لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 3

کله چې څوک د خپلې پادې یو حیوان د سلامتۍ د نذرانې په توګه د څښتن په حضور کې وړاندې کوي، هغه دې یو داسې غویی یا غوا وي چې کوم عیب په کې نه وي.
2 هغه به خپل لاس د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه به د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې حلال کړي. بیا به د هارون زامن چې کاهنان دي، هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
3 هغه نفر دې د حیوان دغه برخې څښتن ته د داسې قربانۍ په توګه چې په اور باندې تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
4 پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
5 بیا دې کاهنان هغه ټوله د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزوي. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
6 که چېرې هغه نفر د خپلې رمې څخه یو حیوان څښتن ته د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه دې یو داسې ښځینه یا نر حیوان وي چې کوم عیب په کې نه وي.
7 که چېرې هغه پسه وړاندې کوي،
8 نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه دې د خېمې په مخ کې حلال کړي. کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
9 هغه دې د سلامتۍ د نذرانې څخه یوه داسې قرباني راوړي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي: لکه د هغې وازګه، ټول لم چې له شمزۍ څخه پرې کړل شوی وي او ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
10 پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
11 کاهن دې هغه د خواړو د نذرانې په توګه څښتن ته په قربانګاه باندې وسوزوي.
12 که چېرې د هغه نفر نذرانه یوه وزه یا وز وي،
13 نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او د مقدسې خېمې په مخکې دې حلال کړي. بیا به کاهنان د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
14 هغه دې د خپلې نذرانې یوه برخه چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
15 پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
16 کاهن به دا ټول د خواړو د نذرانې په توګه چې څښتن ورباندې خوشالیږي په قربانګاه باندې وسوزوي. ټوله وازګه د څښتن ده.
17 هیڅ اسراییلی نه شي کولی چې کومه وازګه یا وینه وخوري. دا یو دایمي حکم دی چې ټول اسراییلیان چې هرچېرته اوسیږي باید د هغه څخه پیروي وکړي.>