لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 18

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <د اسراییلو د خلکو سره خبرې وکړه او ورته ووایه چې زه ستاسو څښتن خدای یم.
3 د مصر د خلکو په شان کار مه کوئ چېرته چې یو وخت تاسو په کې اوسېدلئ، یا د کنعان د خلکو په شان کار مه کوئ چې زه اوس تاسو هلته بیایم.
4 تاسو باید زما قوانینو ته غاړه کېږدئ او زما د فرمانونو په مطابق عمل وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
5 زما په فرمانونو او قوانینو باندې عمل وکړئ، ځکه څوک چې هغو ته غاړه کېږدي د هغو په وسیله به ژوند وکړي. زه څښتن یم.
6 هیڅوک دې د خپلو نژدې خپلوانو سره زنا نه کوي. زه څښتن یم.
7 د خپلې مور سره په زنا کولو سره د خپل پلار سپکاوی مه کوئ. هغه ستاسو مور ده، د هغې سره زنا مه کوئ.
8 د خپل پلار د نورو ښځو سره په زنا کولو سره د خپل پلار سپکاوی مه کوئ.
9 د خپلې سکه یا ناسکه خور سره که هغه ستاسو د پلار لور وي یا د مور، که هغه ستاسو سره په یو کور کې زېږېدلې وي یا په بل ځای کې، د هغې سره زنا مه کوئ.
10 د خپلې لمسۍ سره زنا مه کوئ، هغه به ستاسو دپاره سپکاوی وي.
11 د یوې ناسکه خور سره زنا مه کوئ، هغه هم ستاسو خور ده.
12 د خپل پلار د خور سره زنا مه کوئ، هغه ستاسو د پلار نژدې خپلوانه ده.
13 د خپلې مور د خور سره زنا مه کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د مور نژدې خپلوانه ده.
14 د خپل تره د ښځې سره په زنا کولو سره د خپل تره سپکاوی مه کوئ، هغه هم ستاسو نژدې خپلوانه ده.
15 د خپلې نږور سره زنا مه کوئ. هغه ستاسو د زوی ښځه ده.
16 د خپلې ورېندار سره زنا مه کوئ، دا به ستاسو د ورور دپاره سپکاوی وي.
17 که تاسو د یوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لور یا د هغې د لمسۍ سره زنا مه کوئ. ځکه چې هغوی د هغې نژدې خپلوان دي. دا ډېر بد کار دی.
18 ترڅو پورې چې ستاسو ښځې ژوندۍ وي، د خپلو ښینو سره د دوهمې ښځې په توګه واده مه کوئ او د هغوی سره زنا مه کوئ.
19 د یوې ښځې سره د هغې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې مه یوځای کېږئ، ځکه چې هغه ناپاکه ده.
20 د بل سړي د ښځې سره زنا مه کوئ او په هغې باندې خپل ځان مه ناپاکه کوئ.
21 د خپلو ماشومانو څخه هیڅ یو ماشوم مه ورکوئ چې د مولک د بت دپاره قرباني شي. زه ستاسو څښتن خدای یم او په دې کار به زما سپکاوی وشي.
22 هیڅ یو سړی دې د بل سړي سره بد کار نه کوي، له دې څخه خدای کرکه کوي.
23 د یو حیوان سره جنسي اړیکې مه ساتئ او په دې ډول په دې کار خپل ځان مه ناپاکه کوئ. یوه ښځه باید یو حیوان ته د جنسي اړیکو په خاطر خپل ځان وړاندې نه کړي، دا ډېر بد کار دی.
24 په دې عملونو باندې خپل ځانونه مه ناپاکه کوئ، ځکه چې نورو قومونو په دې ډول خپل ځانونه ناپاکه کړل. دا هغه قومونه دي چې په دې خاوره کې اوسیږي او څښتن یې د دې په خاطر وباسي ترڅو تاسو وکولی شئ چې هغې خاورې ته ورننوزئ.
25 د هغوی عملونو هغه خاوره ناپاکه کړې ده، نو څښتن هغې خاورې ته سزا ورکوي او هغه مجبوروي چې خپل اوسېدونکي وشړي.
26 ‏-
27 هغوی دا ټول بد کارونه وکړل او هغه خاوره یې ناپاکه کړه، خو تاسو باید داسې ونه کړئ. تاسو ټول که هغه اسراییلیان وي یا هغه بېګانه خلک چې ستاسو سره اوسیږي د څښتن په قوانینو او حکمونو باندې عمل کوئ.
28 که چېرې تاسو دا ځمکه ناپاکه کړئ، نو هغه به تاسو ایسته وغورزوي لکه څنګه چې ستاسو څخه مخکې قومونه یې غورزولي وو.
29 نو هرڅوک چې د داسې کارونو څخه چې د کرکې وړ دي کوم کار وکړي، د خدای له قوم څخه به وشړل شي.>
30 څښتن وفرمایل: <زما امرونو ته غاړه کېږدئ او د هغو ناوړه رواجونو څخه پیروي مه کوئ کوم چې ستاسو د راتګ څخه مخکې به کېدل او په هغو باندې خپل ځانونه مه ناپاکه کوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.>۔