لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 8

څه موده وروسته عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده، وعظ یې کاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې ورکاوه او هغه دولس شاګردان هم ورسره وو.
2 یو څو ښځې چې د پېریانو څخه خلاصې شوې وې او د ناروغیو څخه یې شفا موندلې وه هم ورسره وې: لکه مریم چې په مجدلیه مشهوره وه چې اووه پېریان ورڅخه وتلي وو،
3 یونا د خوزا ښځه چې مېړه یې د هیرودیس د دربار ناظر ؤ، سوسن او نورې ډېرې ښځې چې د خپلو شتمنیو څخه یې د عیسی او د هغه د شاګردانو سره مرسته کوله.
4 خلک به د یو ښار او بل ښار څخه عیسی ته راتلل او کله چې ګڼ شمېر خلک سره راټول شول نو هغه ورته دا مثال راوړ:
5 «یو دهقان د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ. کله یې چې تخم وشینده، نو یو څه یې په لاره کې ولوېد، هغه تر پښو لاندې شو او مرغانو وخوړ.
6 څه تخم په تیږو کې ولوېد او کله چې راشین شو نو د لمدبل د کموالي له امله هغه زر وچ شو.
7 څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي ورسره لوی شول او بوټي یې لاندې کړل.
8 نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد. هغه راشین شو او سل چنده زیات حاصل یې ورکړ.»کله چې عیسی خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو په لوړ اواز یې وویل: «که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»
9 کله چې د عیسی شاګردانو پوښتنه وکړه چې د دې مثال معنی څه ده،
10 هغه ځواب ورکړ: «تاسو ته د خدای د پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو نورو ته دا هرڅه په مثالونو کې ویل کیږي ترڅو:‹هغوی ګوري خو هېڅ ونه ویني،اوري خو هېڅ ورباندې پوه نه شي.›
11 د دې مثال معنی دا ده: تخم د خدای کلام دی.
12 هغه تخم چې په لاره کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري، خو شیطان راځي او کلام د هغوی د زړونو څخه وړي، ترڅو هغوی ایمان رانه وړي او خلاصون ونه مومي.
13 کوم تخم چې په تیږو کې لویږي دا هغه خلک دي چې په خوشحالۍ سره کلام اوري او مني یې. خو کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې. هغوی د یو څه مودې دپاره ایمان راوړي، خو د ازمایښت په وخت کې یې له لاسه ورکوي.
14 هغه تخم چې په اغزو کې لوېدلی دی، هغه خلک دي چې کلام اوري خو د ژوند اندېښنې، شتمني او د ژوند غوښتنې د هغه د ودې مخه نیسي او مېوه یې هېڅکله نه پخیږي.
15 خو کوم تخم چې په ښې خاورې کې لویږي دا هغه خلک دي چې کلام اوري او په خپل صادق او ښه زړه کې یې ساتي او په صبر سره مېوه ورکوي.
16 هېڅوک داسې نه کوي چې څراغ بل کړي او هغه د لوښي لاندې پټ کړي او یا یې د کټ لاندې کېږدي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې هرڅوک راننوځي او د هغه رڼا وویني.
17 ځکه هېڅ داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې څرګند به نه شي.
18 نو پام کوئ چې څنګه یې اورئ، ځکه څوک چې څه ولري نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو هغه څوک چې څه نه لري حتی که د هغه په ګومان کوم څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.»
19 بیا د عیسی مور او ورونه راغلل چې هغه وویني، خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله یې ونه شو کولای چې هغه ته ځان ورسوي.
20 یو چا عیسی ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي چې تا وویني.»
21 عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور او ورونه هغه دي چې د خدای کلام اوري او عمل ورباندې کوي.»
22 یوه ورځ عیسی د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او هغوی ته یې وویل: «راځئ چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شو.» نو هغوی روان شول.
23 کله چې هغوی په کشتۍ کې روان وو نو عیسی ویده شو. په دې وخت کې ناڅاپه په دریاب کې سخت باد راوالوت او کشتۍ د اوبو څخه په ډکېدلو شوه او هغوی د یو لوی خطر سره مخامخ وو.
24 شاګردان عیسی ته ورغلل، هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! استاذه! مونږ ډوبیږو.» عیسی راویښ شو او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ، توفان ودرېده او هرڅه ارام شول.
25 بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «ستاسو ایمان څه شو؟» خو هغوی په وېره او حیرانتیا سره یو بل ته وویل: «دا سړی څوک دی چې حتی باد او اوبو ته امر کوي او هغوی یې مني؟»
26 بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جدریانو سیمې ته چې د جلیل ولایت ته مخامخ دی، ورسېده.
27 څنګه چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو د هغه ښار د یو سړي سره چې پېریانو نیولی ؤ، مخامخ شو. زیاته موده کېدله چې هغه لوڅ ګرځېده او په کور کې نه اوسېده، بلکې په هدیره کې اوسېده.
28 کله چې هغه عیسی ولید، نو چیغې یې ووهلې او د هغه په پښو کې پرېوت او په لوړ اواز یې وویل: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ زه تاته زاري کوم، ما مه په عذابوه.»
29 هغه ځکه داسې وویل چې عیسی پېریانو ته امر کړی ؤ چې د هغه سړي څخه راووځي. هغه سړی څو څو ځلې پېریانو نیولی ؤ. خلکو به د هغه لاسونه او پښې په زنځیرونو تړلې او ځولنې به یې ورته اچولې، خو هغه به یې ماتول او پېریانو به هغه دښتې ته بیولو.
30 عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی.» ځکه چې په هغه کې ډېر پېریان وو.
31 پېریانو عیسی ته زارۍ وکړې چې هغوی د ځمکې تل ته ونه لېږي.
32 هلته نژدې د خوګانو یوه لویه رمه وه چې په یوې غونډۍ باندې څرېدله. نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه چې دوی ته اجازه ورکړي چې په خوګانو کې ننوځي، نو هغه ورته اجازه ورکړه.
33 بیا پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه په منډه د کمر څخه ښکته دریاب ته ولوېدله او ډوبه شوه.
34 کله چې د خوګانو ساتونکو دا پېښه ولیدله نو وتښتېدل او دا خبر یې ښار او بانډو ته ورساوه.
35 خلک د دې پېښې د لیدلو دپاره دباندې راووتل. کله چې هغوی عیسی ته راغلل نو هغه سړی یې ولید چې پېریان ورڅخه وتلي وو. هغه د عیسی پښو ته ناست ؤ، کالي یې اغوستي وو او بېرته خپل عادي حالت ته راغلی ؤ، نو هغوی ووېرېدل.
36 کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه هغوی نورو ته وویل چې دا سړی چې پېریانو نیولی ؤ څنګه روغ شو.
37 بیا د جدریان د شاوخوا سیمو ټولو خلکو د عیسی څخه وغوښتل چې له هغه ځای څخه لاړ شي، ځکه چې هغوی ډېر وېرېدلي وو. نو عیسی په کشتۍ کې سپور شو چې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي.
38 بیا هغه سړي چې پېریان ورڅخه وتلي وو عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي د هغه سره لاړ شي، خو عیسی هغه رخصت کړ او ورته ویې ویل:
39 «بېرته خپل کور ته لاړ شه او هغه څه چې خدای ستا دپاره کړي دي هغه ټولو ته ووایه.» هغه سړی په ټول ښار کې وګرځېد او عیسی چې د هغه دپاره څه کړي وو هغه یې خلکو ته بیان کړل.
40 کله چې عیسی بېرته راستون شو، نو خلکو ورته تود هرکلی ووایه، ځکه چې هغوی ټول ورته په انتظار وو.
41 بیا یو سړی چې یایروس نومېده او د یوې کنیسې مشر ؤ، راغی او د عیسی په پښو کې پرېوت او زاري یې ورته وکړه چې د هغه سره کور ته لاړ شي،
42 ځکه چې د هغه یوازېنۍ لور چې دولس کلنه وه د مرګ په حالت کې پرته وه.کله چې عیسی په لاره روان ؤ، خلکو د هرې خوا ورباندې زور راوړ.
43 د هغوی په منځ کې یوه ښځه وه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهېدله. هغې خپلې ټولې پیسې په ډاکترانو لګولې وې، خو هېچا د هغې علاج نه شو کولای.
44 هغه د شا له خوا راغله او د عیسی چپنې ته یې لاس وروړ او سمدلاسه یې وینه ودرېدله.
45 عیسی پوښتنه وکړه: «چا ماته لاس راوړ؟» ټول منکر شول خو پطروس وویل: «استاذه! ټول خلک درڅخه راتاو دي او د هرې خوا درباندې زور راوړي.»
46 خو عیسی وویل: «کوم چا راته لاس راوړ، ځکه زه پوه شوم چې زما څخه یو قوت ووت.»
47 کله چې هغه ښځه پوه شوه چې پټه نه شي پاتې کېدلی نو په رېږدېدو شوه، راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او د ټولو په مخکې یې وویل چې ولې یې هغه ته لاس وروړ او څنګه سمدلاسه روغه شوه.
48 عیسی هغې ته وویل: «لورې! ته خپل ایمان روغه کړې. په خیر لاړه شې.»
49 عیسی لا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر له کوره یو سړی راغی او یایروس ته یې وویل: «ستا لور مړه شوه، استاذ ته نور تکلیف مه ورکوه.»
50 خو کله چې عیسی دا خبره واورېده، نو یایروس ته یې وویل: «مه وېرېږه، یوازې ایمان ولره او هغه به راژوندۍ شي.»
51 کله چې عیسی د یایروس کور ته ننوت نو هغه پرته له پطروس، یوحنا، یعقوب او د هغې انجلۍ د مور او پلاره بل هېچا ته اجازه ورنه کړه چې دننه ورسره لاړ شي.
52 ټولو د هغې انجلۍ دپاره ژړا او انګولا کوله. خو عیسی وویل: «مه ژاړئ، هغه مړه نه ده، هغه خو ویده ده.»
53 هغوی ټولو په هغه پورې وخندل، ځکه هغوی ښه پوهېدل چې هغه مړه ده.
54 خو عیسی هغه انجلۍ له لاسه ونیوله او ورته نارې یې کړې: «ای انجلۍ! راپاڅېږه.»
55 هغه بېرته راژوندۍ شوه او سمدلاسه راپاڅېدله. عیسی هغوی ته امر وکړ چې هغې ته یو څه ورکړئ چې ویې خوري.
56 د هغې مور او پلار ډېر حیران شول، خو عیسی هغوی ته امر وکړ چې د دې پېښې په هکله چاته څه ونه وایي.