لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 11

څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
2 <اسراییلیانو ته ووایئ چې د ټولو حیواناتو له جملې څخه چې په ځمکه باندې ژوند کوي، یعنې هغه حیوانات چې غوښه یې خوړلی شئ هغه دا دي:
3 هر حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند وهونکی هم وي.
4 خو داسې حیوانات شته چې یوازې شخوند وهونکي دي یا یوازې خلاص سوم لري، خو تاسو باید د هغو غوښه ونه خورئ. لکه اوښ، که څه هم هغه شخوند وهونکی دی، مګر خلاص سوم نه لري. دا ستاسو دپاره ناپاک دی.
5 غرنۍ سویه، که څه هم هغه شخوند وهونکې ده مګر خلاص سوم نه لري، دا ستاسو دپاره ناپاکه ده.
6 سویه، که څه هم شخوند وهونکې ده مګر خلاص سوم نه لري. دا ستاسو دپاره ناپاکه ده.
7 د خوګ غوښه مه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي. هغه خلاص سومان لري، مګر شخوند وهونکی نه دی.
8 تاسو باید د دې حیواناتو غوښه ونه خورئ او مه د هغو مړو ته لاس وروړئ، دا ستاسو دپاره ناپاک دي.
9 تاسو کولی شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ،
10 مګر هر حیوان چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري نه لري باید غوښه یې ونه خوړل شي.
11 داسې حیوانات باید حرام وګڼل شي. تاسو باید د هغو غوښه ونه خورئ او حتیٰ مړو ته یې لاس هم مه وروړئ.
12 هر شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونلري باید ونه خورئ.
13 ‏-
19 دا هغه مرغان دي چې تاسو یې باید حرام وګڼئ: عقاب او ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول ګونګیان، د دریاب مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک.
20 ټول وزر لرونکي حشرات حرام دي،
21 بغیر د هغو حشراتو څخه چې ټوپونه وهي.
22 له هغو څخه کولی شئ چې ډول ډول چورچورکۍ او ملخان وخورئ.
23 مګر نور ټول وزر لرونکي حشرات چې په پښو باندې هم ګرځي باید حرام وګڼل شي.
24 ‏-
28 هرڅوک چې د دغو حیواناتو مړو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي: ټول سوم لرونکي حیوانات، له هغو پرته چې سومان یې هم جدا وي او شخوند هم وهي او ټول حیوانات چې څلور پښې ولري او پنجې ولري. هرڅوک چې د هغو مړي یوسي باید هغه خپل کالي ومینځي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وي.
29 د هغو حیواناتو څخه چې په ځمکه باندې ګرځي، دغه حیوانات ستاسو دپاره ناپاک دي: ړنده مږه، موږک، هر ډول سمساره،
30 ډول ډول د کور او د شګې چرموښکۍ او کربوړی.
31 هرڅوک چې د هغو مړو ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
32 که چېرې د هغو مړي په یو شي باندې ولویږي، هغه شی به ناپاک شي. همداسې کار به د لرګي، ټوکر، څرمنې، یا بوجۍ په موادو باندې کیږي او مهمه نه ده چې هغه د څه شي دپاره استعمالیږي. هغه دې په اوبو کې غوټه کړای شي خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
33 که چېرې د هغو مړي د خټې په یو لوښي کې وغورزیږي، هرڅه چې په هغه کې دي ناپاک به شي او تاسو باید هغه لوښی مات کړئ.
34 کوم خواړه چې په عادي توګه حلال وي، مګر که له داسې لوښي څخه په هغو خواړو باندې اوبه توی شي، هغه به ناپاک شي او د څښلو هرڅه چې په دې لوښي کې وي هغه ناپاک دي.
35 په هر شي باندې چې د هغو مړي ولویږي هغه شی ناپاکه کیږي، که په هغو کې نغری یا د پخلي لوښی شامل وي هغه باید مات شي.
36 مګر یوه چینه یا کوهی چې دغه مړه حیوانات په کې پراته وي، هغه پاک پاتې کیږي. لیکن هرڅوک چې د دغو مړو له جملې څخه کوم یو ته لاس وروړي، هغه به ناپاک شي.
37 که چېرې یو داسې مړی په هغو تخمونو باندې وغورزیږي چې کرل کیږي، هغه تخمونه پاک پاتې کیږي.
38 مګر که چېرې په تخمونو باندې اوبه توی شوې وي او په هغه باندې یو داسې مړی ولویږي، هغه ستاسو دپاره ناپاک دي.
39 که چېرې یو حیوان چې ستاسو دپاره پاک وي مړ شي، هرڅوک چې د هغه مړي ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
40 هرڅوک چې د دې مړ حیوان د غوښې څخه لږه غوښه وخوري، باید خپل کالي ومینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې د هغه مړی راپورته کړي، هغه باید خپل کالي ومینځي خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
41 هره خزنده چې په ځمکه باندې ګرځي، باید ونه خوړل شي.
42 ستاسو دپاره هره خزنده حرامه ده، که هغه په سینه باندې ښوئیږي یا په څلورو یا په ډېرو پښو ګرځي.
43 د هغو څخه د کوم یو په خوړلو سره خپل ځانونه مه ناپاکه کوئ.
44 زه ستاسو څښتن خدای یم، تاسو باید خپل ځانونه پاک کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زه مقدس یم. خپل ځانونه په هیڅ یوې خزندې باندې مه ناپاکه کوئ.
45 زه څښتن یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ ترڅو ستاسو خدای اوسم. له دې کبله تاسو باید مقدس اوسئ، ځکه چې زه مقدس یم.
46 دا مقررات د حیواناتو، مرغانو او هرڅه چې په اوبو کې ژوند کوي او ټولو خزندو په باره کې دي.
47 تاسو باید پام وکړئ چې د پاک او ناپاک او همدارنګه د حلالو او حرامو حیواناتو ترمنځ فرق وکړئ.>