لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 25

اد سینا په غره باندې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: کله چې تاسو هغې خاورې ته چې زه یې درکوم ورننوزئ، باید څښتن ته د احترام په خاطر هر اووم کال د ځمکې د کرلو څخه ډډه وکړئ.
3 شپږ کاله خپل پټي وکرئ او شپږ کاله د خپلو انګورو د تاکونو څانګې اصلاح کړئ او حاصلات یې راټول کړئ.
4 مګر په اووم کال دې ځمکه بېخي خاره پاتې شي، دا به څښتن ته وقف شوی کال وي. په دې کال کې خپل پټي مه کرئ او د خپلو انګورو د تاکونو څانګې مه اصلاح کوئ.
5 هغه غلې دانې مه رېبئ چې بې له کرلو په خپله راشنې کیږي او د خپلو هغو تاکونو څخه انګور مه راټولوئ چې څانګې یې اصلاح شوې نه وي. دا یو کال دی چې ځمکه په کې بېخي خاره پاتې کیږي.
6 ‏-
7 خو بیاهم تاسو، ستاسو غلامان، ستاسو مزدوران او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او همدارنګه ستاسو اهلي او وحشي حیوانات کولی شي هغه څه چې په خپله راشنه کیږي وخوري.
8 اووه ځلې اووه کاله وشمېرئ، چې ټول نهه څلوېښت کاله کیږي.
9 بیا د اوومې میاشتې په لسمه ورځ چې د کفارې ورځ ده په ټول وطن کې سرني ووهئ.
10 په دې ډول به تاسو پنځوسم کال خاص کال وګڼئ او د وطن ټولو اوسېدونکو ته به ازادي اعلان کړئ. د دې کال په دوران کې به هغه ټول جایداد چې خرڅ شوی وي خپل اصلي خاوند یا د هغه اولادې ته بېرته ورکړل شي او هرڅوک چې د غلام په توګه خرڅ شوی وي خپلې کورنۍ ته به ورستون شي.
11 پنځوسم کال به ستاسو دپاره د بېرته ورکولو کال وي. تاسو خپلې ځمکې ونه کرئ او هغه غلې دانې ونه رېبئ چې په خپله راشنې کیږي او د خپلو هغو تاکونو څخه انګور مه راټولوئ چې څانګې یې اصلاح شوې نه وي.
12 د بېرته ورکولو ټول کال به ستاسو دپاره پاک وي، تاسو به یوازې هغه څه خورئ چې په پټي کې په خپل سر راشنه کیږي.
13 په دې کال کې به ټول جایداد چې خرڅ شوی وي خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي.
14 که چېرې تاسو په خپل یو هېوادوال باندې ځمکه خرڅه کړئ یا یې ورڅخه واخلئ، د یو بل څخه ګټه مه اخلئ.
15 د ځمکې بیه دې د هغو کلونو د شمېر له مخې حساب شي چې د بېرته ورکولو د بل کاله پورې په کې دا ځمکه حاصل ورکولی شي.
16 که چېرې کلونه ډېر وي نو بیه به یې لوړه وي، مګر که چېرې کلونه کم وي، بیه به یې ټیټه وي ځکه چې څه چې خرڅیږي هغه به د فصلونو د شمېر په مطابق وي.
17 د یو بل څخه ګټه مه اخلئ مګر زما څخه ووېرېږئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
18 د څښتن د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي وکړئ، ترڅو په دې خاوره کې په امن سره واوسېږئ.
19 ځمکه به خپل حاصلات ورکړي او تاسو چې هرڅه غواړئ د خوړلو دپاره به یې ولرئ او په امن کې به واوسېږئ.
20 مګر کېدای شي چې تاسو پوښتنه وکړئ: که چېرې مونږ څه شی ونه کرو او حاصل راټول نه کړو، نو په اووم کال به څه شی وخورو؟
21 زه به په شپږم کال تاسو ته داسې برکت درکړم چې ځمکه به د دریو کلونو دپاره پوره حاصل ورکړي.
22 کله چې تاسو د اتم کال په دوران کې خپلې ځمکې وکرئ، د هغو حاصلاتو څخه به خواړه خورئ چې د شپږم کال په دوران کې راټول شوي وو او په نهم کال کې به هغه خواړه وخورئ کوم چې تاسو په اتم کال کې کرلي دي.
23 تاسو باید خپله ځمکه په دایمي توګه خرڅه نه کړئ، ځکه چې دا ستاسو نه ده. هغه ځمکه زما ده او تاسو په کې د هغو بېګانو خلکو په شان یئ چې کولی شي د هغې څخه یوازې ګټه واخلي.
24 کله چې ځمکه خرڅیږي، د هغې اصلي خاوند حق لري چې هغه بېرته په بیه واخلي.
25 که چېرې له تاسو اسراییلیانو څخه یو نفر غریب شي او مجبور شي چې د خپلې ځمکې څخه یو څه ځمکه خرڅه کړي، د هغه ډېر نژدې خپلوان باید هغه بېرته واخلي.
26 که چېرې یو نفر یو خپلوان هم ونلري چې هغه بېرته واخلي، کېدای شي چې هغه وروسته شتمن شي او پوره پیسې ولري چې هغه بېرته واخلي.
27 په دې صورت کې هغه باید د حاصلاتو بیه د هغو کلونو دپاره معلومه کړي چې د بېرته ورکولو تر راتلونکي کاله پورې پاتې وي او د هغو پیسې دې هغه نفر ته ورکړي په چا باندې چې هغه خرڅه شوې وي. بیا هغه کولی شي چې بېرته خپله ځمکه واخلي.
28 مګر که چېرې اصلي خاوند نه شي کولی چې هغه ځمکه بېرته په بیه واخلي، نو هغه به د بېرته ورکولو د راتلونکي کال پورې د نوي خاوند وي. د بېرته ورکولو په کال به هغه بېرته خپل اصلي خاوند ته ورکړل شي.
29 که چېرې یو نفر په دېوال لرونکي ښار کې یو کور خرڅ کړي، دا حق لري چې د اول کال په ټول دوران کې د خرڅېدلو د نېټې څخه را په دې خوا هغه بېرته واخلي.
30 مګر که چېرې هغه په دې کال کې بېرته وانخلي، د هغه د بېرته اخیستلو حق له لاسه ورکوي او هغه کور د اخیستونکي او د هغه د اولادې دایمي ملکیت کیږي. هغه به د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورنه کړای شي.
31 مګر کوم کورونه چې په بې دېواله کلیو کې دي په هغو باندې دې د پټیو په شان کار وشي. اصلي خاوند حق لري چې هغه بېرته واخلي او هغه دې د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورکړای شي.
32 لاویان دا حق لري چې خپل جایداد په هغو ښارونو کې چې هغوی ته ورکړل شوي دي په هر وخت کې بېرته په بیه واخلي.
33 که چېرې یو لاوي د دغو ښارونو څخه په یو ښار کې یو کور خرڅ کړي او بېرته یې وانخلي، هغه باید د بېرته ورکولو په کال کې بېرته ورکړای شي، ځکه چې د اسراییلو د قوم په منځ کې چې لاویان په خپلو ښارونو کې کوم کورونه لري، هغه د هغوی دایمي ملکیت دی.
34 مګر هغه څړځایونه چې د لاویانو د ښارونو په شاوخوا کې دي هغه به هیڅکله خرڅ نه شي. دا د تل دپاره د هغوی ملکیت دی.
35 که چېرې یو اسراییلی چې ستاسو سره نژدې اوسیږي غریب شي او خپل ځان ونه شي ساتلی، تاسو باید د هغه سره داسې مرسته وکړئ لکه څنګه یې چې د یو بېګانه یا موقتي اوسېدونکي سره کوئ، ترڅو هغه وکولی شي چې ستاسو په خوا کې واوسیږي.
36 د یو اسراییلي څخه هیڅ سود مه اخلئ، مګر د خپل خدای څخه ووېرېږئ، ترڅو ستاسو هېوادوال وکولی شي چې ستاسو په خوا کې واوسیږي.
37 په هغو پیسو باندې چې تاسو یې ورته په قرض ورکوئ د هغوی څخه سود مه اخلئ او په هغو خواړو باندې چې تاسو یې ورباندې خرڅوئ، ګټه مه اخلئ.
38 زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ د دې په خاطر چې د کنعان ځمکه درکړم او ستاسو خدای اوسم.
39 که چېرې یو اسراییلی چې ستاسو سره نژدې اوسیږي دومره غریب شي چې خپل ځان په تاسو باندې د غلام په توګه خرڅ کړي، تاسو به په هغه باندې د غلامانو کار نه کوئ.
40 د هغه سره دې د مزدور یا هغه موقتي اوسېدونکي په شان رویه وشي کوم چې ستاسو په منځ کې اوسیږي. هغه اسراییلی دې د بېرته ورکولو تر بل کاله پورې ستاسو خدمت وکړي.
41 په هغه وخت کې به هغه او د هغه اولادونه ستاسو څخه لاړ شي او خپلې کورنۍ او د خپلو نیکونو ملکیت ته به ورستانه شي.
42 اسراییلیان زما غلامان دي چې ما له مصر څخه راوویستل. په دې خاطر باید هغوی د غلامانو په توګه خرڅ نه شي.
43 د خپل خدای څخه ووېرېږئ او د هغوی سره سخته رویه مه کوئ.
44 که چېرې تاسو غلامانو ته ضرورت لرئ، کولی شئ چې د خپل شاوخوا قومونو څخه یې په بیه واخلئ.
45 همدارنګه تاسو کولی شئ چې ځینې بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او د هغوی اولادونه چې ستاسو په خاوره کې پیدا شوي دي هم په بیه واخلئ. هغوی به ستاسو ملکیت شي.
46 وروسته تاسو هغوی خپلو اولادونو ته د میراث په توګه پرېښودلی شئ او د ټول عمر دپاره ورڅخه غلامان جوړولی شئ. مګر د خپلو اسراییلیانو سره باید سخته رویه ونه کړئ.
47 فرض کړئ یو بېګانه یا یو داسې موقتي اوسېدونکی چې ستاسو په منځ کې اوسیږي شتمن شي، مګر کوم اسراییلی غریب شي او خپل ځان په هغه بېګانه نفر یا د هغه نفر د کورنۍ په غړي باندې د غلام په توګه خرڅ کړي.
48 هغه د خرڅېدلو څخه وروسته بیاهم حق لري چې بېرته په بیه واخیستل شي. یو ورور،
49 یا یو تره یا یو د تره زوی یا یو بل نژدې خپلوان یې بېرته اخیستلی شي. که چېرې هغه په خپله پوره پیسې لاس ته راوړي، خپله ازادي په خپله اخیستلی شي.
50 هغه باید د هغه چا سره چې دی یې اخیستی دی مشوره وکړي او د هغه وخت څخه چې خپل ځان یې خرڅ کړی ؤ د بېرته ورکولو د بل کاله پورې کلونه دې وشمېري او د هغه د ازادېدو بیه دې د پاتې کلونو د هغه نرخ په اساس وي چې یو مزدور ته د هغو کلونو د شمېر په حساب ورکول کیږي.
51 ‏-
52 که چېرې د بېرته ورکولو تر کاله پورې زیاته موده پاتې وي هغه به د خپلې ازادۍ دپاره زیاتې پیسې ورکوي او که چېرې لږه موده پاتې وي نو لږې پیسې به ورکوي
53 د هغه سره دې د داسې مزدورانو په شان رویه وشي چې د کال په حساب اجیران نیول کیږي. تاسو باید وګورئ چې د هغه خاوند د هغه سره سخته رویه ونه کړي.
54 حتیٰ که چېرې هغه په دغو طریقو ازاد نه شي، د بېرته ورکولو په راتلونکي کال باید هغه او د هغه اولادونه ازاد شي.
55 دا ځکه چې اسراییلیان زما غلامان دي چې ما له مصر څخه راوویستل. زه د هغوی څښتن خدای یم.>