اول سموئيل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 27

خو داود د خپل ځان سره فکر وکړ: <یوه ورځ به شائول ما ووژني، زما دپاره ترټولو ښه خبره دا ده چې د فلسطینیانو خاورې ته وتښتم. نو شائول به په اسراییلو کې زما د لټون څخه لاس واخلي او زه به د هغه له لاسه خلاص شم.>
2 نو داود د خپلو شپږسوه نفرو سره د اسراییلو د سرحد څخه تېر شو او د جت پادشاه آخیش ته چې د معوک زوی ؤ ورغی.
3 داود او د هغه نفر په جت کې د آخیش سره ځای په ځای شول. د هر سړي سره خپله کورنۍ وه. همدارنګه د داود سره خپلې دوه ښځې یعنې یزرعیلي اخینوعم او د نابال کونډه ابیجایل کرملي وې.
4 کله چې شائول واورېدل چې داود جت ته تښتېدلی دی، هغه د داود د لټولو هڅه پرېښوده.
5 داود آخیش ته وویل: <که زما څخه خوشاله یئ ماته یو وړوکی ښار راکړئ چې په کې واوسېږم. باداره! زما دپاره دا لازمه نه ده چې ستاسو سره په پایتخت کې واوسېږم.>
6 نو آخیش په هغه ورځ داود ته د صقلغ ښار ورکړ او له دې کبله د صقلغ ښار تر نن ورځې پورې د یهودا د پادشاهانو دی.
7 داود یو کال او څلور میاشتې د فلسطینیانو په خاوره کې ژوند وکړ.
8 په دې دوران کې به داود او د هغه نفرو په جشوریانو، جرزیانو او عمالیقیانو باندې حملې کولې. دغه قومونه د ډېرې اوږدې مودې راپدېخوا په هغه خاوره کې چې د شور څخه تر مصر پورې رسېده اوسېدل.
9 کله به چې داود په یوې سیمې باندې حمله کوله نو یو سړی یا ښځه به یې هم ژوندی نه پرېښود. همدارنګه د هغوی پسونه، غوایان، خره، اوښان او حتیٰ کالي به یې اخیستل. بیا به بېرته آخیش ته راستنېده.
10 کله به چې آخیش پوښتنه کوله: <دا ځل دې په کوم ځای باندې یرغل کړی دی؟> داود به ورته ویل: <زه د یهودا جنوبي برخې ته> یا <د یرحمئیل سیمې ته> یا <هغې سیمې ته تللی وم چې قینیان په کې اوسیږي.>
11 داود به هر یو سړی او ښځه وژل، ترڅو چې هیڅوک ونه شي کولای بېرته جت ته لاړ شي او خبر ورکړي چې داود او د هغه سړیو په رښتیا سره څه کړي دي. تر هغه وخته پورې چې داود په فلسطین کې اوسېده همداسې به یې کول.
12 آخیش په داود باندې باور کاوه او د ځان سره به یې ویل: <د هغه خپل قوم اسراییل د هغه څخه دومره زیاته کرکه کوي، چې هغه به ټول عمر زما خدمت کوي.>