لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 10

د حضرت هارون زامنو ناداب او ابیهو هر یو خپل د اور لوښی راواخیست او په هغې کې یې بل شوي سکاره واچول، خوشبویي یې ورزیاته کړه او هغه یې څښتن ته وړاندې کړل. مګر دا اور مقدس نه ؤ، ځکه چې څښتن په هغوی باندې د هغه د وړاندې کولو امر نه ؤ کړی.
2 نو څښتن یوناڅاپه اور نازل کړ او هغوی یې په خپل حضور کې وسوزول او مړه شول.
3 بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <څښتن د دې په هکله خبرې کولې او دا یې فرمایل:هغه خلک چې خدمت کوي زماباید وکړي احترام د مقدس توب زماد ټول قوم په نظر کې بهزه دروند یم>مګر حضرت هارون غلی پاتې شو.
4 حضرت موسیٰ میشائیل او الصافان چې د حضرت هارون او حضرت موسیٰ د تره عزیئیل زامن وو، راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <دلته راشئ، د خپل تره د زامنو مړي د مقدس ځای څخه لېرې له کمپ څخه دباندې یوسئ.>
5 نو هغوی راغلل او څنګه چې حضرت موسیٰ حکم کړی ؤ، د هغوی مړي یې له کالیو څخه ونیول او د کمپ څخه یې دباندې یوړل.
6 بیا حضرت موسیٰ هارون او د هغه زامنو العازار او ایتامار ته وفرمایل: <خپل ویښتان ګډوډ مه پرېږدئ او خپل کالي مه شلوئ چې دا وښایي چې تاسو غمجن یئ. که چېرې داسې وکړئ نو تاسو به مړه شئ او څښتن به په ټول قوم باندې په قهر شي. مګر نور ټول اسراییلیان کولی شي چې د هغو دوو نفرو دپاره چې څښتن د اور په وسیله له منځه وړي دي وژاړي.
7 د خېمې د دروازې له خولې څخه مه ځئ که نه، نو تاسو به مړه شئ، ځکه چې تاسو د څښتن د مسح کولو په تېلو باندې پاک شوي یئ.> نو څنګه چې حضرت موسیٰ فرمایلي وو هغوی هماغسې وکړل.
8 څښتن حضرت هارون ته وفرمایل:
9 <ته او ستا زامن د شرابو یا بیرو د څښلو څخه وروسته مقدسې خېمې ته مه ورننوزئ، که چېرې داسې وکړئ نو مړه به شئ. دا یو دایمي قانون دی چې ستاسو ټوله اولاده به ورباندې عمل کوي.
10 تاسو باید د هغه شیانو ترمنځ فرق وکړئ چې کوم د خدای دي او کوم د عمومي استعمال دپاره دي او کوم پاک دي او کوم ناپاک.
11 باید د اسراییلو قوم ته هغه ټول قوانین ورزده کړئ چې ما تاسو ته د موسیٰ په وسیله درکړي دي.>
12 بیا حضرت موسیٰ هارون او د هغه پاتې زامنو العازار او ایتامار ته وفرمایل: <د غلې دانې هغه نذرانه چې څښتن ته په اور باندې د تیارېدونکو نذرانو څخه پاتې شوې ده واخلئ، له هغې څخه فطیره ډوډۍ پخه کړئ او د قربانۍ د ځای په څنګ کې یې وخورئ ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.
13 هغه په یو مقدس ځای کې وخورئ، ځکه چې دا ستا او ستا د زامنو د هغو نذرانو برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. دا هغه څه دي چې څښتن یې په ما باندې امر کړی دی.
14 مګر سینه او شاتنۍ پښه چې پورته نیول کیږي هغه دې په داسې ځای کې چې په مذهبي لحاظ پاک وي وخوړل شي. دا برخه تاسو، ستاسو زامنو او لورګانو ته ستاسو د برخې په توګه د سلامتۍ د هغو نذرانو څخه چې د اسراییلو د خلکو له خوا وړاندې کیږي درکول کیږي.
15 شاتنۍ پښه او سینه باید د هغو نذرانو د وازګې سره چې په اور باندې تیاریږي څښتن ته پورته ونیول شي. بیا لکه څنګه چې څښتن امر کړی دی، هغه به د همېش دپاره ستاسو او ستاسو د اولادې برخه وي.>
16 حضرت موسیٰ د هغه وز په باره کې پوښتنه وکړه چې د ګناه د نذرانې دپاره ؤ او خبر شو چې هغه سوزول شوی دی. په دې خبره هغه په العازار او ایتامار باندې په قهر شو او پوښتنه یې وکړه:
17 <تاسو ولې د ګناه نذرانه په یو مقدس ځای کې ونه خوړله؟ هغه ډېره مقدسه ده او څښتن د دې دپاره تاسو ته درکړې وه چې د کفارې په ادا کولو سره د قوم څخه ګناه لېرې شي.
18 په دې خاطر چې د هغه وینه مقدسې خېمې ته نه وه وړل شوې، نو تاسو باید د وز غوښه هلته خوړلې وای، لکه څنګه چې ما درته امر کړی ؤ.>
19 حضرت هارون په ځواب کې وفرمایل: <که چېرې ما د ګناه نذرانه نن خوړلې وای، آیا څښتن به هغه قبوله کړې وای؟ قوم خپله د ګناه نذرانه نن څښتن ته وړاندې کړه او خپله سوزېدونکې نذرانه یې راوړله، مګر بیاهم په ما باندې دا هیبتناکه پېښې وشوې.>
20 کله چې حضرت موسیٰ دا خبرې واورېدلې، هغه قانع شو.