لاویان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27


څپرکی 4

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <اسراییلیانو ته ووایه: کله چې څوک ګناه کوي او په سهوې سره د څښتن حکمونه ماتوي، هغه باید دا لاندیني مقررات مراعت کړي.
3 که چېرې مشر کاهن ګناه وکړي او په دې ډول قوم ګناهکار کړي، هغه به یو داسې ځوان غویی وړاندې کوي چې کوم عیب په کې نه وي او د خپلې ګناه دپاره به یې څښتن ته قرباني کوي.
4 هغه دې غویی د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راولي، خپل لاس دې د هغه په سر باندې کېږدي او د څښتن په حضور کې دې هلته حلال کړي.
5 بیا به مشر کاهن د غویي له وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته به یې یوسي.
6 هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او لږه وینه دې واخلي او اووه ځلې دې د څښتن په حضور کې د مقدس ځای د پردې مخې ته وشیندي.
7 بیا به کاهن لږه وینه په خېمه کې د خوشبویۍ د قربانګاه په برجونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د خېمې د دروازې په خوله کې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
8 هغه به له دې غویي څخه ټوله وازګه واخلي، یعنې هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
9 پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه،
10 لکه څنګه چې وازګه له غویي څخه چې د سلامتۍ د نذرانې په توګه قرباني کیږي لېرې کیږي. بیا به کاهن هغه د سوزېدونکې نذرانې په قربانګاه باندې وسوزوي.
11 مګر هغه به د هغه پوستکی، ټوله غوښه، سر، پښې او د هغه د نس دنننۍ برخې د خوشایو سره واخلي،
12 هغه به ټول د کمپ څخه دباندې پاک ځای ته چېرته چې ایرې غورزول کیږي یوسي او هلته به یې د لرګیو په اور باندې وسوزوي.
13 که چېرې د اسراییلو ټول قوم په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغوی به ګناهکار وګڼل شي.
14 کله چې هغوی په خپله ګناه پوه شي، باید د ګناه د نذرانې په توګه یو ځوان غویی راولي او د مقدسې خېمې په مخ کې دې هغه وړاندې کړي.
15 د قوم مشران دې خپل لاسونه د غویي په سر باندې کېږدي او غویی دې د څښتن په حضور کې حلال شي.
16 بیا دې مشر کاهن د غویي له وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته دې یوسي.
17 هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او هغه دې د څښتن په حضور کې اووه ځلې د پردې مخې ته وشیندي.
18 بیا دې هغه لږه وینه په مقدسه خېمه کې د څښتن په حضور کې د خوشبویۍ د قربانګاه په برجونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
19 بیا به هغه د غویي ټوله وازګه لېرې کړي او په قربانګاه باندې به یې وسوزوي.
20 هغه به د دې غویي سره هماغسې کار وکړي لکه څنګه چې د ګناه د نذرانې د غویي سره یې کړی ؤ. په دې ډول به کاهن د قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي.
21 بیا به هغه غویی له کمپ څخه دباندې یوسي او وبه یې سوزوي، لکه څنګه چې هغه غویی یې سوزولی ؤ چې د هغه د ګناه دپاره وړاندې شوی ؤ. دا هغه نذرانه ده چې د ټول قوم د ګناه د لېرې کولو دپاره ده.
22 کله چې یو مشر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.
23 کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، هغه باید د خپلې نذرانې په توګه یو داسې وز راولي چې کوم عیب په کې نه وي.
24 هغه دې خپل لاس د وز په سر باندې کېږدي او په هغه ځای کې دې حلال کړي چېرته چې د څښتن په حضور کې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي. دا د ګناه نذرانه ده.
25 بیا دې کاهن د هغه وز د وینې څخه په خپله ګوته باندې لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي. پاتې وینه به د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړي.
26 بیا دې هغه دا ټوله وازګه په قربانګاه باندې وسوزوي لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوزوله. په دې ډول به کاهن د هغه مشر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
27 که چېرې کوم عام نفر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.
28 کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، باید د خپلې نذرانې په توګه یوه داسې وزه راولي چې کوم عیب په کې نه وي.
29 هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوزېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي.
30 بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
31 هغه به د وزې ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ له نذرانې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه په قربانګاه باندې وسوزوي چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
32 که چېرې هغه د خپلې ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه راولي، هغه باید داسې مېږه وي چې کوم عیب په کې نه وي.
33 هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوزېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي.
34 بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
35 بیا به د هغې څخه ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې له پسه یا مېږې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه په قربانګاه باندې د هغو نذرانو سره یوځای وسوزوي چې څښتن ته تیاریږي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.