لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 22

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <هارون او د هغه زامنو ته ووایه چې د هغو پاکو نذرانو احترام وکړي چې اسراییلیان یې ماته وقف کوي، ترڅو هغوی زما مقدس نوم سپک نه کړي. زه څښتن یم.
3 که چېرې ستاسو د اولادې څخه کوم یو د ناپاکۍ په حال کې هغو مقدسو نذرانو ته ورنژدې شي چې د اسراییلو قوم ماته وقف کړې دي، هغه بیا هیڅکله د قربانۍ په ځای کې خدمت نه شي کولی. دا خبره به تل ترتله عملي کیږي. زه څښتن یم.
4 که چېرې د هارون د اولادې څخه کوم یو د پوستکي په ساري ناروغۍ اخته وي یا د بدن څخه یې زوه راوزي، هغه تر هغه وخته پورې دا پاکې نذرانې نه شي خوړلی ترڅو پورې چې پاک نه شي. هر کاهن چې داسې کوم شي ته لاس وروړي چې د مړي سره د لګېدلو په وسیله ناپاک شوی وي یا که چېرې د کاهن څخه مني ووزي،
5 یا که چېرې هغه په ناپاک حیوان یا ناپاک نفر باندې لاس وهلی وي هغه ناپاک کیږي.
6 هر کاهن چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي، هغه تر ماښامه پورې ناپاک پاتې کیږي. بیاهم هغه پاکې نذرانې نه شي خوړلی ترڅو پورې چې غسل ونه کړي.
7 کله چې لمر پرېوزي، هغه به پاک شي او د هغې څخه وروسته هغه کولی شي چې پاکې نذرانې وخوري ځکه چې دا د هغه خواړه دي.
8 هغه دې د داسې حیوان غوښه ونه خوري چې په خپل مرګ مړ شوی وي یا د وحشي حیواناتو په وسیله وژل شوی وي، په دې باندې به هغه ناپاک شي. زه څښتن یم.
9 ټول کاهنان دې زما د مقرراتو څخه چې هغوی ته مې ورکړي دي پیروي وکړي. که نه، نو هغوی به ګناهکاران او مړه شي، ځکه چې هغوی مقدسو مقرراتو ته په سپکه سترګه کتلي دي. زه څښتن یم چې هغوی مقدس کوم.
10 څوک چې د کاهن د کورنۍ غړی نه وي، هغه پاکې نذرانې نه شي خوړلی. د کاهن مېلمه یا مزدور هم هغه نه شي خوړلی.
11 خو که چېرې یو کاهن په خپلو پیسو باندې یو غلام اخیستی وي یا که چېرې یو غلام د هغه په کورنۍ کې زېږېدلی وي، هغه غلام کولی شي چې د هغه خواړه وخوري.
12 که چېرې د یو کاهن لور د یو داسې سړي سره واده وکړي چې هغه کاهن نه وي، هغه نه شي کولی چې پاکې نذرانې وخوري.
13 مګر که چېرې د یو کاهن لور کونډه یا طلاقه شوې وي او اولادونه ونلري او بېرته راشي او د خپل پلار په کور کې اوسیږي، هغه کولی شي چې هغه خواړه وخوري چې د هغې پلار یې د کاهن په توګه ترلاسه کوي. په هر حال د کاهن د کورنۍ د غړو څخه پرته هیڅوک نه شي کولی چې هغه وخوري.
14 که چېرې داسې خلک چې د کاهن د کورنۍ غړي نه وي په غیر ارادي توګه پاکې نذرانې وخوري، هغوی باید کاهن ته د اضافه شلو فیصدو سره پوره تاوان ورکړي.
15 ‏-
16 کاهنان باید نورو خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د دې پاکو نذرانو په خوړلو سره چې د اسراییلو قوم یې زما دپاره وقف کوي د هغو سپکاوی وکړي، ځکه چې په دې کار سره به هغوی ګناهکار وګڼل شي او سزا به ومومي. زه څښتن یم او هغه نذرانې مقدسې کوم.>
17 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
18 <هارون او د هغه د زامنو او ټولو اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: که چېرې له تاسو څخه یو نفر که هغه یو اسراییلی یا یو داسې بېګانه نفر وي چې په اسراییلو کې اوسیږي، ماته د سوزېدونکې نذرانې دپاره یو سوغات وړاندې کوي، که هغه د نذر د ورکولو په توګه وي یا رضاکارانه نذرانه وي،
19 تاسو باید د پادې یا رمې څخه یو نر حیوان وړاندې کړئ چې کوم عیب په کې نه وي د دې دپاره چې هغه ستاسو په خاطر قبول شي.
20 که چېرې تاسو یو داسې حیوان وړاندې کړئ چې کوم عیب په کې وي، زه څښتن به هغه ستاسو په خاطر قبول نه کړم.
21 کله چې یو نفر څښتن ته د رمې او یا پادې څخه د سلامتۍ نذرانه راوړي چې یو نذر ورکړي یا د رضاکارانه نذرانې په توګه وي، د دې دپاره چې د قبلېدلو وړ وي نو په هغې کې باید هیڅ عیب نه وي.
22 څښتن ته داسې حیوان مه وړاندې کوئ چې ړوند، ګوډ یا معیوب وي، زخم ولري او یا د پوستکي په دوامداره ناروغۍ اخته وي. هغه په قربانګاه باندې د یوې داسې نذرانې په توګه مه ږدئ چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي.
23 که څه هم تاسو کولی شئ چې د رضاکارانه نذرانې په توګه یو حیوان چې بې ډوله یا کوچنی وي وړاندې کړئ، مګر هغه به د نذر په توګه قبول نه شي.
24 څښتن ته هیڅ داسې حیوان مه وړاندې کوئ چې خصیه یې ټکول شوې، پرېکړل شوې، زخمي شوې یا ویستل شوې وي. تاسو باید په خپله خاوره کې داسې کار ونه کړئ.
25 تاسو باید له بېګانه خلکو څخه داسې حیوانات وانخلئ چې د خواړو د نذرانو په توګه یې وړاندې کړئ. هغه به ستاسو په خاطر قبول نه شي ځکه چې هغه بې ډوله دي یا عیبونه په کې دي.>
26 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
27 <کله چې یو خوسکی، یو وری یا یوه وزه پیدا شي، که هغه نر وي یا ښځه، د خپلې مور سره دې اووه ورځې پاتې شي. له اتمې ورځې څخه به هغه د یوې داسې نذرانې په توګه د منلو وړ وي چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
28 یوه غوا او د هغې خوسکی یا یوه مېږه او د هغې وری یا یوه وزه او د هغې بچی په یوه ورځ مه حلالوئ.
29 کله چې تاسو څښتن ته د شکرانې یوه نذرانه قرباني کوئ نو د مقرراتو څخه پیروي وکړئ ترڅو هغه ستاسو په خاطر قبوله شي.
30 هغه باید په هماغه ورځ وخوړل شي، له هغې څخه تر سهاره پورې هیڅ شی مه پرېږدئ. زه څښتن یم.
31 زما د حکمونو څخه پیروي وکړئ. زه څښتن یم.
32 زما مقدس نوم مه سپکوئ. د اسراییلو ټول قوم باید د دې خبرې اقرار وکړي چې زه مقدس یم. زه څښتن یم چې تاسو مقدس کوم
33 او تاسو مې د دې دپاره له مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم. زه څښتن یم.>