لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 17

څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر وکړ،
2 چې هارون او د هغه زامنو او د اسراییلو ټول قوم ته لاندیني حکمونه ورکړي.
3 ‏-
4 که د اسراییلو څخه یو څوک یو غویی یا یو وری یا یوه وزه څښتن ته د نذرانې په توګه د مقدسې خېمې د دروازې د خولې څخه پرته په بل هرځای کې حلال کړي، هغه به شریعت مات کړی وي. هغوی وینه توی کړې ده او د خدای له قوم څخه باید وشړل شي.
5 د دې حکم معنیٰ دا ده چې د اسراییلو خلک به له همدې وخت څخه څښتن ته هغه حیوانات راوړي چې په صحرا کې یې حلالول. هغوی باید هغه کاهن ته د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راولي او د سلامتۍ د نذرانو په توګه دې قرباني کړي.
6 کاهن دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې هغه وینه د څښتن په قربانګاه باندې وشیندي او وازګه دې د یو داسې بوی په توګه وسوزوي چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
7 د اسراییلو قوم باید نور په صحرا کې د هغو پیریانو دپاره قرباني ونه کړي کوم چې د وزانو په شان ښکاري او په دې کار سره دې د څښتن سره بې وفایي نه کوي. د اسراییلو قوم باید تل ترتله په دې حکم باندې عمل وکړي.
8 که چېرې کوم اسراییلی یا بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي سوزېدونکې نذرانه یا کومه بله قرباني
9 څښتن ته د نذرانې په توګه د مقدسې خېمې د دروازې د خولې څخه بغیر په بل هرځای کې وړاندې کړي، د خدای د قوم څخه به وشړل شي.
10 که چېرې کوم اسراییلی یا هغه بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي کومه وینه وخوري، څښتن فرمایي چې د هغه په ضد به شي او د خپل قوم څخه به یې وشړي.
11 د هر ژوندي شي ژوند په وینه کې دی او څښتن هغه د اسراییلو قوم ته ورکړې ده د دې په خاطر چې په قربانګاه باندې د ځان دپاره کفاره ادا کړي. دا وینه ده چې د یو چا د ژوند دپاره کفاره ادا کوي.
12 په دې خاطر څښتن د اسراییلو قوم ته فرمایلي دي چې نه به دوی او نه به هغه بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي، وینه خوري.
13 که چېرې کوم اسراییلی یا بېګانه نفر چې د دوی په منځ کې اوسیږي یو داسې حیوان یا مرغۍ ښکار کړي چې هغه حلال وي، باید د هغه وینه په ځمکه باندې توی کړي او په خاورو باندې دې پټه کړي.
14 د هر ژوندي شي ژوند په وینه کې دی، نو په دې خاطر څښتن د اسراییلو قوم ته فرمایلي دي چې باید د هیڅ یو ژوندي شي وینه ونه خوري. هرڅوک چې هغه وخوري باید د خدای د قوم څخه وشړل شي.
15 هرڅوک، که هغه اسراییلی یا بېګانه وي د یو داسې حیوان غوښه وخوري چې په خپل مرګ باندې مړ شوی وي یا د وحشي حیواناتو له خوا وژل شوی وي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي. هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي، بیا به پاک شي.
16 مګر که چېرې هغه خپل کالي ونه مینځي او غسل ونه کړي، نو د خپلو بدو سزا به وویني.