لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 17

عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هرڅوک وسوسه کیږي چې ګناه وکړي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د ګناه کولو د رامنځته کېدو سبب کیږي.
2 د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او دریاب ته وغورځول شي، له دې نه چې د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري، د کوم یو د ګناهکارولو سبب شي.
3 پام کوئ! که چېرې ورور دې درسره بدي وکړي، نو هغه ورټه او که توبه وباسي، نو ویې بخښه.
4 او که هغه د ورځې اووه ځلې درسره بدي وکړي او هر ځل راشي او درته ووایي چې زما توبه ده، نو هغه وبخښه.»
5 رسولانو عیسی ته وویل: «زمونږ ایمان قوي کړه.»
6 عیسی وویل: «که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان لرلی، نو تاسو کولای شول د توت دې ونې ته ووایئ چې له بېخه راووځه او په دریاب کې راشنه شه. نو هغې به ستاسو خبره منلې وای.
7 فرض کړئ په تاسو کې کوم څوک نوکر لري چې قلبه کوي یا پسونه ساتي. کله چې هغه د پټي نه راشي ایا بادار به ورته ووایي چې زر راشه، کښېنه او ډوډۍ وخوره؟
8 هېڅکله نه، د دې په ځای به هغه ته ووایي: ‹ماته د ماښام ډوډۍ تیاره کړه، ملا دې وتړه او ترڅو پورې چې زه ډوډۍ خورم زما خدمت کوه، له هغې وروسته کولای شې چې خپله ډوډۍ وخورې.›
9 ایا بادار به د هغه نوکر څخه چې د هغه امر یې په ځای کړی دی، مننه وکړي؟
10 او په همدې ډول کله چې تاسو هم خپل ټول کارونه چې درته حکم شوی دی سرته ورسوئ، نو ووایئ: ‹مونږ نوکران د شاباسي وړ نه یو، مونږ یوازې خپله وظیفه سرته رسولې ده.›»
11 کله چې عیسی اورشلیم ته تللو، نو د جلیل او سامریې ترمنځ په پوله تېر شو.
12 هغه یو کلي ته د ننوتلو په وخت کې د لسو تنو سره چې د جذام په ناروغۍ اخته وو، مخامخ شو. هغوی لېرې ودرېدل
13 او په لوړ اواز یې نارې کړې: «ای عیسی باداره! په مونږ رحم وکړه.»
14 عیسی هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او خپل ځانونه کاهنانو ته وښایئ.» څنګه چې هغوی روان شول، نو پاک او روغ شول.
15 کله چې په هغوی کې یو تن ولیدل چې روغ شوی دی، نو بېرته راوګرځېد او په لوړ اواز یې د خدای ثنا وویله.
16 هغه د عیسی په پښو کې پرېوت او د هغه څخه یې مننه وکړه. دا سړی یو سامري ؤ.
17 عیسی وویل: «ایا ټول لس تنه پاک او روغ نه شول؟ نو بیا هغه نور نهه تنه چېرته دي؟
18 ایا له دې پردي سړي پرته بل څوک نه ؤ چې بېرته راغلی وای او د خدای ثنا یې ویلې وای؟»
19 عیسی هغه سړي ته وویل: «پاڅېږه او لاړ شه، خپل ایمان ته روغ کړې.»
20 ځینو فریسیانو د عیسی څخه پوښتنه وکړه چې د خدای پاچاهي به کله راشي. عیسی ځواب ورکړ: «د خدای پاچاهي په داسې ډول نه راځي چې هغه ولیدل شي.
21 نه به هم څوک ووایي چې وګورئ، دلته ده‎ یا هلته ده. ځکه چې په حقیقت کې د خدای پاچاهي ستاسو په منځ کې ده.»
22 بیا یې شاګردانو ته وویل: «داسې وخت به راشي چې تاسو به په دې ارمان یئ چې هغه ورځ وګورئ چې د انسان زوی پاچاهي کوي، خو وبه یې نه وینئ.
23 خلک به تاسو ته ووایي چې وګورئ دلته دی یا وګورئ هلته دی. خو تاسو هغوی پسې مه ځئ.
24 ځکه په کومه ورځ چې د انسان زوی راځي د هغې برېښنا په شان به وي چې د اسمان له یو سر څخه تر بله سره پورې ځلیږي.
25 خو لومړی باید هغه ډېر کړاوونه وزغمي او د دې زمانې د خلکو له خوا به رد شي.
26 لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو، همداسې به د انسان د زوی په زمانه کې هم وشي.
27 خلکو تر هغې ورځې پورې خوړل، څښل او وادونه به یې کول، ترڅو چې نوح کشتۍ ته ننوت او سېلاب راغی او ټول یې تباه کړل.
28 د لوط په زمانه کې همداسې شوي وو چې هغوی به خوړل، څښل، اخیستل او خرڅول، کرنه یې کوله او ودانۍ به یې جوړولې،
29 خو په هغه ورځ چې لوط د سدوم څخه لاړ، نو د اسمان څخه اور او د ګوګړو باران راواورېد او هغوی ټول یې تباه کرل.
30 په هغه ورځ چې د انسان زوی راښکاره شي، نو همداسې به وشي.
31 په هغه ورځ څوک چې د بام په سر وي او سامان یې په کوټه کې وي، نو هغه دې د خپل سامان د وړلو دپاره راښکته نه شي. همدارنګه څوک چې په پټي کې وي نو خپل کور ته دې ته بېرته لاړ نه شي.
32 د لوط ښځه در په یاد کړئ چې د هغې سره څه وشول.
33 هرڅوک چې د خپل ځان د ساتلو کوښښ وکړي نو هغه به له لاسه ورکړي، او څوک چې خپل ځان له لاسه ورکړي، نو هغه به یې وژغوري.
34 زه تاسو ته وایم، په هغه شپه که چېرې دوه تنه په یو کټ کې پراته وي، یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.
35 د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي، یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي.
36 که چېرې دوه سړي په پټي کې وي، نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.»
37 شاګردانو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «چېرته، ای استاذه؟» عیسی په ځواب کې وویل: «چېرته چې مرداره وي، هلته ټپوسان راټولیږي.»