لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 8

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <هارون او د هغه زامن راوله. د هغوی د کاهنتوب کالي، د مسح کولو تېل، د ګناه د نذرانې دپاره غویی، دوه پسونه او هغه ټوکرۍ چې فطیره ډوډۍ په کې ده ټول راوړه.
3 بیا ټول قوم د مقدسې خېمې د دروازې خوله ته راغونډ کړه.>
4 حضرت موسیٰ د څښتن امر په ځای کړ او کله چې قوم راغونډ شو
5 هغه ورته وفرمایل: <اوس چې زه کوم کار کوم هغه د څښتن امر دی.>
6 بیا حضرت موسیٰ حضرت هارون او د هغه زامن راوستل او غسل یې ورباندې وکړ.
7 هغه حضرت هارون ته کمیس او چپنه واغوستل، د هغه په ملا باندې یې یوه پټۍ وتړله او مقدس پېشبند یې ورباندې واچاوه او هغه یې په هغه ښه اوبدل شوي کمربند باندې وتاړه چې د هغه د ملا څخه تاو ؤ.
8 د هغه په سینه باندې یې سینه پوښ وتاړه او په هغه کې یې اوریم او تمیم کېښودل.
9 لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه حضرت هارون ته لونګۍ ور په سر کړه او د هغې په مخه کې یې د سرو زرو ګل یعنې د وقف کولو پاک نښان کېښود.
10 بیا حضرت موسیٰ د مسح کولو تېل واخیستل او هغه یې په خېمه او ټول شیان چې په هغې کې وو په هغو باندې وشیندل او په دې ډول یې هغه ټول څښتن ته وقف کړل.
11 هغه لږ تېل واخیستل او اووه ځلې یې په قربانګاه باندې وشیندل او قربانګاه یې د لوښو او تشت سره چې پایه یې درلودله مسح کړه چې څښتن ته یې وقف کړي.
12 همدارنګه هغه د مسح کولو لږ تېل د حضرت هارون په سر باندې توی کړل او هغه یې د کاهنۍ د وظیفې دپاره مسح کړ.
13 بیا لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د حضرت هارون زامن مخکې راوستل او هغوی ته یې کمیسونه واغوستل، په ملا ګانو باندې یې ورته پټۍ ګانې وتړلې او خولۍ ګانې یې ورته په سر کړې.
14 بیا حضرت موسیٰ د ګناه د نذرانې دپاره غویی راوست او حضرت هارون او د هغه زامنو د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
15 حضرت موسیٰ غویی حلال کړ او لږه وینه یې راواخیستله او هغه یې په خپله ګوته باندې د قربانۍ د ځای په ټولو برجونو باندې وسولوله، د دې دپاره چې د قربانۍ ځای مقدس شي. بیا هغه پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه. په دې ډول د قربانۍ ځای پاک شو او هغه د ګناه په خاطر د قربانۍ د نذرانې دپاره یو مناسب ځای شو.
16 همدارنګه حضرت موسیٰ ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وه، د اینې ډېره ښه برخه او پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي واخیستل او ټول یې په قربانګاه باندې وسوزول.
17 څنګه چې څښتن امر کړی ؤ هغه پاتې غویی د پوستکي، غوښې او خوشایو سره واخیست او هغه یې د کمپ څخه دباندې وسوزاوه.
18 بیا حضرت موسیٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره پسه راوست او حضرت هارون او د هغه زامنو د پسه په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
19 حضرت موسیٰ پسه حلال کړ او وینه یې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.
20 هغه پسه ټوټې ټوټې کړ او سر، ټوټې او وازګه یې وسوزول.
21 څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د نس دنننۍ برخې او پښې ومینځلې او ټول پسه یې په قربانګاه باندې وسوزاوه. دا یوه سوزېدونکې نذرانه وه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
22 بیا حضرت موسیٰ بل پسه راوست. دا پسه د کاهنانو د ټاکنې دپاره ؤ. حضرت هارون او د هغه زامنو خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېښودل.
23 حضرت موسیٰ پسه حلال کړ او د هغه لږه وینه یې واخیستله او د حضرت هارون د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې یې وسولوله.
24 بیا یې د حضرت هارون زامن مخکې راوستل او د هغوی د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو یې لږه وینه وسولوله او پاتې وینه یې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.
25 هغه وازګه، لم، هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، پختورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون واخیستل.
26 بیا هغه د فطیرې ډوډۍ له ټوکرۍ څخه چې څښتن ته وقف شوې وه یوه ساده ډوډۍ، یوه غوړه ډوډۍ او یوه نرۍ ډوډۍ راواخیستله او د وازګې او ښي ورون دپاسه یې کېښودله.
27 حضرت موسیٰ هغه ټول د حضرت هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېښودل او دوی هغه پورته ونیول ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوي دي.
28 بیا حضرت موسیٰ دا شیان له هغوی څخه بېرته واخیستل او هغه یې د ټاکنې د نذرانې په توګه د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزول. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
29 بیا حضرت موسیٰ د پسه سینه راواخیستله او د څښتن په حضور کې یې پورته ونیوله ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوې ده. دا د ټاکنې په پسه کې د حضرت موسیٰ برخه وه. حضرت موسیٰ دا ټول کارونه د څښتن د حکم سره سم سرته ورسول.
30 حضرت موسیٰ لږ د مسح کولو تېل او لږه وینه چې په قربانګاه باندې پرته وه واخیستل او په حضرت هارون، د هغه په زامنو او د هغو په کالیو باندې یې وشیندل. په دې ډول یې هغوی او د هغوی کالي څښتن ته وقف کړل.
31 حضرت موسیٰ هارون او د هغه زامنو ته وفرمایل: <لکه څنګه چې څښتن امر کړی دی دا غوښه د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې پخه کړئ او هلته یې د هغې ډوډۍ سره چې د ټاکنې د نذرانې په ټوکرۍ کې ده وخورئ.
32 کومه غوښه یا ډوډۍ چې پاتې شي هغه وسوزوئ.
33 تاسو به اووه ورځې د خېمې د دروازې له خولې څخه نه ځئ ترڅو پورې چې ستاسو د ټاکنې مراسم پوره شوي نه وي.
34 مونږ چې نن کوم کار وکړ څښتن د هغه د کولو حکم مونږ ته کړی ؤ، د دې په خاطر چې ستاسو د ګناه دپاره کفاره ادا کړو.
35 تاسو باید د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې اووه شپې او اووه ورځې پاتې شئ او هغه کار به کوئ چې څښتن یې امر کړی دی. که چېرې داسې ونه کړئ نو مړه به شئ. ځکه چې څښتن په ما باندې داسې امر کړی دی.>
36 نو حضرت هارون او د هغه زامنو ټول کارونه د څښتن د هغه حکم په مطابق وکړل چې د حضرت موسیٰ په وسیله یې کړی ؤ.