لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 21

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د کاهنانو یعنې د هارون د زامنو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: هیڅ یو کاهن باید د خپلوانو د مړي د جنازې په مراسمو کې په ګډون کولو سره خپل ځان ناپاک نه کړي،
2 پرته له یو نژدې خپلوان څخه لکه د هغه مور یا پلار، د هغه زوی یا لور، د هغه سکه ورور،
3 یا یوه پېغله خور چې واده شوې نه وي او مېړه نه لري چې هغه وساتي.
4 هغه به خپل ځان د هغه چا په مرګ باندې نه ناپاکه کوي کوم چې د واده په وسیله د هغه خپلوان شوی وي.
5 هیڅ کاهن به په دې خاطر چې هغه داسې ښکاره شي چې د چا په مرګ باندې غمجن دی، نه به د خپل سر کومه برخه خرایي، نه به خپله ږیره لنډوي او نه به خپل بدن غوڅوي.
6 هغه باید مقدس وي او زما نوم سپک نه کړي، ځکه چې هغه ماته په اور باندې د خواړو نذرانې تیاروي او باید مقدس وي.
7 یو کاهن باید د یوې داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه یا پېغله نه وي او یا د خپل مېړه له خوا ورته طلاق ورکړای شوی وي، ځکه چې هغه خپل خدای ته مقدس دی.
8 خلک باید کاهن مقدس وګڼي، ځکه چې هغه ماته د خواړو نذرانې وړاندې کوي. زه څښتن یم، زه مقدس یم او خپل خلک مقدس کوم.
9 که چېرې د یو کاهن لور فاحشه شي، نو هغه خپل پلار رسوا کوي او باید وسوزول شي چې مړه شي.
10 مشر کاهن چې په سر باندې یې د مسح کولو تېل اچول شوي دي او د دې دپاره وقف شوی دی چې د کاهنتوب لباس واغوندي، نو باید خپل ویښتان ګډوډ پرېنږدي او خپل کالي ونه شلوي چې داسې ښکاره شي چې هغه د چا په مرګ باندې غمجن دی.
11 ‏-
12 هغه ماته وقف شوی دی. خپل ځان باید ناپاک نه کړي او نه دې زما د مقدسې خېمې څخه په وتلو او هغه کور ته په ننوتلو سره چې مړی په کې وي دا خېمه ناپاکه کړي که څه هم هغه د ده د خپل پلار مړی وي یا د مور.
13 هغه باید د داسې ښځې سره واده وکړي چې پېغله وي.
14 هغه باید د یوې کونډې یا طلاق شوې یا د داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه، مګر یوازې د خپلې قبیلې څخه د یوې پېغلې سره دې واده وکړي.
15 که نه، نو د هغه اولادونه چې باید مقدس وي، هغوی به ناپاک وي. زه څښتن یم او ما هغه د مشر کاهن په توګه انتخاب کړی دی.>
16 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
17 <هارون ته ووایه چې ستا د اولادې څخه هیڅ یو سړی چې جسماني عیبونه ولري نه شي کولی چې ماته د خواړو نذرانه وړاندې کړي. دا خبره به تل ترتله عملي کیږي.
18 هیڅ یو سړی چې جسماني عیبونه په کې وي نه شي کولی چې هغه نذرانه وړاندې کړي لکه څوک چې ړوند وي، ګوډ وي، بدشکله یا بې ډوله وي،
19 د چا لاس یا پښه چې معیوبه وي،
20 څوک په ملا باندې کړوپ وي یا ټیټ قدی وي، څوک چې د سترګې یا د پوستکي په ناروغۍ اخته وي او څوک چې خصي وي.
21 د هارون کاهن د اولادې څخه هیڅ یو سړی چې کوم جسماني عیبونه په کې وي نه شي کولی چې ماته د خواړو یوه داسې نذرانه وړاندې کړي چې په اور باندې تیاریږي.
22 داسې سړی کولی شي چې هغه خواړه وخوري چې ماته وړاندې شوي وي یعنې د خواړو مقدسه نذرانه او د خواړو ډېره مقدسه نذرانه.
23 مګر په دې خاطر چې په هغه کې جسماني عیب دی، هغه دې مقدسې پردې او د قربانۍ ځای ته نژدې رانه شي او زما مقدس ځای او هرڅه چې په کې دي هغه دې نه ناپاکه کوي، ځکه چې زه څښتن یم او کاهنان مقدس کوم.>
24 نو حضرت موسیٰ دا هرڅه حضرت هارون او د هغه زامنو او ټولو اسراییلیانو ته وویل.