لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 13

څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
2 <کله چې د چا په پوستکي باندې زخم، دانه یا پړسوب وي چې کېدای شي هغه د پوستکي په یوې ساري ناروغۍ باندې بدله شي، هغه باید هارون کاهن یا د هغه یو زوی ته چې کاهن وي راوستل شي.
3 کاهن دې د هغه زخم معاینه کړي او که چېرې په هغه کې ویښتان سپین شوي وو او زخم د پوستکي څخه ژور ښکاره کېده، نو دا د پوستکي ساري ناروغي ده. نو کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي.
4 که چېرې د هغه د پوستکي زخم سپین ؤ خو د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده او ویښتان په کې سپین شوي نه وو، کاهن دې هغه ناروغه نفر د اوو ورځو دپاره د نورو څخه جدا وساتي.
5 کاهن به په اوومه ورځ هغه بیا معاینه کړي او که چېرې د هغه په نظر کې زخم هماغه شان ښکاره کېده او خپور شوی نه ؤ، کاهن به هغه د نورو اوو ورځو دپاره جدا وساتي.
6 په اوومه ورځ دې کاهن هغه د دوهم ځل دپاره معاینه کړي. که چېرې زخم مړاوی شوی ؤ او په پوستکي کې نه ؤ خپور شوی، کاهن به هغه پاک اعلان کړي، دا یوازې یوه ګرمکه ده. هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او هغه به پاک شي.
7 مګر که چېرې کاهن هغه نفر معاینه کړی وي او هغه یې پاک اعلان کړی وي او له هغې څخه وروسته ګرمکه د هغه په بدن باندې خپره شي، هغه باید خپل ځان بیا کاهن ته ورښکاره کړي.
8 کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې هغه ګرمکه په بدن باندې خپره شوې وه، کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي، دا یوه ساري ناروغي ده.
9 کله چې یو نفر د پوستکي ساري ناروغي ولري، هغه باید کاهن ته راوستل شي.
10 کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې په پوستکي کې یو سپین زخم وي چې ویښتان یې سپین کړي وي او که چېرې په پړسوب کې خامه غوښه وي،
11 نو دا د پوستکي یوه دوامداره ناروغي ده او کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي. کاهن دې هغه د معاینې دپاره جدا ونه ساتي، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاک دی.
12 ‏-
13 مګر که چېرې د ناروغۍ موده تېره شوې وي او یوازې داغونه پاتې وي، کاهن به هغه نفر پاک اعلان کړي.
14 مګر هرکله چې په هغه باندې خامه غوښه راښکاره شي، هغه به ناپاک شي.
15 کله چې کاهن دا خامه غوښه وویني، هغه نفر به ناپاک اعلان کړي. خامه غوښه ناپاکه ده، هغه نفر په ساري ناروغۍ اخته دی.
16 مګر کله چې دا خامه غوښه روغه شي او بیا سپینه شي، هغه نفر باید کاهن ته ورشي.
17 کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې د زخم څخه یوازې سپین داغونه پاتې وي کاهن به هغه ناروغه نفر پاک اعلان کړي، بیا به هغه پاک شي.
18 کله چې د یو چا په پوستکي باندې یوه دانه وي او روغه شي
19 او په هغه ځای باندې چې دانه وه، یو سپین پړسوب یا سوربخن سپین داغ راښکاره شي، هغه باید خپل ځان کاهن ته ورښکاره کړي.
20 کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور وي او ویښتان په کې سپین شوي وي، کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي. دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده چې د دانې په ځای منځته راغلې ده.
21 مګر که چېرې کاهن هغه معاینه کړي او سپین ویښتان په کې نه وي او د پوستکي څخه ژور نه وي او مړاوی شوی وي، بیا دې کاهن هغه نفر د اوو ورځو دپاره جدا وساتي.
22 که چېرې هغه زخم په پوستکي کې خپریږي، کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي، دا ساري ناروغي ده.
23 مګر که چېرې هغه بدل شوی او خپور شوی نه وي، دا یوازې د دانې داغ دی او کاهن به هغه نفر پاک اعلان کړي.
24 کله چې د یو چا پوستکی سوزېدلی وي او د سوزېدلي ځای په خامه غوښه کې یو سوربخن سپین یا سپین داغ راښکاره شي،
25 نو کاهن دې هغه داغ معاینه کړي. که چېرې په هغه کې ویښتان سپین شوي وو او د پوستکي څخه ژور ښکارېده، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده چې په هغه سوزېدلي ځای کې پیل شوې ده. کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي.
26 مګر که چېرې کاهن هغه معاینه کړي او په داغ کې سپین ویښتان نه وي او هغه د پوستکي څخه ژور نه وي او مړاوی شوی وي، بیا دې کاهن هغه نفر د اوو ورځو دپاره جدا وساتي.
27 په اوومه ورځ دې کاهن هغه معاینه کړي. که چېرې هغه خپریږي، کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده.
28 خو که چېرې بیاهم التهاب بدل شوی نه وي او خپور شوی نه وي مګر مړاوی شوی وي، نو دا د سوزېدلي ځای پړسوب دی او کاهن به هغه نفر پاک اعلان کړي. دا یوازې د سوزېدلي ځای داغ دی.
29 که چېرې د یو سړي یا د یوې ښځې په سر یا په زنه باندې زخم وي،
30 نو کاهن دې هغه زخم معاینه کړي. که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور ښکاري او ژیړ نري ویښتان په کې وي، نو کاهن به هغه نفر ناپاک اعلان کړي. دا یو خارښت دی او د سر یا د زنې ساري ناروغي ده.
31 مګر کله چې کاهن د ناسور دا ډول زخم معاینه کړي، که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، خو بیاهم تور ویښتان په کې نه وو، نو کاهن دې هغه ناروغه نفر اووه ورځې جدا وساتي.
32 په اوومه ورځ دې کاهن هغه زخم معاینه کړي. که چېرې خارښت خپور شوی نه ؤ او ژیړ ویښتان په کې نه وو او د پوستکي څخه ژور نه ښکارېده،
33 نو د هغه نفر ټول سر باید وخرایل شي بغیر له زخمي ځای څخه. کاهن دې هغه نورې اووه ورځې جدا وساتي.
34 په اوومه ورځ دې کاهن هغه خارښت بیا معاینه کړي، که چېرې هغه په پوستکي کې خپور شوی نه ؤ او د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، کاهن به هغه پاک اعلان کړي. هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او پاک به شي.
35 مګر که چېرې د هغه د پاکوالي د اعلان څخه وروسته خارښت خپور شي،
36 کاهن دې هغه معاینه کړي او که چېرې خارښت په پوستکي کې خپور شوی وي، کاهن دا اړتیا نه لري چې ژیړ ویښتان ولټوي، هغه نفر ناپاک دی.
37 خو که چېرې د هغه په نظر کې هغه بدل شوی نه وي او تور ویښتان په کې راشنه شوي وي، دا خارښت روغ شوی دی. هغه نفر پاک دی او کاهن به هغه همداسې پاک اعلان کړي.
38 کله چې د یو سړي یا د یوې ښځې په پوستکي باندې سپین داغونه وي،
39 نو کاهن دې هغه نفر معاینه کړي. که چېرې دا داغونه مړاوي او سپین وي، هغه یوه بې زیانه ګرمکه ده چې په بدن باندې راختلې ده، هغه نفر پاک دی.
40 که چېرې یو سړي خپل ویښتان له لاسه ورکړي وي او ګنجی شوی وي، هغه پاک دی.
41 که چېرې هغه د خپلې کوپړۍ یا تندي ویښتان له لاسه ورکړي وي او لوڅ تندی ولري، هغه پاک دی.
42 مګر که چېرې د هغه په ګنجي سر یا لوڅ تندي باندې سوربخن سپین زخم وي، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده.
43 کاهن دې هغه معاینه کړي او که چېرې زخم سوربخن سپین وي،
44 نو هغه سړی ناروغ او ناپاک دی. کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي ځکه چې د هغه په سر باندې زخم دی.
45 هغه نفر چې په داسې ساري ناروغۍ اخته وي باید شلېدلي کالي واغوندي، خپل ویښتان دې ببر پرېږدي، خپله خوله دې پټه کړي او داسې چیغې دې ووهي: زه ناپاک یم! زه ناپاک یم!
46 ترڅو پورې چې هغه نفر په دې ناروغۍ باندې اخته وي هغه ناپاک پاتې کیږي. هغه باید یوازې او د کمپ څخه دباندې واوسیږي.
47 که چېرې کوم کالي چڼاسکې وهلي وي که هغه د وړیو څخه جوړ شوي وي یا د کتان کالي وي،
48 د کتان یا وړیو ټوکر، یا څرمن او یا داسې شی وي چې له څرمنې څخه جوړ شوی وي،
49 که چېرې هغه چڼاسکه شنه بخنه یا سره بخنه وي، نو دا یوه خپرېدونکې چڼاسکه ده او کاهن ته باید وروښودل شي.
50 کاهن دې هغه چڼاسکه معاینه کړي او هغه شی دې اووه ورځې جدا کېږدي.
51 په اوومه ورځ دې هغه بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکه خپره شوې وه نو هغه شی ناپاک دی.
52 کاهن باید هغه کالي وسوزوي، ځکه چې چڼاسکه خرابوونکې ده او هغه دې وسوزول شي.
53 مګر کله چې کاهن هغه معاینه کړي او دا معلومه کړي چې چڼاسکه په هغه شي باندې نه ده خپره شوې،
54 هغه به دا حکم وکړي چې دا خراب شوی شی ومینځل شي. بیا دې هغه د نورو اوو ورځو دپاره جدا کېږدي.
55 له دې وروسته چې خراب شوی شی ومینځل شي، کاهن دې هغه بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکې خپل رنګ نه وي بدل کړی، که څه هم هغه خپره شوې نه ده، بیاهم هغه ناپاک دی. که دا خرابوالی په مخ کې وي یا شاته، تاسو باید دا شی وسوزوئ.
56 مګر کله چې کاهن هغه معاینه کړي، که چېرې د هغه شي د مینځلو څخه وروسته چڼاسکه مړاوې شوې وي، هغه دې خرابه شوې برخه وشلوي.
57 مګر که چېرې چڼاسکه په پورتنیو شیانو باندې بیا راښکاره شي، نو دا خپرېدونکې ده او په هرڅه باندې چې چڼاسکه وي خاوند یې باید هغه شی وسوزوي.
58 که چېرې هغه نفر هغه شی ومینځي او چڼاسکه ورکه شي هغه دې بیا ومینځل شي نو هغه شی به پاک شي.
59 دا مقررات د هغو کالیو په هکله دي چې چڼاسکې وهلي وي که هغه د وړیو یا کتان څخه جوړ شوي وي، د وړیو یا کتان ټوکر وي یا هغه شیان وي چې د څرمنې څخه جوړ شوي وي. نو په دې ډول به کاهن کولی شي دا فیصله وکړي چې آیا دا شیان پاک دي یا ناپاک.>