لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 19

عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده،
2 نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ.
3 هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولای هغه وویني.
4 نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت، ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده.
5 کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! زر راښکته شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې مېلمه شم.»
6 نو زکي په بیړه راښکته شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ.
7 کله چې خلکو دا ولیدل، نو په ګورېدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې مېلمه یې شي.»
8 خو زکي ودرېده او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي، نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.»
9 بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی، ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی.
10 ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»
11 هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نژدې ؤ او هغوی ګومان کاوه چې د خدای پاچاهي به همدا اوس راښکاره شي.
12 عیسی وویل: «د یوې لویې کورنۍ یو سړی یو لېرې هېواد ته په سفر لاړ چې د پاچاهۍ مقام تر لاسه کړي او بېرته خپل وطن ته راشي.
13 مخکې له دې چې لاړ شي خپل لس نوکران یې راوغوښتل او هر یو ته یې یوه یوه د سرو زرو سکه ورکړه او ورته ویې ویل: ‹زما تر بېرته راتللو پورې ورباندې کاروبار وکړئ.›
14 خو وطنوالو یې چې د هغه څخه یې کرکه کوله، په هغه پسې خپل استازي ولېږل چې ورته ووایي: ‹مونږ نه غواړو چې دا سړی زمونږ پاچا شي.›
15 څه موده وروسته هغه د پاچا په توګه بېرته راستون شو، بیا یې هغه نوکران راوغوښتل چې سکې یې ورته ورکړې وې، ترڅو معلومه کړي چې په دوی کې هر یو په هغو سیکو باندې څومره ګټه کړې ده.
16 لومړی راغی او ویې ویل: ‹باداره! ستا په یوې سکې ما لس نورې سکې ګټلې دي.›
17 هغه وویل: ‹شاباس، ته ښه نوکر یې. څرنګه چې تا په لږ شي کې خپل ځان اعتباري ثابت کړ، نو ته به په لسو ښارونو باندې حکومت کوې.›
18 دوهم نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! ستا د سرو زرو یوې سکې نورې پنځه سکې ګټه کړې ده.›
19 هغه ته یې وویل: ‹ته په پنځو ښارونو باندې حکومت کوه.›
20 بیا بل نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! دا ده ستا د سرو زرو سکه، هغه مې په دستمال کې تاوه کړې وه او ساتلې مې ده.
21 زه ستا څخه وېرېدم، ځکه چې ته یو سخت سړی یې. هغه څه تر لاسه کوې چې تا نه دي ګټلي او هغه څه رېبې چې کرلي دې نه دي.›
22 بادار یې ځواب ورکړ: ‹ای بېکاره نوکره! زه تا په خپلو خبرو ملامتوم. ته په دې پوهېدلې چې زه یو سخت سړی یم او هغه څه تر لاسه کوم چې زما نه دي او هغه څه رېبم چې کرلي مې نه دي،
23 نو زما د سرو زرو سکه دې ولې د صرافانو سره نه ده ایښې چې د بېرته راستنېدو په وخت کې مې د سود سره اخیستې وای؟›
24 بیا یې په هغه ځای کې ولاړو کسانو ته وویل: ‹له هغه څخه د سرو زرو سکه واخلئ او هغه نوکر ته یې ورکړئ چې لس سکې ورسره دي.›
25 خو هغوی ورته وویل: ‹باداره! د هغه سره خو لا د مخکې نه لس سکې شته.›
26 بادار یې وویل: ‹زه تاسو ته وایم چې د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو د چا سره چې څه نه وي نو څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.
27 اوس زما هغه دښمنان چې نه یې غوښتل زه یې پاچا شم، دلته راولئ او زما په مخکې یې ووژنئ.›»
28 کله چې عیسی دا خبرې وکړې، نو د خپلو شاګردانو څخه مخکې شو او د اورشلیم په لور روان شو.
29 څنګه چې بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتونو په غره کې وو نژدې شو، نو خپل دوه شاګردان یې ولېږل،
30 او ورته ویې ویل: «دغه مخامخ کلي ته لاړ شئ. کله چې هغه کلي ته ننوتلئ، نو هلته به یو کوټی ووینئ چې تړل شوی به وي او تر اوسه پورې څوک ورباندې سپور شوی نه دی. هغه را ایله کړئ او دلته یې راولئ.
31 که څوک درڅخه پوښتنه وکړي: ‹هغه ولې ایله کوئ؟› نو داسې ورته ووایئ چې هغه زمونږ د استاذ په کار دی.»
32 هغه دوه شاګردان لاړل او لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، هرڅه یې هماغه شان ولیدل.
33 کله چې هغوی هغه کوټی ایله کاوه، نو خاوندانو یې ورڅخه پوښتنه وکړه: «دا کوټی ولې ایله کوئ؟»
34 هغوی ځواب ورکړ: «دا زمونږ د استاذ په کار دی.»
35 او هغوی هغه کوټی عیسی ته راوست، خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی یې ورباندې سپور کړ.
36 کله چې هغه په لاره تللو نو خلکو خپل کالي ورته په لاره کې غوړول.
37 کله چې عیسی هغې لارې ته نژدې شو چې د زیتون د غره څخه راښکته شوې وه، نو ټولو پیروانو یې په خوشحالۍ او لوړ اواز سره د هغو معجزو په خاطر چې هغوی لیدلې وې د خدای د ثنا په ویلو پیل وکړ.
38 او ویل یې:«مبارک دی هغه پاچا چې د څښتن په نوم راځي.سلامتي دې وي په اسمان کې او جلال دې وي څښتن تعالی ته.»
39 د خلکو له منځ څخه ځینو فریسیانو عیسی ته وویل: «استاذه! خپلو شاګردانو ته ووایه چې غلي شي.»
40 عیسی په ځواب کې وویل: «زه تاسو ته وایم که هغوی غلي شي، نو تیږې به په چیغو پیل وکړي.»
41 کله چې عیسی اورشلیم ته نژدې شو او ښار یې ولید، نو ورته په ژړا شو
42 او ویې ویل: «کاشکې نن تاته هم د سولې او سلامتۍ لار معلومه وای. خو نه، اوس دا لاره ستا د نظر څخه پټه ده.
43 ځکه چې داسې ورځې به درباندې راشي چې ستا دښمنان به ستا څخه ګردچاپېره مورچلې جوړې کړي، ستا نه به راتاو شي او د هرې خوا نه به دې راایسار کړي.
44 هغوی به تا او ستا خلک د ځمکې سره هوار کړي او په تا کې به یوه تیږه هم د بلې دپاسه پرېنږدي، ځکه چې تا د خدای د راتللو وخت ونه پېژانده.»
45 کله چې عیسی د خدای کور ته ننوت، نو د هغو خلکو په ویستلو یې پیل وکړ چې هلته یې شیان خرڅول.
46 هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹زما کور به د عبادت ځای وي.› خو تاسو ورڅخه د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
47 عیسی هره ورځ د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. خو مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او قومي مشرانو هڅه کوله چې هغه ووژني،
48 خو هېڅ یې له لاسه پوره نه ؤ، ځکه چې ټولو خلکو په ډېر شوق سره د هغه خبرو ته غوږ نیولی ؤ.