لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 14

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <دا مقررات د هغه نفر د پاکېدلو په باره کې دي چې د پوستکي د ساري ناروغۍ څخه روغ شوی وي. په هغه ورځ چې د هغه پاکوالی اعلانیږي باید هغه کاهن ته راوستل شي.
3 کاهن دې د کمپ څخه دباندې لاړ شي او هغه دې معاینه کړي. که چېرې هغه نفر د پوستکي د ساري ناروغۍ څخه روغ شوی وي،
4 کاهن به داسې حکم وکړي چې دوه ژوندۍ پاکې مرغۍ، د صبر لږ لرګي، سور تار او د وېلني بوټی دې د پاکوالي د مراسمو دپاره راوړل شي.
5 بیا به کاهن داسې حکم وکړي چې له دې مرغیو څخه دې یو د خټو د لوښي دپاسه چې د چینې تازه اوبه په کې وي، حلاله شي.
6 هغه دې بله ژوندۍ مرغۍ د صبر د لرګي، سور تار او د وېلني د بوټي سره واخلي او د هغې مرغۍ په وینه کې دې غوټه کړي کومه چې د تازه اوبو دپاسه حلاله شوې وه.
7 کاهن به اووه ځلې په هغه نفر باندې چې د ساري ناروغۍ څخه پاکیږي هغه وینه وشیندي او هغه به پاک اعلان کړي. بیا دې هغه ژوندۍ مرغۍ په صحرا کې خوشې کړي.
8 کوم نفر چې پاکیږي، هغه باید خپل کالي ومینځي، خپل ټول ویښتان دې وخرایي او غسل دې وکړي، بیا به هغه پاک شي. له دې وروسته هغه کولی شي چې کمپ ته ورننوزي، مګر اووه ورځې باید د خپلې خېمې څخه دباندې واوسیږي.
9 هغه باید په اوومه ورځ بیا خپل سر، ږیره، وروځې او د بدن پاتې ویښتان وخرایي. خپل کالي دې ومینځي او غسل دې وکړي، نو هغه به پاک شي.
10 هغه باید په اتمه ورځ دغه شیان راوړي: دوه وري او یوه یو کلنه مېږه چې په هر یو کې عیب نه وي، د غلې دانې د نذرانې دپاره درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او یوه پیاله د زیتونو تېل.
11 کاهن باید هغه نفر چې پاکیږي د دې نذرانو سره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې د څښتن حضور ته ورولي.
12 بیا به کاهن یو وری د یوې پیالې تېلو سره واخلي او هغه به د تاوان د نذرانې په توګه وړاندې کړي. کاهن به دا پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوي دي.
13 هغه دې وری په هغه مقدس ځای کې حلال کړي چېرته چې د ګناه د نذرانو او سوزېدونکو نذرانو دپاره حیوانات حلالیږي. هغه باید داسې وکړي ځکه چې د تاوان نذرانه د ګناه د نذرانې په شان د کاهن ده او هغه ډېره مقدسه ده.
14 کاهن دې د وري له وینې څخه لږه وینه واخلي او د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې دې وسولوي.
15 بیا به کاهن لږ تېل راواخلي او د خپل چپ لاس په ورغوي کې به یې توی کړي،
16 خپله ښي ګوته به په خپل ورغوي کې غوټه کړي او لږ تېل به په خپلې ګوتې سره د څښتن په حضور کې اووه ځلې وشیندي.
17 کاهن دې لږ تېل چې د هغه د لاس په ورغوي کې پاتې دي راواخلي او د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې وسولوي.
18 کاهن به پاتې تېل چې د هغه په ورغوي کې دي د هغه چا په سر باندې توی کړي څوک چې پاکیږي او د هغه دپاره به د څښتن په حضور کې کفاره ادا کړي.
19 بیا دې کاهن د ګناه نذرانه قرباني کړي او د هغه چا دپاره دې کفاره ادا کړي چې د خپلې ناپاکۍ څخه پاکیږي. له هغې څخه وروسته به د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوان حلال کړي
20 او د غلې دانې د نذرانې سره به یې په قربانګاه باندې وړاندې کړي. په دې ډول به د هغه نفر دپاره کفاره ادا کړي او هغه به پاک شي.
21 که چېرې هغه نفر غریب وي او نور څه نه شي اخیستلی، باید یو وری د تاوان د نذرانې په توګه راوړي. کاهن به هغه څښتن ته د وقف کولو دپاره پورته ونیسي او د هغه نفر دپاره به کفاره ادا کړي. هغه به یو کیلوګرام ښه اوړه چې د زیتون تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې دپاره راوړي او یوه پیاله تېل.
22 همدارنګه هغه نفر به دوه کوترې یا دوه قمري ګانې راوړي، یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره.
23 هغه باید په اتمه ورځ دا شیان د خپل ځان د پاکېدلو دپاره د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته راوړي.
24 کاهن به وری او د زیتونو تېل د تاوان د نذرانې دپاره واخلي او څښتن ته به یې د وقف کولو دپاره پورته ونیسي.
25 هغه به وری د تاوان د نذرانې په توګه حلال کړي او د هغه لږه وینه به واخلي او د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې به یې وسولوي.
26 بیا دې کاهن لږ تېل راواخلي او د خپل چپ لاس په ورغوي کې دې توی کړي.
27 هغه دې په خپله ښي ګوته د خپل ورغوي څخه لږ تېل اووه ځلې د څښتن په حضور کې وشیندي.
28 د خپل ورغوي څخه دې لږ تېل په هماغو ځایونو باندې وسولوي چې د تاوان د نذرانې وینه یې ورباندې سولولې وه، یعنې د هغه نفر چې پاکیږي د هغه د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې دې هغه وسولوي.
29 کاهن به هغه تېل چې د هغه په ورغوي کې پاتې دي د هغه نفر په سر باندې چې پاکیږي توی کړي او په دې ډول به د هغه دپاره د څښتن په حضور کې کفاره ادا کړي.
30 ‏-
31 بیا به هغه نفر د هغو کوترو یا قمري ګانو څخه یوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه د غلې دانې د نذرانې سره یوځای قرباني کړي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر دپاره چې پاکیږي د څښتن په حضور کې کفاره ادا کړي.
32 دا مقررات د هغه چا دپاره دي چې د پوستکي په ساري ناروغۍ باندې اخته وي او د خپل ځان د پاکوالي دپاره هغه نذرانې چې رواج وې نه شي اخیستلی.>
33 څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
34 <کله چې تاسو د کنعان خاورې ته چې تاسو ته یې ستاسو د ملکیت په توګه درکوم، ورننوزئ او د هغه ځای په یو کور کې خپرېدونکې چڼاسکه پیدا کړم،
35 د هغه کور خاوند باید لاړ شي او کاهن ته داسې ووایي چې ما په خپل کور کې یو شی لیدلی دی چې د چڼاسکې په شان ښکاري.
36 کاهن به داسې حکم وکړي چې مخکې له دې چې هغه د چڼاسکې د معاینه کولو دپاره لاړ شي هرڅه دې له هغه کور څخه راوویستل شي. که نه، نو هرڅه چې په هغه کور کې دي هغه به ناپاکه اعلان شي. له هغې وروسته دې کاهن دننه لاړ شي او کور دې معاینه کړي.
37 هغه دې په دېوالونو باندې چڼاسکې معاینه کړي. که چېرې په هغه کې شین بخن یا سوربخن داغونه وي چې دېوال خرابوي،
38 نو کاهن به د هغه کور څخه لاړ شي او کور به د اوو ورځو دپاره بند کړي.
39 په اوومه ورځ به کاهن بېرته راشي او هغه کور به بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکه په دېوالونو باندې خپره شوې وي
40 هغه دې حکم وکړي چې هغه تیږې چې چڼاسکې ورباندې پیدا شوې دي هغه دې لېرې شي او د ښار څخه دې دباندې په یو ناپاک ځای کې وغورزول شي.
41 له هغې وروسته باید کاهن ټول دننني دېوالونه په یو چا باندې وتوږي او خاوره دې د ښار څخه دباندې په یو ناپاکه ځای کې وغورزوي.
42 بیا دې د هغو تیږو په ځای چې لېرې کړای شوې دي د نورو تیږو څخه کار واخیستل شي او دېوالونو ته دې نوی اخېړ ورکړای شي.
43 که چېرې د دېوالونو د تیږو د لېرې کولو، توږلو او اخېړولو نه پس بیا په هغه کور کې چڼاسکه راښکاره شي
44 نو کاهن دې لاړ شي او هغه دې بیا معاینه کړي. که چېرې په کور کې چڼاسکه خپره شوې وي، نو دا یوه خرابوونکې چڼاسکه ده او دا کور ناپاک دی.
45 هغه کور باید وران شي او د هغه تیږې، تیرونه او ټوله خاوره باید د ښار څخه دباندې یو ناپاکه ځای ته یوړل شي.
46 په هغه دوران کې چې کاهن هغه کور بند اعلان کړی وي نو هرڅوک چې هغه ته ننوزي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
47 همدارنګه هرڅوک چې په هغه کور کې خوب کوي یا خوراک کوي باید خپل کالي ومینځي.
48 مګر که چېرې کاهن راشي او هغه معاینه کړي، نو که د کور د اخېړولو څخه وروسته چڼاسکه خپره شوې نه وي نو هغه به کور پاک اعلان کړي، ځکه چې چڼاسکه ورکه شوې ده.
49 هغه دې د کور د پاکولو دپاره دوه مرغۍ، د صبر لرګی، سور تار او د وېلني بوټی راواخلي.
50 هغه به له دغو مرغیو څخه یوه د خټو د لوښي دپاسه چې د چینې تازه اوبه په کې وي حلاله کړي.
51 بیا دې د صبر لرګی، د وېلني بوټی، سور تار او ژوندۍ مرغۍ راواخلي او هغه دې د مړې مرغۍ په وینه او تازه اوبو کې غوټه کړي او په کور باندې دې اووه ځلې وشیندي.
52 په دې ډول به کاهن هغه کور د مرغۍ په وینه، تازه اوبو، ژوندۍ مرغۍ، د صبر په لرګي، د وېلني په بوټي او سور تار باندې پاک کړي.
53 بیا دې هغه ژوندۍ مرغۍ د ښار څخه دباندې په صحرا کې خوشې کړي. په دې ډول به هغه د کور دپاره د پاکوالي مراسم سرته ورسوي او هغه به پاک شي.>
54 دا مقررات د پوستکي د هرې ساري ناروغۍ دپاره دي لکه خارښت،
55 ‏-
56 زخمونه، دانې یا پړسوب او همدارنګه په کالیو یا په کور کې چڼاسکه.
57 د دې مقرراتو له مخې دا فیصله کېدای شي چې یو شی په کوم وخت کې پاک دی او په کوم وخت کې ناپاک.