لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 12

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <اسراییلیانو ته ووایه چې کله یوه ښځه امیدواره شي او زوی وزېږوي، هغه به اووه ورځې د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه وي.
3 په اتمه ورځ دې هلک سنت شي.
4 بیا باید هغه ښځه د وینې د بهېدلو څخه د پاکېدلو دپاره دري دېرش ورځې صبر وکړي. هغه باید هیڅ یو پاک شي ته لاس ورنه وړي او نه دې د پاکېدلو د ورځو د پوره کېدو پورې مقدسې خېمې ته ورننوزي.
5 که چېرې هغه لور وزېږوي، دا ښځه به څوارلس ورځې ناپاکه وي، لکه څنګه چې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې ناپاکه کیږي. بیا باید هغه ښځه د وینې د بهېدلو څخه د پاکېدلو دپاره شپږشپېته ورځې صبر وکړي.
6 کله چې د یو زوی یا د یوې لور د زېږولو دپاره د پاکېدلو ورځې خلاصې شي، هغه دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته ورشي. هغه دې یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې دپاره او یوه قمري یا یوه کوتره د ګناه د نذرانې دپاره راوړي.
7 کاهن به د هغې دپاره د کفارې د ادا کولو په خاطر هغه د څښتن په حضور کې وړاندې کړي او هغه ښځه به د وینې د بهېدلو څخه پاکه شي. دا مقررات د هغې ښځې دپاره دي چې یو هلک یا یوه نجلۍ وزېږوي.
8 که چېرې دا ښځه یو وری نه شي اخیستلی، نو دوه کوترې یا دوه قمري ګانې دې راوړي، یوه د سوزېدونکې نذرانې دپاره او بله د ګناه د نذرانې دپاره او کاهن به د هغې د ناپاکۍ د لېرې کولو دپاره مراسم سرته ورسوي او هغه به پاکه شي.>