته لاړل.
47 وروسته له دې چې شائول د اسراییلو پادشاهي ټینګه کړه، هغه د خپلو شاوخوا دښمنانو یعنې د موآبیانو، عمونیانو، ادومیانو، فلسطینیانو او د صوبه د پادشاهانو سره جنګ وکړ. په هر ځای کې یې چې جنګ کاوه هغه به بریالی ؤ.
48 هغه په مېړانه جنګ کاوه او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه او اسراییلیان یې د هغو خلکو د لاسونو څخه ازاد کړل چا چې هغوی لوټ کړي وو.
49 د شائول زامن یوناتان، یشوي او ملکیشوع وو. د هغه د مشرې لور نوم میراب او د کشرې نوم یې میکال ؤ.
50 د شائول د ښځې نوم اخینوعم ؤ چې د اخیمعص لور وه. د شائول د لښکرو د قوماندان نوم ابنیر ؤ چې د نیر زوی ؤ. نیر د شائول تره ؤ.
51 د شائول پلار قیس او د ابنیر پلار نیر د ابي ئیل زامن وو.
52 تر هغې پورې چې شائول ژوندی ؤ هغه د فلسطینیانو په ضد سخته جګړه کوله. نو کله به چې هغه یو قوي یا زړور سړی ولیده هغه به یې د خپلو لښکرو په لست کې نیوه.