لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 23

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <د اسراییلو خلکو ته ووایه چې ما ستاسو دپاره څو مذهبي اخترونه ټاکلي دي چې سره راغونډ شئ او زما عبادت وکړئ.
3 تاسو د خپل کار دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده، د ارام کولو دپاره ده. په هغه ورځ کار مه کوئ، مګر د عبادت دپاره راغونډ شئ. دا مهمه نه ده چې چېرته اوسېږئ، سبت د څښتن ورځ ده.
4 دغه اخترونه باید په ټاکل شویو وختونو کې اعلان کړئ.
5 څښتن ته د احترام کولو دپاره د فسحې د اختر لمانځل هر کال د اولې میاشتې په څوارلسمه ورځ د لمرپرېواته په وخت کې پیل کیږي.
6 په پنځلسمه ورځ د فطیرې ډوډۍ اختر پیل کیږي او اووه ورځې دوام کوي. تاسو باید په دې موده کې فطیره ډوډۍ وخورئ.
7 د دغو ورځو څخه په اوله ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او خپل ورځنی کار هیڅ مه کوئ.
8 اووه ورځې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي او په اوومه ورځ به بیا د عبادت دپاره سره راغونډ شئ، مګر هیڅ خپل ورځنی کار مه کوئ.>
9 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
10 <د اسراییلیانو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: کله چې تاسو هغې خاورې ته چې زه یې درکوم ورننوزئ او فصل یې ورېبئ، نو کاهن ته اولنۍ ګېډۍ ورکړئ.
11 هغه دې دا ګېډۍ د څښتن په حضور کې پورته کړي، ترڅو هغه ستاسو په خاطر قبوله شي. کاهن دې هغه د سبت له ورځې څخه وروسته په بله ورځ پورته کړي.
12 په هماغه ورځ یوه سوزېدونکې نذرانه هم څښتن ته قرباني کړئ یعنې یو یو کلن وری چې هیڅ عیب په کې نه وي.
13 له هغې سره به تاسو د دوو کیلوګرامو ښو اوړو د غلې دانې یوه نذرانه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي وړاندې کړئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي. همدارنګه له هغې سره به تاسو د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر د انګورو د شربت نذرانه هم وړاندې کړئ.
14 ترڅو پورې چې تاسو خدای ته دا نذرانه راوړې نه وي نو نوې غلې دانې هیڅ مه خورئ. که هغه خامې وي، نینې شوې وي، یا ډوډۍ ورڅخه پخه شوې وي هغه دې ونه خوړل شي. په دې قانون باندې دې د تل دپاره ستاسو د ټولو نسلونو له خوا عمل وشي.
15 د سبت د ورځې په سبا چې تاسو په کې څښتن ته د وړاندې کولو دپاره خپلې ګېډۍ راوړئ، پوره اووه هفتې وشمېرئ.
16 په پنځوسمه ورځ، یعنې هغه ورځ چې د اووم سبت څخه وروسته وي، د نوي حاصل څخه څښتن ته د غلې دانې بله نذرانه وړاندې کړئ.
17 هره کورنۍ دې دوه ډوډۍ راوړي چې ماته د وقف کولو دپاره پورته ونیول شي. هره یوه دې د دوو کیلوګرامو ښو اوړو څخه پخه شوې وي او خمیره هم په کې وي. دا به څښتن ته د اولنیو رېبل شویو غلو دانو د نذرانې په توګه وړاندې شي.
18 قوم دې د ډوډۍ سره اووه یو کلن وري، یو غویی او دوه پسونه وړاندې کړي، له دغو څخه دې په یو کې هم کوم عیب نه وي. دا به د غلې دانې او د څښلو د نذرانې سره څښتن ته یوه سوزېدونکې نذرانه وي، یوه داسې نذرانه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
19 بیا د ګناه د نذرانې دپاره یو وز او د سلامتۍ د نذرانې دپاره دوه یو کلن وري قرباني کړئ.
20 کاهن دې هغه ډوډۍ د دوه وریو سره څښتن ته د وقف کېدلو په خاطر پورته ونیسي. دا څښتن ته یوه مقدسه نذرانه ده چې باید کاهنانو ته ورکړل شي.
21 تاسو باید په هماغه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار ونه کړئ. هرچېرته چې ستاسو اولاده اوسیږي دا مقررات دې تل ترتله مراعت کړي.
22 کله چې تاسو د خپلو ځمکو حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټیو تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي هغه مه راټولوئ. هغه غریبانو او بېګانه خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.>
23 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
24 <د اسراییلو قوم ته ووایه چې د هر کال د اوومې میاشتې اوله ورځ د ارام کولو خاصه ورځ ده او د اسراییلو ټول خلک دې د سرني د اواز په اورېدلو سره د عبادت دپاره سره راغونډ شي.
25 په هماغه ورځ خپل عادي کار مه کوئ، مګر څښتن ته یوه داسې نذرانه وړاندې کړئ چې په اور باندې تیاریږي.>
26 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
27 <هر کال د اوومې میاشتې لسمه ورځ د کفارې ورځ ده. د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او روژه ونیسئ. یوه داسې نذرانه وړاندې کړئ چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
28 په هغه ورځ هیڅ کار مه کوئ، ځکه چې دا د کفارې ورځ ده چې ستاسو دپاره ستاسو د څښتن خدای په حضور کې کفاره ادا کیږي.
29 هرڅوک چې په هغه ورځ روژه ونه نیسي باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.
30 که چېرې څوک په هغه ورځ کوم کار وکړي، زه به په خپله هغه ووژنم.
31 دا قانون ستاسو په ټوله اولاده باندې هرچېرته چې اوسیږي عملي کیږي.
32 د میاشتې په نهمه ورځ د لمرپرېواته څخه نیولې د میاشتې د لسمې ورځې د لمرپرېواته پورې دا ورځ د ارام کولو د یوې خاصې ورځې په توګه ولمانځئ او په دې دوران کې باید تاسو روژه ونیسئ.>
33 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
34 <اسراییلیانو ته ووایه چې د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ څښتن ته د احترام کولو دپاره د جونګړو اختر پیل کیږي. هغه اووه ورځې دوام کوي.
35 په دغو ورځو کې اوله ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او خپل ورځنی کار مه کوئ.
36 اووه ورځې څښتن ته داسې نذرانې وړاندې کړئ چې په اور باندې تیاریږي او په اتمه ورځ بیا د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او د پخوا په شان نذرانه وړاندې کړئ. دا د عبادت ورځ ده او تاسو به خپل عادي کار نه کوئ.
37 دا هغه اخترونه دي چې د څښتن له خوا ټاکل شوي دي. هغه داسې ولمانځئ چې سره راغونډ شئ او هغه ډول ډول نذرانې چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي یعنې سوزېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې، قربانۍ ګانې او د څښلو نذرانې، دا هره یوه دې په خپله مناسبه ورځ هغه ته وړاندې شي.
38 دا اخترونه د سبت د ورځو څخه جدا دي او دا نذرانې د عادي سوغاتونو څخه جدا دي، یعنې ستاسو د هغو نذرانو څخه چې د نذرونو دپاره دي او د هغو رضاکارانه نذرانو څخه چې څښتن ته یې ورکوئ.
39 نو کله چې تاسو خپل پټي ورېبل اووه ورځې دا اختر چې د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ پیل کیږي ولمانځئ. اوله ورځ به د ارام کولو ورځ وي او اتمه ورځ به هم د ارام کولو ورځ وي.
40 په اوله ورځ تاسو د خپلو ونو څخه ډېره ښه مېوه، د خرما د ونې څانګې، پاڼې لرونکې څانګې او د سیند د غاړو څخه ولې واخلئ او اووه ورځې د خپل څښتن خدای په حضور کې خوشالي وکړئ.
41 دا هر کال اووه ورځې څښتن ته د احترام دپاره د یو اختر په توګه ولمانځئ. ستاسو راتلونکې اولاده دې تل ترتله د دې قانون څخه پیروي وکړي. هغه په اوومه میاشت ولمانځئ.
42 د اسراییلو ټول خلک باید اووه ورځې په جونګړو کې واوسیږي،
43 ترڅو ستاسو اولاده په دې پوه شي کله چې ما د اسراییلو قوم له مصر څخه راوویست، هغوی مې دې ته مجبور کړل چې په ساده جونګړو کې واوسیږي. زه ستاسو څښتن خدای یم.>
44 نو په دې ډول حضرت موسیٰ د اسراییلو خلکو ته لارښودنه وکړه چې د څښتن اخترونه ولمانځي.