لوقا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 2

په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ.
2 دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه.
3 هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي.
4 نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ.
5 یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ.
6 او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد.
7 هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.
8 په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه.
9 د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل.
10 خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي.
11 همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی.
12 او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.»
13 ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:
14 «خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کېاو سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندېپه هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»
15 کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته اسمان ته لاړې، نو شپنو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.»
16 نو هغوی په منډه لاړل، مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی.
17 کله چې شپنو هغه ماشوم ولید، نو څه چې یې د هغه په هکله اورېدلي وو، ټول یې خبر کړل.
18 هر چا چې د شپنو خبرې اورېدلې نو حیران پاتې کېدل.
19 خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر فکر کاوه.
20 شپانه بېرته لاړل او څه چې یې اورېدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثنا یې ویله، ځکه دا هغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو.
21 په اتمه ورځ کله چې د ماشوم د سنتولو وخت راورسېد، نو په هغه یې عیسی نوم کېښود. دا هغه نوم ؤ چې مخکې له دې چې مریم امیدواره شي فرښتې ورباندې ایښی ؤ.
22 کله چې د موسی د شریعت له مخې د یوسف او مریم د پاکوالي د مراسمو وخت راورسېد، نو هغوی هغه ماشوم اورشلیم ته بوته چې څښتن ته یې وړاندې کړي.
23 لکه څنګه چې په شریعت کې لیکل شوي دي: «هر لومړنی نر ماشوم چې پیدا شي باید څښتن ته وقف شي.»
24 نو هغوی د شریعت له مخې قرباني وکړله یعنې یوه جوړه کوترې یا دوه ځوانې قمري ګانې.
25 په هغه وخت کې په اورشلیم کې د شمعون په نوم یو سړی اوسېده. هغه یو رښتینی او پرهېزګاره سړی ؤ او د اسراییلو د ژغورنې انتظار یې کاوه او روح القدس ورسره ؤ.
26 روح القدس شمعون ته دا په ښکاره ویلي وو چې ترڅو پورې د څښتن له خوا وعده شوی مسیح ونه وینې، ته به نه مړ کیږې.
27 شمعون د روح القدس په لارښوونه دننه د خدای کور ته راغی. کله چې د عیسی مور او پلار ماشوم هلته راوست ترڅو د هغه دپاره هغه څه وکړي چې د موسی شریعت یې غوښتنه کوله،
28 نو شمعون هغه ماشوم په غېږ کې واخیست او د خدای ثنا یې وویله:
29 «ای څښتن تعالی، اوس دې رخصت کړهخپل خادم د دې نړۍ نه په سلامتۍ سرهلکه چې څنګه تا وعده کړې وه
30 ځکه چې ما ستا خلاصون ولیده په خپلو سترګو
31 هغه خلاصون چې تیار کړی دی تاد ټولو خلکو په حضور کې
32 یوه رڼا چې به ښکاره کړي اراده ستاغیریهودو تهاو کړي به ستا قوم اسراییل سرلوړی»
33 د ماشوم مور او پلار په هغو خبرو چې شمعون د هغه په هکله وکړې حیران شول.
34 شمعون د هغوی دپاره د خیر دعا وکړه او د عیسی مور مریم ته یې وویل: «دا ماشوم په اسراییلو کې د ډېرو د بربادۍ او یا سرلوړۍ دپاره د خدای له خوا غوره شوی دی. هغه د خدای له خوا یوه نښه ده چې ډېر خلک به یې مخالفت وکړي
35 او په دې ډول به د ډېرو زړونو پټ خیالونه ښکاره شي. او ای مریمې، غم به لکه د تېرې تورې په شان ستا زړه هم سوری سوری کړي.»
36 هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومېدله او ډېره زړه وه، هغه د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل مېړه سره واوسېدله او له هغې وروسته یې مېړه مړ شو.
37 اوس هغه څلور اتیا کلنه او کونډه وه. هغه هېڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه.
38 حنا په هماغه وخت کې یوسف او مریم ته راغله، د خدای شکر یې وویست او د هغو ټولو خلکو سره یې چې د اورشلیم د ازادۍ په تمه وو د هغه ماشوم په هکله خبرې وکړې.
39 کله چې یوسف او مریم هرڅه د شریعت له مخې سرته ورسول، نو بېرته خپل ښار ناصرې ته چې په جلیل کې ؤ، راستانه شول.
40 هغه ماشوم لوی او قوي شو، هغه د حکمت څخه ډک ؤ او د خدای فضل ورسره ؤ.
41 د عیسی مور او پلار به هر کال د فسحې د اختر دپاره اورشلیم ته تلل.
42 کله چې عیسی دولس کلن شو نو هغوی د خپل دود او دستور له مخې د اختر دپاره اورشلیم ته لاړل.
43 کله چې د اختر ورځې پای ته ورسېدلې، هغوی بېرته خپل کور ته روان شول او عیسی چې لا کوچنی هلک ؤ په اورشلیم کې پاتې شو، خو د هغه مور او پلار ترې خبر نه وو.
44 هغوی ګومان کاوه چې عیسی د نورو مسافرو په ډله کې روان دی. هغوی ټوله ورځ سفر وکړ او بیا یې د خپلو خپلوانو او ملګرو په منځ کې د هغه په لټولو پیل وکړ.
45 کله یې چې هغه پیدا نه کړ نو بېرته اورشلیم ته لاړل ترڅو هغه ولټوي.
46 درې ورځې وروسته یې هغه د خدای په کور کې پیدا کړ چې د دیني عالمانو سره ناست ؤ، هغوی ته یې غوږ نیولی ؤ او پوښتنې یې ترې کولې.
47 هر چا چې د عیسی خبرې اورېدلې، نو د هغه پوهې او ځوابونو ته حیران پاتې کېدل.
48 کله چې مور او پلار یې هغه ولید، نو حیران شول او مور یې ورته وویل: «ګوره زویه، مونږ سره دې ولې داسې وکړل؟ ما او پلار دې په ډېرې اندېښنې سره ته لټولې.»
49 هغه ورته وویل: «تاسو ولې زه لټولم؟ ایا په دې نه پوهېدلئ چې زه باید د خپل پلار په کور کې واوسم؟»
50 خو هغوی د هغه د خبرې په مقصد پوه نه شول.
51 نو عیسی د هغوی سره بېرته ناصرې ته لاړ او د هغوی تابع ؤ. مور یې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې ساتلې.
52 عیسی د قد او حکمت په لحاظ لویېده او د خدای او خلکو خوښېده.