لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 22

د فطیرې ډوډۍ اختر چې د فسحې په نامه مشهور ؤ، نژدې شو.
2 مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو هڅه کوله چې یوه لاره پیدا کړي چې عیسی ووژني، خو له خلکو څخه وېرېدل.
3 بیا شیطان د یهودا اسخریوتي په زړه کې چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، ننوت.
4 یهودا لاړ او د مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو د آمرانو سره یې په دې هکله خبرې وکړې چې څنکه عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
5 هغوی ډېر خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه.
6 نو یهودا ورسره ومنله او د یوې ښې موقع په لټه کې شو چې کله د عیسی سره نور خلک نه وي هغوی ته یې په لاس ورکړي.
7 بیا د فطیرې ډوډۍ د اختر ورځ چې په هغه کې باید د فسحې وری قرباني کېده، راورسېدله.
8 نو عیسی پطروس او یوحنا ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسحې ډوډۍ تیاره کړئ چې ویې خورو.»
9 هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې تیاره یې کړو؟»
10 هغه ځواب ورکړ: «واورئ، څنګه چې ښار ته ننوځئ نو یو سړی به ستاسو سره مخامخ شي چې د اوبو منګی به و‌ړي. هغه چې کوم کور ته ننوځي، تاسو هم ورپسې لاړ شئ.
11 او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو کوټه چېرته ده چې زه په کې د خپلو شاګردانو سره د فسحې ډوډۍ وخورم؟›
12 هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي، نو هلته ډوډۍ تیاره کړئ.»
13 هغوی لاړل او ټول شیان یې لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو په هماغه ډول ولیدل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.
14 کله چې هغه ساعت راورسېد، عیسی د خپلو رسولانو سره دسترخوان ته کښېناست.
15 هغوی ته یې وویل: «زړه مې ډېر غوښتل چې د کړاوونو د زغملو څخه مخکې ستاسو سره د فسحې ډوډۍ وخورم.
16 ځکه زه تاسو ته وایم چې ترڅو پورې د فسحې د قربانۍ مقصد د خدای په پاچاهۍ کې پوره نه شي، تر هغې پورې به نور دا ډوډۍ نه خورم.»
17 بیا عیسی پیاله راواخیستله، شکر یې وویست او ویې ویل: «دا واخلئ او په خپل منځ کې یې ووېشئ.
18 ځکه زه تاسو ته وایم چې له دې وروسته به تر هغې پورې د انګورو شربت ونه څښم، ترڅو د خدای پاچاهي رانه شي.»
19 بیا هغه یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه او هغوی ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا زما بدن دی چې ستاسو دپاره ورکول کیږي. زما په یاد همداسې کوئ.»
20 په همدې ډول د ماښام ډوډۍ څخه وروسته یې پیاله راواخیستله او ویې ویل: «دا پیاله د خدای او انسانانو ترمنځ نوی لوظ دی چې زما د وینې په وسیله جوړیږي چې ستاسو دپاره توییږي.
21 خو ګورئ، هغه څوک چې زما سره به خیانت کوي هغه دلته زما سره په دسترخوان ناست دی.
22 لکه څنګه چې د خدای له خوا مقرره وه چې د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د هغه سره خیانت کوي.»
23 بیا هغوی په خپلو کې یو د بل څخه پوښتنې پیل کړې چې په دوی کې به څوک دا کار کوي.
24 بیا د هغوی ترمنځ ناندرۍ پیل شوې چې په دوی کې به څوک د ټولو څخه لوی وګڼل شي.
25 عیسی هغوی ته وویل: «د غیریهودیانو پاچاهان په خپلو خلکو باداري کوي او واکمنان د خلکو خیرخواه ګڼل کیږي.
26 خو تاسو داسې مه اوسئ، بلکې په تاسو کې دې تر ټولو لوی خپل ځان کوچنی وګڼي او مشر دې د خدمتګار په شان وي.
27 خلک څه فکر کوي چې په دوی دواړو کې کوم یو لوی دی، هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی او یا هغه څوک چې خدمت کوي؟ په یقین سره هغه څوک چې ډوډۍ ته ناست دی. خو زه ستاسو په منځ کې د یو خدمتګار په شان یم.
28 خو تاسو زما د ازمایښتونو په وخت کې زما سره ولاړ وئ.
29 لکه څنګه چې زما پلار ماته د پاچاهۍ حق راکړی دی، زه هم تاسو ته دا حق درکوم.
30 تاسو به زما په پاچاهۍ کې زما په دسترخوان خورئ او څښئ او په تختونو باندې به کښېنئ او د اسراییلو په دولسو قبیلو باندې به حکومت کوئ.»
31 عیسی وویل: «ای شمعونه، ای شمعونه! واوره، شیطان وغوښتل چې تاسو ټول وازمایي، ښه او بد سره بېل کړي لکه څنګه چې دهقان د غنمو څخه بوس جدا کوي.
32 خو شمعونه! ما ستا دپاره دعا کړې ده چې ایمان دې له منځه لاړ نه شي. کله چې دې توبه وویستله او بېرته ماته راوګرځېدلې، نو خپل ورونه دې قوي کړه.»
33 پطروس ځواب ورکړ: «ای استاذه! زه ستا سره زندان او مرګ ته هم تیار یم.»
34 عیسی وویل: «ای پطروسه! زه تاته وایم چې نن شپه به د چرګ د اذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»
35 عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «کله چې ما تاسو بې د پیسو له کڅوړې، بې خورجینې او بې له څپلیو ولېږلئ، ایا په هغه وخت کې تاسو سره د کوم شي کمی ؤ؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
36 عیسی وویل: «خو اوس هرڅوک چې د پیسو کڅوړه لري هغه دې د ځان سره واخلي او همدارنګه خپله خورجین هم. او د هر چا سره چې توره نه وي، نو خپله چپنه دې خرڅه کړي او یوه توره دې واخلي.
37 ځکه زه تاسو ته وایم چې د پیغمبرانو دا لیکنه باید پوره شي چې وایي:‹هغه به په جنایتکارانو کې وشمېرل شي›ځکه هرڅه چې زما په هکله لیکل شوي دي هغه به رښتیا شي.»
38 شاګردانو وویل: «ګوره استاذه! زمونږ سره دلته دوه تورې دي.» عیسی ځواب ورکړ: «دا بس دي.»
39 عیسی دباندې ووت او د خپل عادت له مخې د زیتون غره ته روان شو او شاګردان یې هم ورپسې لاړل.
40 کله چې هغه ځای ته ورسېده، نو هغوی ته یې وویل: «دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لوېږئ.»
41 بیا عیسی د هغوی څخه یو څو ګامه لېرې لاړ، په ګونډو شو او دعا یې وکړه.
42 هغه وویل: «ای پلاره! که چېرې ستا رضا وي، نو دا پیاله زما څخه لېرې کړه. خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.»
43 بیا د اسمان څخه یوه فرښته هغه ته راښکاره شوه او هغه ته یې قوت ورکړ.
44 عیسی په ډېر سخت حالت کې ؤ او په ډېر جوش سره یې دعا وکړه او خولې یې د وینو د څاڅکو په شان په ځمکه باندې څڅېدلې.
45 کله چې عیسی د دعا څخه راپاڅېده، نو شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی له غمه ستومانه او ویده شوي وو.
46 هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې ویده یئ؟ پاڅېږئ او دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لوېږئ.»
47 عیسی لا خبرې کولې چې یوه ډله راغله او یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د هغوی څخه مخکې روان ؤ. هغه عیسی ته ورنژدې شو چې ښکل یې کړي.
48 خو عیسی وویل: «ای یهودا! ایا په ښکلولو سره د انسان زوی دښمنانو ته په لاس ورکوې؟»
49 کله چې د عیسی شاګردانو ولیدل چې څه کیږي، نو ویې ویل: «استاذه! ایا په تورو یې ووهو؟»
50 د هغوی څخه یو تن د لوی کاهن په نوکر ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ.
51 خو عیسی وویل: «بس یې دی.» عیسی د هغه سړي په غوږ باندې خپل لاس کېښود او هغه یې روغ کړ.
52 بیا عیسی مشرانو کاهنانو، د خدای د کور د ساتونکو آمرانو او نورو قومي مشرانو ته چې د هغه د نیولو دپاره راغلي وو، وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟
53 زه هره ورځ ستاسو سره د خدای په کور کې وم او تاسو زما د نیولو هڅه ونه کړه. خو دا وخت چې تیاره خپره ده نو ستاسو وخت دی.»
54 هغوی عیسی ونیوه او د لوی کاهن کور ته یې بوته او پطروس له لېرې ورپسې روان ؤ.
55 هغوی د حوېلۍ په منځ کې اور بل کړ او ګردچاپېره ورڅخه کښېناستل او پطروس هم د هغوی سره کښېناست.
56 په داسې حال کې چې هغه د اور رڼا ته ناست ؤ یوې وینځې هغه ولید، نو په ځیر یې ورته وکتل او ویې ویل: «دا سړی هم د عیسی سره ؤ.»
57 خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «ای ښځې! زه هغه نه پېژنم.»
58 لږ وروسته یو بل سړي هم هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته هم د هغو له ډلې څخه یې.» خو پطروس وویل: «ای وروره! زه نه یم.»
59 شاوخوا یو ساعت وروسته یو بل سړي تایید کړه او ویې ویل: «په دې کې هېڅ شک نشته چې دا سړی هم د عیسی سره ؤ، ځکه چې هغه هم جلیلي دی.»
60 خو پطروس ځواب ورکړ: «ای وروره! زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.» هغه لا خبرې کولې چې سمدلاسه چرګ اذان وکړ.
61 عیسی مخ راواړاوه او پطروس ته یې وکتل او پطروس ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې چې هغه ته یې ویلي وو: «نن شپه به د چرګ د اذان څخه مخکې درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»
62 پطروس دباندې ووت او په چیغو چیغو یې وژړل.
63 کومو خلکو چې د عیسی ساتنه کوله په هغه باندې ملنډې ووهلې او ویې واهه.
64 د هغه سترګې یې وتړلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې؟»
65 او نورې ډېرې سپکې خبرې یې هم ورته وکړې.
66 کله چې ورځ شوه نو قومي مشران، د کاهنانو مشران او د شریعت عالمان سره راټول شول او عیسی یې خپلې شورا ته راوست.
67 هغوی وویل: «مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟» هغه ځواب ورکړ: «که زه تاسو ته ووایم نو په ما به باور ونه کړئ
68 او که زه درڅخه پوښتنه وکړم، نو تاسو به ځواب رانه کړئ.
69 خو له دې وروسته به د انسان زوی د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي.»
70 هغوی ټولو وویل: «نو بیا ته د خدای زوی یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو خپله وایئ چې زه یم.»
71 هغوی وویل: «نور مونږ شاهدانو ته اړتیا نه لرو. مونږ هرڅه د هغه د خپلې خولې څخه واورېدل.»