لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 24

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <په اسراییلیانو باندې امر وکړه چې د هغو څراغونو دپاره چې په مقدسه خېمه کې دي د زیتونو سوچه تېل راوړئ، ترڅو هغه په منظمه توګه بل وساتل شي.
3 هارون دې هر ماښام هغه بل کړي او هغه دې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې د پردې څخه بیرون د لوظ د صندوق په مخ کې چې په ډېر مقدس ځای کې دی بل وساتي. دا حکم دې د تل دپاره مراعت شي.
4 هارون باید په هغو څراغونو باندې پام وکړي چې د سوچه سرو زرو په څراغدان باندې دي او وګوري چې هغه په منظمه توګه د څښتن په حضور کې بل وي.
5 څلورویشت کیلوګرامه ښه اوړه واخله او دولس ډوډۍ ورڅخه پخې کړه.
6 دا ډوډۍ په دوه قطارونو کې چې په هر قطار کې شپږ ډوډۍ وي، په هغه مېز باندې کېږده چې په سوچه سرو زرو پوښل شوی دی او د څښتن په حضور کې دی.
7 په هر قطار باندې لږه سوچه خوشبویي واچوه چې دا خوشبویي به څښتن خدای ته په اور باندې د تیارېدونکې نذرانې د یوې نښې په شان وي چې د ډوډۍ په ځای وړاندې کیږي.
8 دا ډوډۍ دې په هر سبت کې د څښتن په حضور کې کېښودل شي. دا د همېش دپاره د اسراییلو وظیفه ده.
9 دا ډوډۍ د هارون او د هغه د اولادې ده. هغوی دې هغه په یو مقدس ځای کې وخوري، ځکه چې دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.>
10 ‏-
11 داسې وشو چې یو سړی ؤ چې پلار یې مصری او مور یې اسراییلۍ وه چې شلومیت نومېدله، هغه د دبري لور وه چې د دان د قبیلې څخه ؤ. دغه سړي په کمپ کې د یو اسراییلي سره شخړه وکړه. د شخړې په وخت کې هغه څښتن ته ښکنځلې وکړې، نو هغوی دا سړی حضرت موسیٰ ته راوست.
12 هغه یې تر څارنې لاندې وساته او څښتن ته یې انتظار کاوه چې دوی ته ووایي چې د هغه سره څه وکړي.
13 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
14 <کفر ویونکی د کمپ څخه بیرون وباسه. هرچا چې د هغه ښکنځلې چې څښتن ته یې کړې دي اورېدلې وي، خپل لاسونه دې د هغه په سر باندې کېږدي او ټول قوم دې هغه سنګسار کړي.
15 اسراییلیانو ته ووایه: که چېرې څوک خدای ته ښکنځلې وکړي، نو هغه به د خپلو بدو سزا وویني.
16 هرڅوک چې د څښتن په نوم کفر ووایي باید ووژل شي. ټول قوم باید هغه سنګسار کړي. که هغه یو بېګانه نفر وي یا اسراییلی وي، کله چې هغه د خدای په نوم کفر ووایي باید ووژل شي.
17 هرڅوک چې قتل وکړي باید ووژل شي
18 او هرڅوک چې د بل چا حیوان ووژني باید تاوان یې ورکړي. قانون دا دی چې د ژوند په بدل کې ژوند واخیستل شي.
19 که چېرې یو څوک یو بل نفر ټپي کړي، هرڅه چې هغه کړي وي هماغه شان عمل به ورسره کیږي.
20 که چېرې تاسو د چا یو هډوکی مات کړئ، ستاسو یو هډوکی به مات شي. که چېرې تاسو د چا یوه سترګه وباسئ، ستاسو یوه سترګه به وویستل شي. که چېرې تاسو د چا یو غاښ مات کړئ، ستاسو یو غاښ به مات شي. څنګه چې تاسو یو بل نفر ټپي کړئ، ستاسو سره به په بدل کې هماغه شان کار کیږي.
21 هرڅوک چې یو حیوان ووژني تاوان به یې ورکوي، مګر څوک چې یو انسان ووژني، هغه به ووژل شي.
22 دا قانون په تاسو ټولو باندې عملي کیږي، یعنې په اسراییلیانو او په هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.>
23 کله چې حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته دا خبرې وکړې، هغوی دا سړی له کمپ څخه دباندې وویست او سنګسار یې کړ. په دې ډول د اسراییلو قوم هغه څه وکړل چې څښتن یې په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.