لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 26

څښتن وفرمایل: <د خپلو ځانونو دپاره بتان یا مجسمې یا د تیږو ستنې مه جوړوئ چې د هغو عبادت وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
2 د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم.
3 که چېرې تاسو زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ او زما امرونو ته غاړه کېږدئ،
4 زه به په صحیح وخت په تاسو باندې باران واوروم، ترڅو ځمکه حاصلات ورکړي او ونې مېوې ونیسي.
5 ستاسو فصلونه به دومره پرېمانه شي چې ستاسو د غلو دانو غوبل به تر هغه پورې دوام وکړي ترڅو د انګورو د راټولولو وخت راشي او ستاسو د انګورو د حاصل راټولول به تر هغه وخته پورې دوام وکړي ترڅو د غلو دانو د کرلو وخت راورسیږي. هرڅه چې تاسو یې غواړئ هغه به وخورئ او په خپله خاوره کې به په امن سره واوسېږئ.
6 زه به ستاسو خاورې ته ارامي راولم او تاسو به بې د چا له وېرې خوب کولی شئ. زه به د هغې خاورې څخه خطرناک حیوانات لېرې کړم او هلته به نور جنګ نه وي.
7 تاسو به په خپلو دښمنانو باندې بریالي شئ او په جګړه کې به یې ووژنئ.
8 ستاسو پنځه تنه به وکولی شي چې سلو تنو ته ماتې ورکړي او ستاسو سل تنه به وکولی شي چې لسو زرو تنو ته ماتې ورکړي.
9 زه به تاسو ته برکت درکړم او ډېر اولادونه به درکړم او په هغه لوظ باندې به ودرېږم چې تاسو سره مې کړی دی.
10 ستاسو حاصلات به دومره پرېمانه شي چې هغه به تر کاله پورې ورسیږي او حتیٰ څه چې د زاړه حاصل څخه پاتې دي هغه به لېرې وغورزوئ ترڅو د نوي حاصل دپاره ځای پیدا شي.
11 زه به راشم او ستاسو په منځ کې به اوسېږم او هیڅکله به ستاسو څخه کرکه ونه کړم.
12 زه به ستاسو سره مل یم او ستاسو خدای به یم او تاسو به زما قوم یئ.
13 زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ ترڅو نور د مصریانو غلامان نه اوسئ. ما ستاسو د غلامۍ جغونه مات کړل او تاسو ته مې د دې توان درکړ چې په سرلوړۍ سره واوسېږئ.>
14 څښتن وفرمایل: <مګر که چېرې زما امرونو ته غاړه کېنږدئ نو تاسو ته به سزا درکړل شي.
15 که چېرې تاسو زما د قوانینو او حکمونو د منلو څخه انکار وکړئ او هغه لوظ مات کړئ چې ستاسو سره مې کړی دی،
16 نو زه به تاسو ته داسې سزا درکړم: په تاسو باندې به آفت نازل کړم، داسې ناروغي چې د علاج وړ نه وي او تبې چې تاسو به ړانده کړي او ستاسو ژوند به خراب کړي. تاسو به خپل فصلونه وکرئ، مګر هیڅ ګټه به درته ونه رسوي ځکه چې څه چې تاسو کرئ ستاسو دښمنان به یې وخوري.
17 زه به ستاسو په ضد شم، ترڅو ستاسو دښمنان تاسو ته ماتې درکړي او هغوی چې ستاسو څخه کرکه کوي په تاسو باندې به حکومت کوي. تاسو به دومره وېرېږئ چې بې له دې چې څوک مو تعقیب کړي تاسو به تښتئ.
18 که چېرې د دغو ټولو شیانو څخه وروسته بیاهم ماته غوږ ونه نیسئ، زه به تاسو ته ستاسو د ګناهونو په خاطر اووه چنده زیاته سزا درکړم.
19 زه به ستاسو سخت غرور مات کړم. هیڅ باران به نه وي او ستاسو ځمکه به وچه شي او د اوسپنې په شان به کلکه شي.
20 ستاسو ټول زیار به تاسو ته هیڅ ګټه ونه رسوي، ځکه چې ستاسو ځمکه به فصلونه نه کوي او ونې به مېوه ونه نیسي.
21 که چېرې تاسو زما په خلاف اوسئ او ماته غوږ ونه نیسئ، زه به بیا ستاسو سزا اووه چنده زیاته کړم.
22 زه به ستاسو منځ ته خطرناک حیوانات درولېږم او هغوی به ستاسو اولادونه ووژني، ستاسو حیوانات به له منځه یوسي او ستاسو شمېر به دومره کم کړي چې لارې به مو خوشې پاتې شي.
23 که چېرې د دغو ټولو سزاګانو سره سره زما خبرو ته غوږ ونه نیسئ او زما په خلاف پاتې شئ،
24 زه به په خپله ستاسو په خلاف شم او تاسو ته به له مخکې څخه اووه چنده سخته سزا درکړم.
25 زه به په تاسو باندې جنګ راولم د دې په خاطر چې تاسو ته د خپل لوظ د ماتولو دپاره سزا درکړم او که چېرې تاسو د خوندي پاتې کېدلو دپاره په خپلو ښارونو کې راغونډ شئ، زه به په تاسو باندې ناعلاجه ناروغۍ نازلې کړم او تاسو به مجبور شئ چې خپلو دښمنانو ته تسلیم شئ.
26 زه به په تاسو باندې خواړه بند کړم چې لس ښځې به یو تنور ډوډۍ پخوي. ستاسو جیره به دومره کمه کړم چې کله تاسو هغه ټوله وخورئ، بیا به هم ماړه نه شئ.
27 که چېرې له دې سره سره بیاهم تاسو ماته غوږ ونه نیسئ او زما په خلاف پاتې شئ،
28 بیا به زه په تاسو باندې خپل غضب نازل کړم او ستاسو سزا به له پخوا څخه اووه چنده زیاته کړم.
29 ستاسو لوږه به دومره زیاته شي چې خپل اولادونه به وخورئ.
30 زه به ستاسو هغه عبادتخانې له منځه یوسم چې په غونډیو باندې دي. ستاسو د خوشبویۍ قربانګاوې به له منځه یوسم او ستاسو مړي به ستاسو په بې ساه بتانو باندې وغورزوم. زه به ستاسو څخه کرکه وکړم.
31 ستاسو ښارونه به په کنډوالو بدل کړم، ستاسو عبادتخانې به له منځه یوسم او ستاسو قربانۍ ګانې به قبولې نه کړم.
32 زه به ستاسو خاوره بېخي له منځه یوسم چې دښمنان مو هغه ونیسي، نو دې ورانۍ ته به هک حیران پاتې شي.
33 زه به په تاسو باندې جنګ راولم او تاسو به په پردیو هېوادونو کې خپاره کړم. ستاسو ځمکه به خوشې پاتې شي او ښارونه به مو په کنډوالو بدل شي.
34 ‏-
35 بیا به ځمکه د خاره پاتې کېدلو د کلونو څخه چې تاسو پریښې نه وه ګټه واخلي. نو ترڅو پورې چې تاسو د خپلو دښمنانو په خاوره کې په جلاوطنۍ کې اوسېږئ هغه به خوشې او خاره پاتې شي.
36 ستاسو هغه خلک چې په جلاوطنۍ کې دي، د هغوی په زړونو کې به داسې وېره واچوم چې د هغې پاڼې له اواز څخه به هم تښتي چې باد یې رپوي. هغوی به داسې منډې وهي لکه څوک چې یې په جګړه کې تعقیبوي. د هغوی په څنګ کې به هیڅ دښمن نه وي مګر هغوی به غورزیږي.
37 هیڅ څوک به هغوی نه تعقیبوي خو هغوی به د یو بل دپاسه غورزیږي او دا توان به نه لري چې د خپلو دښمنانو په مقابل کې ودریږي.
38 هغوی به په پردي وطن کې مړه شي او د خپلو دښمنانو خاوره به یې ژوندي تېر کړي.
39 د هغوی څخه چې څوک د خپلو دښمنانو په خاوره کې ژوندي پاتې شي، د هغوی ژوند به ستاسو او ستاسو د نیکونو د ګناه له کبله برباد شي.
40 مګر ستاسو اولاده به د خپلو ګناهونو او خپلو نیکونو د ګناهونو اقرار کوي چې زما سره یې بې وفایي او دښمني وکړه
41 او زه یې د خپل ځان په ضد کړم ترڅو هغوی د خپلو دښمنانو خاورې ته وشړم. په آخر کې کله چې ستاسو د اولادې سخت زړونه نرم شي او د خپلې ګناه دپاره سزا ومومي،
42 زه به د یعقوب، اسحاق او ابراهیم سره خپل لوظ او خپل قوم ته د ځمکې د ورکولو وعده رایاده کړم.
43 اول باید د دې وطن خلک دا ځمکه پرېږدي ترڅو د خاره پاتې کېدلو څخه ګټه واخلي او هغوی باید زما د قوانینو او فرمانونو د ردولو په سبب د خپلو ګناهونو پوره بیه ادا کړي.
44 بیاهم، کله چې هغوی د خپلو دښمنانو په خاوره کې وي، زه به یې بېخي له منځه نه وړم. هغوی به نه پرېږدم او خپل لوظ به ورسره مات نه کړم، ځکه چې زه د هغوی څښتن خدای یم.
45 مګر زه به د هغوی په خاطر هغه لوظ رایاد کړم چې د هغوی د نیکونو سره مې هغه وخت کړی ؤ چې هغوی مې له مصر څخه راوویستل د دې دپاره چې زه به د هغوی خدای اوسم او په دې ډول مې نورو قومونو ته خپل قدرت وروښود.>
46 دا هغه فرمانونه، قوانین او مقررات دي چې څښتن د سینا په غره باندې د اسراییلیانو دپاره حضرت موسیٰ ته ورکړل.